نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

«
»

محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد

نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړينې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم.

د افغانستان په معاصر سیاسي او فکري تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبري کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وي چې د خپل عصر له فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلي، څه یې لیکلي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی.

ځینې انسانان چې له دې نړۍ سترګې پټې کړي، داسې احساس درکوي لکه یوازې یو انسان نه، بلکې د ژوند یوه برخه مو له لاسه ورکړې وي. د هغوی د نشتوالي تشه په الفاظو نه ډکېږي، ځکه هغوی یوازې په خپل نوم نه، بلکې په خپل حضور، اخلاقو او خاطرو کې زموږ په ژوند کې ځای نیولی وي.  د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه زما لپاره همداسې یوه شېبه ده.

ما مرحوم واکمن له نږدې لیدلی و. له هغه سره د ناستې، خبرو او لیدلو خاطرې مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ دي. کله چې نن د هغه د وفات خبر اورم، نه یوازې چې د یوه پخواني سیاستوال او ژورنالیست د مړینې خبر یې بولم؛ بلکې د ټولنیز پرمختګ د زړور مبارز او د یوه درانه انسان د نشتوالي درد راسره دی.

زما په یاد کې واکمن تر هر څه وړاندې یو باوقاره، متین او د کمینه‌خوی څښتن انسان و. د هغه په خبرو کې دروندوالی و، خو په چلند کې ډیر متواضع انسان و. هغه له هغو کسانو څخه و چې د شخصیت د ثابتولو لپاره یې لوړې خبرې او لویې دعوې ته اړتیا نه لرله.  د هغه سکون، متانت او د خلکو سره د چلند توګه پخپله د هغه د شخصیت پېژندپاڼه وه.

واكمن د افغانستان د یوه له سختو او له بدلونونو ډک عصر شاهد و. سیاست یې وکړ، مبارزې یې وکړې، اختلافات یې تجربه کړل، مهاجرت یې ولید او د ژورنالیزم له لارې یې د خپل ولس له حالاتو سره اړیکه وساتله. د افغان ملت له سیاسي جریان سره یې اوږده اړیکه درلوده او د سیاست، ژورنالیزم، لیکوالۍ او ملي فکر په ډګرونو کې یې خپل نوم پرېښود. زه د هغه له سیاسي دریځونو سره د موافقې یا اختلاف خبره نه کوم؛ زما لپاره د هغه تر ټولو لوی میراث د انسان پاتې کېدو هنر و.

د واکمن مړینه یوازې د یوه فرد د ژوند پای نه دی؛ دا د هغه نسل د یوې بلې څېرې د خاموشېدو معنا هم لري چې د افغانستان د شلمې پېړۍ له لویو سیاسي بدلونونو سره یې ژوند کړی و.  محمد امین واکمن د افغانستان د معاصر سیاسي او فرهنګي تاریخ له هغو څېرو څخه و چې نوم یې د یوه بشپړ عصر له سیاسي تجربو سره تړلی پاتې شو.

محمد امین واکمن به زما په یاد کې یو دروند انسان، د کمینه اخلاقو چښتن، یو روڼ فکر او یو نه هېرېدونکی یاد وي. 
خدای یې دې وبخښي، روح یې دې ښاد وي؛ کورنۍ او دوستانو ته یې د زړونو صبر او ددې لوی غم د زغملو حوصله غواړم.

نور محمد غفوری31.08.2026