«د مور ناپایه مینه»
لیکونکی: محمد صفر خواریکښ
ډیجیټال جوړښت: محمد قاسم آسمایی
ډیجیټال نشر: د راه پرچم انتشارات
——–
څو کرښې د دې اثر په باره کې
د محترم محمدصفر خواریکښ له قلم سره له څو لسیزو راهیسې اشنا یم. له لیکنو نه مې یې نه یوازې گټنه کړې، بلکې خوند مې هم ترې اخیستی دی. نوموړی یو زیاتکاری لیکوال دی چې په بیلابېلو برخو کې یې په ښکلي قلم نظم او نثر لیکي او وطنوالو ته یې زیات اثار وړاندې کړي دي.
د لیکوال د نورو اثارو په لړ کې دا اثر هم ځانگړی ځای او ارزښت لري؛ ځکه نه یوازې دا چې د وطن او خلکو د موجوده ژوند شرایط او حالات یې انځور کړي، بلکې د خپل ولس ډیر ویرژلې او دردونکې پېښې د کیسو او کیسهگیو په بڼه په ښکلي او خوندور نثر بیان کړې دي.
لیکوال پدې توگه که له یوې خوا د جگړې ناوړه پایلې رسوا کړي او د خدای او رسول له لارې د بېلارې شویو او انساندوښمنه، ظالمو جگړه مارو څیرې معرفي کوي؛ له بل پلوه یې دغه ناوړه پېښې او غمیزې په تاریخ کې ثبت کړې دي.
د کتاب د منځ پانگې او کیسو له لوستلو جوتېږي چې د زیاترو کیسو اصلي سوژې رښتینې او پېښې یې په یوه مشخصه او پېژندل شوې سیمه او څرگنده نېټه کې ترسره شوې دي، چې هره غمیزه مالوم او پېژندل شوي قربانیان او عیني گواهان لري.
د بېلگې په توگه د کیرالې د چړاو ستر ناورین په «ویرژلې خندا» او «چغان ابۍ» په کیسو کې په داسې ویرژلې بڼه بیان شوې دي چې له جلادانو پرته د سالمو انسانانو سترگې لمدوي او زړونه یې دردوي.
همدا راز په «بختوره»«سره ټیکله»، «ملا له بامه ننداره کوله» او «د گرگر د ژوند وروستۍ شپه او ورځ» کیسو کې بیلابېلې ویرژلې پیښې بیان شوې دي.
د دې ټولگې د زیاترو کیسو بله ځانگړنه داده چې ویرژلې پای لري. په ډیرې خواشینۍ او تأسف سره چې له دې ډول غمیزو زموږ هیواد د څلورو لسیزو خونړي پیر کې ښارونه او کلي، بازارونه او لارې هیڅ یو خوندې نه ول.
څه باید وکړو، له بده مرغه د وطن او خلکو برخلیک مو داسې دی چې د دردونو او غمیزو لیکوال هغه بیان کړی دی.
د منلي لیکوال لپاره لا زیاته حوصله او توان غواړم.
په درنښت
محمدقاسم آسمایی