وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

«
»

د اغلې آریانا ارسلا د څیړنیزو او علمي اثارو

C:\Users\Masoud_2\Desktop\آریانا ارسلا.jpg

(د ډنګریدو د پټ رازونو)

( Het Geheim Van Afvallen)

په تړاو یو څو لنډې خبرې :

(د پوهانو په آند د کتاب له لارې د انسانانو د تجربو لړۍ زرګونو کلونو ته رسیدلی ده، انساني ژوند ته یې تسلسل ورکړې دی، دا هغه وسیله ده چې د انسانانو د ذهني روښانتیا لپاره یې ستر کارونه کړې دي .)

په هر هیواد کې ځوان نسلونه د هغه هیواد مادي او معنوي او با ارزښته پانګه ده چې د ښو او سالمې روزنې او پالنې له لارې د دوی له منځه لوی اکادیمیک او مسلکي شخصیتونه، نوښتګر څیړونکي، متخصصین، با تجربه ډاکټران، انجنیران، لوی سیاستوال، ملي سټې، میړني او آزادي غوښتونکي اتلان، ستراو نامتو لیکوال، ادیبان او شاعران،  با استعداده هنرمندان را پاڅیدلی دي او د تاریخ په اوږدو کې یې د خپلو انساني عواطفو، اخلاقي، تربیوي او بشر پالو ولولو، احساساتو او د ګټورواو اغیزمنو اثارو په وسیله یې د انساني ژوند په بیلابیلو برخو کې خپل مقاومت او برحقه مبارزه او میړانې ته دوام ورکړې دی او د خپل هیواد د ودې، پرمختګ، پراختیا او سمسورتيا په برخه کې یې نوښتګر، ځواکمن او اوچت ګامونه پورته کړې دي.

آغلې (آریانا ارسلا) هم له هغوځوانو، تکړه او هڅاندو سټو څخه ده چې د خپل استعداد، پوهې، لوړتیا او ځواکمن قلم په وسیله یې دوه کتابونه کښلي دي او په هالند کې د (میدل بورخ) په ښارکې د [د خوړو د لارې (رژیم غذایې) کلینیک] مسووله هم ده او د یوې متخصصې په توګه پېژندل شوې ده.

آغلې آریانا ارسلا پر (۱۹۸۹) زیږدیز کال کې د کابل په ښار کې په یوه درنه او روڼ آنده کورنۍ کې زیږدلې ده.

آغلې آریانا ارسلا زموږ  په  جګړه  ځپلي  هیواد کې  د جهادي  ډلو ټپلو  د خپل  منځي  جګړو  له  کبله  لکه  نور هیواد وال د خپلې کورنۍ سره  له  خواږه  هیواد  نه  وتلو ته  اړه شوه او په هالند  کې  کډواله شوه، اوسمهال په هالند کې د خپلې  کورنۍ  سره  د پردیسی  تریخ  ژوند  تیروي .

دې خپلې لومړنی او لوړې زده کړې په هالند کې پای ته رسولې دي او خپل د لوړو زده کړو دیپلوم یې د (غذایي رژیم) په څانګه او رشته کې ترلاسه کړې دی .

آغلې (پروین ارسلا) د اغلې آریانا ارسلا مور ده، هغه هم یوه روڼ انده، او د لوړو زده کړو خاونده میرمن ده د آغلې آریانا ارسلا دوه چاپ شوي آثارچې د

په نوم یادیږي  (het Geheim van Afvallen)

په ډیره مینه او درنښت ماته ډالۍ کړل.

ماهم په ډیره مینه او پاملرنې سره دا اثار چې په ډیر ښکلي دیزاین او رنګینو انځورونو ترتیب شوي دي  ولوستل.

آغلې آریانا ارسلا د خپل ځانګړي استعداد، تحقیق ، علمي او عملي څیړنو په وسیله دا ګتور آثار په ډیره اغیزمنه او با ارزښته بڼه ترتیب کړې دي. په دې کې شک نه شته چې په نړۍ کې ډیر انسانان د چاخیدل او د زیات وزن په وسیله د بیلابیلو ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.

اغلې آریانا ارسلا په دې کتابونو کې د ډنګریدواو وزن کمولو پټ رازونه په ډیرعالي بڼه بیان کړیدي. د انسانانو لپاره د ګټورو خوړو خوړل او د اغیزمن غذایي رژیم دوام، او د آزموینې لپاره یې کلک عزم او اراده، له بیلابیلو سپورتونو او فیزیکي فعالیتونو څخه ګټه پورته کول لکه : ګرزیدل او قدم وهل، منډې، له بایسکل څخه کټه پورته کول، فیتنس، لامبا او همداسې  د نورو سپورتونو نه استفاده …

دا کتابونه دهالندي په ساده او روانه ژبه لیکل شوې دي او په کتاب کې بیلابیل خواړه انځور شوې دي . همدا وجه ده چې هالندیانو د دې آثارو ته ډیره پاملرنه کړې ده تر هغه کچه پورې چې پر (۱۸-۰۹-۲۰۱۶) زیږدیر کال کې د اغلې آریانا ارسلا سره د یوې فعاله اوهڅانده متخصصې په

تلویزون ځانګړې مرکه جوړه (RTL-4) توګه

کړې وه چې نوموړې په ډیر علمي، مهارتي او مسلکي هالندي ژبه د ژورنالیست پوښتنو ته ځواب ورکړ.

لنډه دا چې د آغلې آریانا ارسلا اثار او د دې زده کړې د رژیم غذایي په برخه کې د یوې ځوانې متخصصې په توګه د خورا ستاینې او درنښت وړ دي او زموږ د نورو لیکوالو آثارو په څیر، اغیزمن، لارښوونکي ، ګتور او ارزښتمن اثار دي، چې په څو واره لوستلو ارزي.

زه اغلې آریانا ارسلا ته د دې ګټورو اثارو د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم او د دې دلانورو زیاتو بریاوو او هستونو په هیله یم .

زما وړاندیز دا دی که دا آثار زموږ د هیواد په رسمي ژبو پښتو او دري وژباړل شي زموږ ګران هیواد وال به هم ترینه اغیزمنه ګټه پورته کړي.

په مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود