زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د واشنګټن ساتونکو په اوړو کې لا هم شګه ده!


لیکنه: قاضي نجيب الله حامع
دوحی ته د ډاکتر غنی سفر دا هیلۍ را ژوندۍ کړې چې ښایې بین الافغانی مذاکرات له روان بندون او درېدو څخه بهر شي او افغان ولس ډېر ژر د جګړې د درېدو او د سولې د بریاه نوی خبرې واورې.
مګر موږ ولیدل چې د افغان ولس د هیلو خلاف ډاکتر غنی له قطره په تبلیغاتی جګړه لاس پورې کړل، د فرمایشی او سلیقوی لویی جرګې پریکړې یې یوځل بیا د خپلو سرو کرښو په توګه مطرحه کړلې او په خیالی ( جمهوریت ) شرایطو یې ټینګار وکړل.
کابل ته له راګرزېدو سره د ډاکتر غنی خبرې د نوموړې د حکومت په شعار بدل شوی، پرون یې د مذاکراتی پلاوی مشر او نن یې دویم مرستیال دانش طالبان وننګول چې ګواکې دوی پر قران او سنتو د امریکا سره کړې هوکړ‌ ته زیات ارجحیت او لومړیتوب ورکوی.
نن د طالبانو له رسمي ادرس څخه چې د ( ورځې خبره ) تر عنوان لاندې خپره شوې شننه کې چې د طالبانو رسمي دریځ څرګندوي راغلي: مقابل طرف د طرزالعمل په جوړولو کې خنډونه ایجادوي، واحد دریځ نه لري، کله یو شی بهانه کړي او کله بیا د بل شي په پلمه د طرزالعمل په تیارولو کې ځنډ رامنځته کوي او د بین الافغاني خبرو فرصت له منځه وړي، وړاندې طالبانو اندېښنه ښودلې چې ښایي د مقابل لوري مذاکراتي ټيم غواړي د (جګړه خوښو کړیو ) له لوري د ورکړل شوي پلان له مخې مذاکرات وځنډوي او په دې توګه د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ترلاسه کړي، چې ددوی په خبره، اهدافو ته به ونه رسېږي او د ولس له کرکې سره به مخ شي.
د طالبانو دا دریځ او تردې وړاندې د طالبانو سره د شویو هوکړو پر خلاف حنفی فقهی ته د اختلاف په صورت کې د رجوع کولو خبرې رایستل د حکومت له لورې او بیا د ولسمشر د مرستیال او د حکومت د ویاندویانو له خوا پدې اړوند د تحریف او پروپاګنډاه په کچه بحثونو ته هواه ورکول د دې ښوودنه کړې چې د ارګ میشتو واشنګټن ساتونکو او جمهوریت پالونکو په اوړو کې شګه، فساد او دسیسه ده.

طالبان او د دوحی په هوکړه د ټینګار دلایل: 
هغوی چې د طالبانو او امریکا مذاکرات یې له نږدې څارلی وی او یا یې لږ تر لږه د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې د سولې هوکړه یې یوځل هم مطالعه کړې وی، نو ورته څرګنده شوی به وی چې دا هوکړه تر یوه تړون ډېر بحثونه رانغاړې، د امریکا د نظامي شتون د پایته رسولو سربېره پکې په افغانستان کې د هر ډول سیاسي جوړجاړې بنسټیز مسایل یې حل کړې.
د بېلګې په توګه یو له دغو بنسټیزو او مهمو بحثونو څخه د سولې وروسته افغانستان د نظام او حکومتواله ډول او بڼه ده چې امریکایانو په واضح توګه هغه د غربی مفاهیمو پر خلاف د اسلامي حکومت په نوم منې او ورسره د همکارۍ او سیاسي ملاتړ ژمنه کوی.
طالبانو د دوحی په هوکړه کې یوازی د امریکا په تایید هم بسنه ونه کړه، بلکي همدغه هوکړه یې د امریکا په لاس د ملګروملتونو امنیت شوراه ته یوړه او هلته یې د ټولي نړۍ ملاتړ د خپلي هوکړې او په هوکړه کې د ذکر شویو ټکیو اړوند ترلاسه او خپلي هوکړې ته یې د یوه معتبر، نړېوال سیاسی، حقوقي او د امنیت شوراه اجرایویی ملاتړ لرونکې سند حیثیت ورخپل کړل.
د روسیې د ټاس آژانس د یوې شننې له مخې چې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې اجرایوی سند سیاسي ارزښت او حقوقي الزامیت یې د ۱۷ نړېوالو معتبرو سندونو په لړلیک کې خوندې بللي او له دې هوکړې څخه یې د نړېوالو کښالو د حل د یوې الګو سند په توګه یادونه کړې.
د سند دغه هراړخیزوالی، نړېوال مشروعیت او ارزښت عملي پایله اوظاهر بالنص دلالت داشو چې په افغانستان کې د سیاسي نظام بڼه او ډول باید د یوه نړېوال ملاتړ او غوښتنې پر بنسټ ژر تر ژره د افغانانو په غوښتنه او د نړۍ په ملاتړ چې نوم به یې د افغانستان اسلامی حکومت وی تغیر باید وکړې، اساسي قانون باید ملغاه یا پراخ او قانع کوونکي بدلونونه پکې راوستل شي، د قدرت د لیږد زمینه باید برابره او ژر تر ژره لنډمهال یا سرپرست حکومت رامنځته تر څو یو ډول عادلانه او رڼو ټاکنو ته زمېنه برابره شي.
واکمنې کړۍ، ارګ هم داخبره درک کړې او داچې تکیه یې هم د خدای او ولس پرځای په امریکاه ده نو پوهیږی چې امریکا د دوی په سر معامله کړې او طالبان هم لکه دوی داسي مذبذبه نه دې چې له خپلو سروکرښو او دریځونو تیر شي، بناه د دغه درک او واقعیت پر بنسټ داچې خپله راتلونکي په ولس او وطن کې نه ګورې، نو د خپل وروستي چانس په توګه هڅه کوی چې لومړی سوله ماته او ناکامه کړې، که داسي هم نه کیږی د سولې د تخریب او سبوتاژ له لارې د څه وخت لپاره په واک کې پاتی شي، ثروت ټول کړې او خپل غربی بانکونو او اکاونټونو ته څه زردارې او مردارې ولیږدوی.

ارګبګیان، او له دین څخه د ناوړې ګټي کرغېړنه هڅه:
اوس که طالبان وتوانیږی چې دا ممکن هم ده چې د دوحی د سولې هوکړه د بین الافغاني مذکراتو بنسټ وګرزوی، نو دا پدې مانا ده چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو برخلیک فیصله کړل او مخکې لدې څخه چې مذاکرت پیل شي په قطعې توګه یې هر څه د مذاکراتو په میکانیزم کې وګټل، هغه چاره چې د جمهوریت او غربی ډیموکراسۍ جنازه به د دغه اصل له بنسټ ګرځولو سره په دوحه کې خاورو ته وسپارې.
نو په داسي یوه وضعیت کې چې نه ارګ واکو ته ولس ورپاتی ده، نه نظامي ځواک لری، نه سیاسي ملاتړ لری، ملي شتمنۍ او د ولس ملې امیانۍ یې هم یا امریکا، انګلستان او لبنان ته لیږدولی وی او یا یې په جعلی ټاکنو، د نظام دننه سیالانو په ټکولو او بی ځایه لګښتونو کې مصرف کړې وی نو د داسي واکمنو زوال حتمی ده، بقاه یې محال ده او برخلیک یې حتمي مرګ ده.
داسي خلګ او د زوال د ورځو غټان او رهبران بیا په سد کې نه وی، کله وایی ټول وطن مي ورغاوو، کله له بدخشان او لغمانه هند ته برېښناه لیږدوی او کله نا کله بیا قران او سنتو ته د مراجعی چلینجونه، استنادونه او بکتۍ غږوی.

حال داچې د دوی شخصي ژوند به د همدغه قران او سنت سره په ټکر کې وی، څېره او بڼه به یې د دیندارۍ او د قران او سنتو استازیتوب نه کوی، کردار، کړن دود او تګ تګه خو به یې بیخې د قران او سنتو سره اړخ ونه لګوی.

د بېلګي په توګه په کوم قران او سنتو کې د امریکایی ټانګونو، بمونو، اورونو او بارودو تر وحشتکارې او بربریت لاندې حکومتواله توجیی لری، په کوم نص کې راغلی چې تاسې خپل ولس د نیویارک او واشنګټن د ساتنې په موخه د مرګ، درد او زیندان خولې ته ورکړې، د رسوالله ( صلی الله علیه وسلم ) کوم کردار او سنتو کې مو لیدلی چې د کفارو له لورې د وحشتونو هرکلی یې لکه د بمونو د مور بم کړې وی او یا نعوذبالله له کفارو سره یې د خپل ملت او امت د وژلو، ربړولو او زیندان ته اچولو قرارداد ( لعنتي امنیتي تړون ) کړې وی، په کوم قران او سنتو کې د غربی جمهوریت، ډیموکراسۍ او بدلمنۍ د غوره کولو او مسلمان ته د هغه د سره کرښه بللو ویل شوی وی، تیر ۲۰ کلن امریکایی یرغل، وحشتکارې، ظلمونه، فسادونه، بدنامۍ، ناخوښۍ، شپنۍ چاپی، د افغانانو د ملي، اسلامي او افغاني حرمتونه ماتول، کورګډۍ او بی کورۍ د کوم ارزښت، قران او سنت په رڼاه او ورته مراجعه کې وو او یا توجیی کېدای شې.

پر همدې بنسټ موږ پدې باور یو چې ستاسو بدنامۍ او همداوس د اسلامي نظام څخه انکار او پر غربی ماډلونو جمهوریت او ډیموکراسۍ ټینګار د دې ښوودنه او پدې بسنه کوی چې تاسو د قران او سنتو له لارې په خواشینۍ سره چې لرې او حتا ورسره په شدید ټکر کې روان یاست.

پداسې یوه وضعیت، کرکټر او دریځ کې چې طالبان هڅه کوی اشغال پایته ورسوی، افغانان د یوه ټول منلي سوچه اسلامي نظام او حکومت په یوه محور او ټغر راټول کړې، بهرنۍ او د نړۍ دسیسې شنډې، ناکامې او رسواه کړې، د واشنګټن ساتنې، بلواکۍ او تپلواکۍ له درېځه د داسي تحریفی او تخریبی بحثونو مطرح کول او وړاندې کول له سولې او افغانستان سره د دښمني څخه پرته بل څه ماناه او کېدای شي.
درنښت