کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

پوځي يونيفورم کې د تېلو غله

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش اداره یا سیگار په خپل تازه راپور کې ويلي چې د افغان ځواکونو تیل ‘غلا’ کیږي. د سیگار په رپوټ کې ويل شوي چې لږ تر لږه د ١٥۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت تیل د امریکا د متحده ایالاتو او افغان امنیتي ځواکونو نه غلا شوي دي. په داسې حال کې چې د پنټاګون د اټکل له مخې افغان امنیتي ځواکونه په کال کې شاوخوا ۴،۹ میلیون لیتر تیلو ته اړتیا لري؛ د سیگار موندنې ښیي چې د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۰۸ میلادي نه تر ۲۰۱۶ پورې شاوخوا ۱۰،۶ میلیون لیتره تیل د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره برابر کړي دي چې مجموعي ارزښت یې څه دپاسه ۱۳ میلیارد ډالر کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم  سیګار راپور ورکړی و چې د افغانستان د پوځي څانګې د وژل شویو منسوبینو له کونډو نه د هغوی د مېړونو د تقاعدي تادیو د ورکولو په بدل کې جنسي غوښتنې شوي دي. مخکې سيگار ويلي و چې  د ملي اردو اړوندو ادارو کې د شهیدانو له ښځو غوښتنې شوي چې تر هغه یي د خاوند د شهادت امتیازات نه ورکول کیږي تر څو د دوي جنسي خواهشات پوره نه کړي. بل لور ته څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ويلي و چې طالبانو له روسيې پيسې غوښتي او په دې پیسو له افغان امنیتي ځواکونو نه وسلې پېري. حکومت پر طالبانو د وسلو د پلورلو خبر رد کړی و.

که څه هم د امنيتي ځواکونو له کونډو څخه د جنسي غوښتنو اړوند د سیگار راپور افغان حکومت په کله رد کړی و او ممکن د افغان امنيتي ځواکونو له موټرو څخه د تېلو د غلا خبر هم رد کړي؛ خو په ټوله کې دا ډیر د افسوس او شرم ځای دی چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې داسې وجدان پلورونکي او د ناموس قاتالان شتون ولري چې د خپل د سنګر ملګري ناموس او عزت ته یې سترګې پټې کړي وي او يا هغه تېل چې د خلکو د ساتنې په موخه د دوی امنيتي موټرونو ته ورکول کيږي؛ دوی غلا او په بازار کې وپلوري. د مسلمان او افغان ملت لپاره دا ډیر د افسوس خبره ده چې له یوې خوا د مسلمانۍ دعوه کوو، د جهاد نارې وهو او ځانونه د جنت ټیکه داران بولو، خو له بلې خوا بیا د امنیتي ځواکونو په مقدسو لیکو او سپیڅلي یونیفورم اغوستلو سره سره بيا هم خپل وجدان او ضمير پلورو او د خپل موټر تېل په دښمن خرڅوو.

که څه هم امکان لري چې د افغان ځواکونو د مورال ښکته کولو او يا په ټولنه کې د افغان امنيتي ځواکونو د نوم د بدولو لپاره ځينې بنسټونه او هېوادونه ورته څرګندونې وکړي چې ګويا دوی خپلې وسلې پر دښمن پلوري يا د امنيتي ځواکونو له کونډو جنسي غوښتنې کيږي او يا دوی له دښمن سره لاس لري، خو په ټوله کې دا د ټول ملت او د ټول افغان حکومت لپاره د شرم وړ خبره ده چې د امنيتي ځواکونو په اړوند داسې خبرونه خپريږي چې هم دين او هم يې فرهنګ مخالفت کوي. حکومت يې بايد جدي پلټنه وکړي او د امنيتي ځواکونو په سپيڅلو لمنو دې د ننګ دغه داغ پيدا  کوونکي خدای شرمولي خلک د عدالت ميدان ته راکش کړي.

که څه هم سیگار اوس په تازه کې د افغان امنيتي ځواکونو د تېلو د غلا په اړوند راپور خپور کړ خو له وړاندې داسې اوازې موجودې وي چې د امنيتي ځواکونو په لیکو کې ځينې پلورل شوي او دښمن ته وفادار خلک شته چې د امنيتي ځواکونو له موټرو تېل راوباسي او بيا يې په دښمن او يا په بازارا کې پلوري. هغه څه چې په دې مورد مونږ د خلکو له خولو اورديدلي وايې چې ځیني افسران او منصبدران د شپې لخوا د موټرو ټانکيو ته پيپونه ښکته کوي، تېل يې راباسي او بيا يې په کوچنيو بوتلونو کې له پوځي مرکزه راوباسي. دوی د تېلو د غلا لپاره آن د پيپسي کوچني بوتلونه په بډو وهي، د خپلو شخصي موټرو په سويچ بورډونو او آن د شخصي موټرو په هغه ځای کې چې بريک او ایکسليټر شتون لري؛ له شترينګ لاندې بوتلونه ږدي او بيا يې په دې طريقه له پوځي مرکزه راوباسي او د باندې يې په خلکو پلوري.

حکومت بايد ياده قضيه جدي ونيسي، د امنيتي ځواکونو ليک چاڼ کړي، هغوی چې شخصي موټرې لري بايد په دقيق ډول تلاشي شي او بيا هغوی چې د تيلو او د امنيتي ځواکونو په نورو اړتيا وړ موادو لکه شيدو، ملايې، غوښې او نورو غلاوو کې لاس لري، اشد مجازات کړي څو نورو لپاره د عبرت درس وګرځي.

لیکه : خوشحال آصفي