دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

«
»

تاریخي میړونه او ستر غیرتونه

ګران هیوادوال اوډیری لوستونکي به دلوی پکتیا دسترخان اوزړه ورهیوادپال مشرغازي ببرک خان ځدراڼ له ویاړلي نوم سره اشنا وي هغه ستر مبارزشخصیت چې داماني نهضت د دفاع په لاره کې ېې خپله درنه ک کره ځار کړه اودشهادت دویاړپه ګټلوسره زموږ دهیواد دمعاصرتاریخ دستروجاهت اوبي ساري شهامت یوځلانده ستوری ګڼل کیږي هغه له غروره اوپښتني برمه ډکه سټه یادوم چې اعلیحظرت غازي امان ا لله خان داعزازي جنرال لقب هم ورکړی واودغه باتورپښتون دهغه ډیرخواخوږی اورښتیني ملګری و.

په زړه پوري داده چې دغه افغان زمری تل پښي لوڅی اویبلي پښی دامان الله خان دربار ته ورته اوځینوبه پښي لوڅه جنرال هم باله.

یوه ورځ غازي امان الله خان په ډیردرنښت تري وپوښتل چې خان صاحب! ته دلوی پکتیا پیژندل شوی مشرېې ستاسود شان سره نه ښاېې چې لوڅي پښي وګرځې اوستاسواستدلال اوهدف څه دی؟

ببرک خان ځدراڼ په ځواب کې ورته وویل:

زه دقوم مشر یم اوپرخپل ولس ویاړم خوترهغوچې دخپل غیرتي قوم خلک مې پښي لوڅي ګرځي اوپخپلو پښوکې څپلۍ نه لري زه دهغودمشرپه توګه ځان ته حق نه ورکوم چې په خپلوپښوکې څپلۍ اویا بوټان ولرم اوځان تري لوړوبولم.دویم دلیل مې دادی چې زه په یوه غرنۍ اوځیږه سیمه کې استوګن یم کله ناکله سیمه ییزي ستونزمنې پیښې رامنځته کیږي زه باید په خوراچټکی سره ځان ورسوم کیړۍ اوڅپلۍ پلمه نه کړم کلکي اوځیږې پښې مې باید دځدراڼو ځیږوپرښواواغزنوغرنیوډاګونوکې دتګ راتګ وړتیا ولري لکه چې زموږټول غرني خلک داوړتیا لري.

اعلیحظرت امان الله خان دهغه پخواوله غیرته ډکودلایلو ته هک پک پاتې شواولوی خان ته ېې لاعقیدت اودرنښت زیات شو.

دببرک خان ځدراڼ کورنۍ دال یحیادمزدوري واکمنې په دوران کې یووخت پاکستان ته کډه شول دغې هیوادپالې غیرتي کورنۍ تل تاریخي افتخارات ګټلي اودخپل ګران هیواد دبرم اوعظمت ساتلولپاره ېې دخپلوسرونوله قربانی اوسرښندنې څخه هیڅکله هم ډډه نه ده کړي چې دتاریخي شهامت اوباتوری یوه بله بیلګه ېې هم دیادونې وړبولم اوهغه داده چې دغازي ببرک خان ورورسیداکبرخان ځدراڼ په پاکستان کې په لویه رسمي غونډه کې ګډون درلود غونډې ته دپاکستان دوخت صدراعظم لیاقت علي خان وینا اوروله اوپخپلو خبروکې ېې دافغانستان پرضد سپکې سپوري اوپوچي خبري کولې سیداکبرخان په پوره زړه وری لیاقت علي خان ته په زغرده وویل چې زما دسرلوړې اودرنه هیواد پرضد سپکې سپوري مه وایه زه که دلته استوګن یم میړانه،غیرت اوپښتني ن نګ مې له هیواد سره دی اوهیچا ته اجازه نه ورکوم چې دافغان ولس په وړاندې پوچې اوسپکې خبرې تری واورم.

دپاکستان صدراعظم دسیداکبرخان ګوت څنډنې ته دتوت ارزښت هم ورنه کړاولاېې دافغانستان پرضد ټروپرواوسپکوسپوروته زور ورکړدغیرتي پښتون سیداکبرخان ځدراڼ وینه لکه دهسکوغرونوزمری په جوش راغله اوپخپله تمانچه ېې دلیاقت علي خان نا لایقه ک کرۍ سوری ،سوری کړه اودوینا له دریځه ښکته راورغړیده اوپه وینولژند جسدکې ېې دسپکو سپوروژبه په تالوونښته اودغونډې په منځ کې ووژل شو.

سیداکبرخان دخپل برخلیک څخه خبروخودوطن غیرت اومیړانې په وړاندې ېې خپله سرښندنه ویاړګاڼه اوپه هماغه شیبه کې د صدراعظم دساتونکو له خواپه پوره قساوت شهید کړای شو.

اتل شهید سیداکبرخان نوم دافغانستان په تاریخ کې باید په طلاېې کرښو ولیکل شي.

پاکستاني نظامیګرانودسیداکبربل ورور په شمالي وزیرستان کې ونیوه خلک واېې چې مومند نومیده هغه پخپل کورکې فیلمرغان ساتلي وو د دستګیری په وخت کې ېې پاکستاني عسکروته وویل چې زما هرفیلمرغ یاخړتمی دپاکستان له صدراعظمه کم نه دی که تاوان ورورسیږي دروندغچ به ېې له تاسو واخلم.

په کابل کې  باغ بالا ته نیږدي یوه سیمه دببرک چمن په نوم نومول شوي وه اوپه دغه چمن په چم ګاونډ کې دغازي ببرک خان دکورنۍ دغړوکورونه هم اباد وواود ده دوه زامن شیرمحدځدراڼ اوعبدالله ځدراڼ هم په کې استوګن وو زه ډیر کلونه پخوا دخپل کا کا سره دشیرمحمدځدراڼ کورته تللی اود دواړو وروڼودلیدلو ویاړمې درلود.یوه ورځ عبدالله خان ځدراڼ دځینوشریرواومضروانسانانوپه اړه یوه په زړه پوري کلیوالي کیسه وکړه وېې ویل داډول کسان دابلیس اوشیطان په څیرورانوونکی اومنفي رول لوبولی شي هغه کیسه داسې پیل کړه.

په یوه کلیواله لیري غرنی سیمه کې دغره په ډډه کې دیوي کوچۍ کورنۍ توره کیږدۍ ولاړه وه په کیږدۍ کې  کوچۍ مور له خپلو اولادونوسره اوسیدله اومیړه ېې دخپلو تربرونوپه شخړه کې وژل شوی و اودي په پوره میړانه اوستره خواخوږی  ېې خپل اولادونه روزل کوچۍ ترور یوکنډک میږې اووزي درلودي اومشرزوی به ېې په شنوسردروکې له څړوروسته دخپلې خیمې اړوند شپول کې خپله کوچنی رمه دشپي په مهال ځای پر ځای کوله اوکوچیانی ژوند خوشاله اوسوکاله پرې تیریده.دهرسهارپه

خړه کې به کوچۍ ترورپاڅیدله اوپه یوه غټ دیګي کې به ېې وزې اومیږې لویشلي په خیمه کې دکوچو،پیروو،کورتو،تروو،شیدواوغوړوکمی نه وو. دوه شیطانان لادمخه د دوی دسوکاله ژونداوخوشاله چاپیریال دورانولوپه تابیا کې وواوله لیری ېې وپتییله چې دکوچۍ بوډی زیاراوخواري له خاوروسره خاورې کړي یوه شیطان هغه بل ابلیس ته وویل چې زه کولای شم دیوه ویښته په کشولوسره کوچۍ له ناورین سره مخامخ کړم.اودخپل شیطاني پلان په پلي کولو ېې لاس پوري کړ

. سهار وختي کوچۍ ترور چې لوی دیګی ېې په څنګ کې نیولی دوزو،میږودلویشلو په موخه شپول ته وردن نه شوه په زیاته خوارې ېې ګرده میږې وزې ولویشلي اودیوي اخیري وزې په لویشلو چې دیګی کابوډک وبوخته شوه شیطان چې دمخه په کمین کې ناست اودورانی په تکل کې و دسترګو په رپ کې داخیري وزې خواته ورغی اووزه یی دلکۍ له یوه ویښته څخه ناببره کش کړه وزی پورته ترپ وهلې اودواړه پښې ېې په دیګي کې بندې اوبیا ېې ټوپ کړدشیدو ډک دیګی پړمخې راپریووت اوټولي شیدې دځمکې پرمخ توی اوله خاورو سره خاورې شوې کوچۍ دغه ناورین ته غمجنه کړیکه اوچیغه وایسته خو شیطانان دخپل بریالي پلان لپاره په خوښی اوګډا وو.

نوموړي کیسه هم وروستنیوټول ټاکنو ته ورته ده چې په دې لوبه کې دشیدود دیګي پرځای دښاغلي درنه متفکرمحمد اشرف غني په مشری دهغه دګټلوباور رایوډک صندوقونه دشیطان په لاس اونغوته دړې وړې او خواره واره شول چې دلوبې ګټونکي ابلیسي اکټوران دخوښیو په ډانسونوبوخت اوله بده مرغه داناورین یواځې زموږ دمتفکرغني ناورین نه دی بلکې افغان کړیدلی ملت اوجګړهځپلي ولسونه خپلوورکړشویوباور رایوته خپل تندي اوسرونه وهي خو په ستونزو بری امیرخاني اواحمدخاني زړه ورتکلونه اواوسپنیز هوډونه غواړي اوله بده مرغه استادانه لیکچرونه داملي سترې ربړې اوافغاني غمیزه نه شي حل کولی.

دببرسرواوزوریدلوافغانانو په لیکو کې دی دببرک خا ن ځدراڼ آ وسیداکبرخان ځدراڼاودهیواد دنورونومیالیواوملي سترو شخصیتونودتاریخي ویاړلوخاطروډیوې تل روښانه اووړانګنې وي.

زموږدهیواد دملي یووالي اوسوکالۍ دتورمخوشیطانانواوټګمارودوښمنانو دنابودی په هیله.

زه دسپین غــــــر اودتـــور غـــربچـــــی یم

دسلیمان دغــــرونوهـــم دخیبــربچــــی یم

تندرته سر نیسمـــه، ویره هیڅ نه پیــــژنم

یم ببرســـــــــــرلیونی، دلـــروبربچــــی یم

ریږدي په غره زمري هغه شـیرخان یمه زه

بل څوک نه یمه زه ،دهغه نربچـــــــــی یم

اکبـــــــري ډاډورکوه متفکـــرغنـــــي ته

یم دننګــــونووارث، دسترټبربچی یــم

بسم الله اکبري هالنډ

۳۱۰۱۲۰۲۰۱۴