پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

«
»

واوره

د ژمی زړه و، د سړې هوا لمنه هرې خوا ته خوره وره وه. د ماښام تته تیره د غرونه په څوکو خپره شوه. کابو دا لس دولس ورځې چا د لمر سترګه نه وه لیدلې. ډیری وخت به وریځې له شماله جنوب ته کوچیدې او دلته یوه باور هم د خلکو په ذهنونو حکومت کوه یعني کله چې وریځې له شماله جنوب ته لاړې شې؛ بیا نو د آسمان زرینه سترګه طبعیت ته ګوري. خو هغه د عام باور په خلاف، دا ځل جنوب ته تللو وریځو لمر رانوست. سپوږمۍ هم دا  ډیره موده چا نه وه لیدلې، ښایي خوښه به وه چې د کوچو په شان بشره یې څوک و نه ویني.

هوا دومره سړه وه چې په دا څو ورځو کې مو د غرنیو ژوو غږونه په غوږونو کې نه وو زمزمه شوي. واوره د آسمان له بخملي مخه داسي تیزه تیزه تویده (وریده) تا به ویل چې کوم څوک راسره واوره جنګي کوي. د ونو په ښاخونو او څانګو کې خوبولې واورې د ونو او څانګو طبعیت نور هم ښکلی او رنګین کړی و. شا او خوا په یوه ساعت کې یې د ځمکې تور مخ لکه د سپین کاغذ سپین رخسار تک سپین کړ تا به ویل د شیدو او یا هم د وریښمینې پومبې باران پرې شوی دی.  

د کوټې تیر مو د تیر ژمی زلزلو او درنې واورو را مات کړی و؛ خو سږکال مې د بدلون په پار یو زوړ ګاډر ورته اخیستی و تر څو د لویدو مخه یې ورته ډبه کړي. که څه هم بامونه مې آخیړ کړي ول؛ خو بیا به هم په درنه ورښته کې ځای ځای څڅیدل.

لرګي مو هم نلرل، په تیر معاش کې مې تقریبا په نیمایی معاش پنځویش منه لرګي واخیستل. لږې پیسې مې له ځان سره وساتلې. پوره دا دوه میاشتې یې معاش نه و راکړی. یوه میاشت خو یې په دې معاش رانکړ، ویل یې: بودیجه پارلمان نه ده پاس کړي او په دا بله خو کرۍ میاشت د مستوفیت سیستم خراب وه. په اصل کې خو مې داسې تنخا (تنخواه) هم نه لره چې زما د امیدونه جونګړه پرې جوړه وای؛ ځکه زه په پوهنتون کې (صفا کار) (ملازم) وم؛ که څه هم د کار زیار او خاورو دوړو ته به لس هاوو زره معاش هم کم و، نو څه مې کړي وای، د غریب خو هسې هم د بخت کښتۍ د بی وزلۍ سیلاب ځوانیمرګه کړي وي. خاورې به مې به لس هاوو زره معاش درلود.. پنځ زره معاش  به مې کوم ځای ته کړی وای. خو شکر چې ګلالي ماشومان مې لرل، خدای ته حاضر په هغوي مې لږ تسل کیده.

ټول ټال مې د جیب په کنج کې څلور سوه افغانۍ لرلې؛ خو په ذهن کې مې له پنځوسوو زیاتو اندیښنو پاخه اړولي و. هماغه شپه مو له کچالو سره و خوړه، که څه هم دواړه هلکان
(ضمیر او همت) ویده و؛ خو لور مې «سلګۍ»  ویښه و. هغې په ناهیلي غږ راته وویل:

ــ بابا!  دا ډیر وخت مو غوښه نه ده خوړلې.

سهار لا ملا بانګ نه و کړي چې میرمن مې په تریدلی غږ وویل:

ــ سړیه ته پورته شه چې په نس مې داسې وران درد دی.

ــ ولې؟ پیچ میچ خو به نه یې ‏؟

ــ نه نه هغسې (هغه شان) درد نه دی.

برق هم تللی و، د مبایل ساعت مې وکت چې څلور نیمې بجې وې.

په بیړه او ویره مې یوه ملګری ته زنګ وکړ، ځکه د هغه اوښی موټر لره، ما ویل ګوندې هغه یې خبره و ماني او موټر راولي.

زنګ مې ورته ووهه. په دوو دروو زنګو خو یې ټیلفون پورته نکړ. فکر کوم په درانه خوب ویده و. له متواترو زنګونو وروسته یې ځواب راکړ. ما ورته د ورپیښ تکلیف شرح حال بیان کړ؛ خو هغه په ساړه مزاج وویل چې: اوښی یې په کابل کې دی. نور مې د امید د مرغۍ زړه و چوید.

وړاندې په میرخیلو کې یو معلم صیب موټر درلود؛ له بدقسمتۍ ما یې شمیره نه لرله. له یوې خوا خو امنیت د ډاډ وړ نه و(خراب و) او له بلې خوا خو ماته کومه لاره او چاره نه وه راپاتې. زړه مې سخت  کړ او له کوره ووتم. په لاره هاخوا دیخوا راته سپین سپین څلی مخ ته دردل. دا چې زما پیښه (اندیښنه) ژوره وه نو ویره یې رانه له یاده وباسته. د لس دقیقو واټن مې د واورې په سپین زړه کې  په پنځیشتو دقیقو کې ووهه.

کور یې اباد!

الله دې نوره هم ورکړي.

دغه چې د ناروغ حالت او مظلومتیا مې ورته  وویله، په بیړه را سره راووت. که څه هم موټر په یوه او دوه ځله سلف چالان نشو؛ خو په دریم ځل چې یې ګرم کن زیات ونیو چالان شو. زمونږه کور  خواته راغلو. همدا چې کور ته ننوتم، میرمن ته مې پام شو، چې د درد له شدته تکه توره اوښتې وه، په سترګو مې اور بل شو. کله به یې د کوټې یوه بازو ته منډه کړله او کله بل بازو ته، کله خو به یې سمه په ملا لکه وله چنګه کړه بیا به ورو کیناسته. فکر کوم هغې به د کوم امید لپاره دا دردونه زغمل. هغه امید چې صبا به بیا د دې درناوي او لاس نویی کوي …

زمونږ د بدنصبۍ، هغه واوره پاکوونکی یا برف پاکونه یې هم سوزیدلي و، په ګرده لاره ورته لاره داسې ښکاریده لکه د پلاستیک تر شا چې سپین سړک ته ګورې. ځینی ځای کې به یې په خورا سختۍ موټر ودروه او زه به ژر کوز شوم او د مخې ښیښه به مې تیزه پاکه کړه.

څه به مو سر خوږوم ښار ته ننوتو. په ښار کې یو یو موټر تر سترګو کیده لکه په یخنۍ کې چې وږې میږیان په خړو دیوالو تندیک تندیک روان وي. ډيرو یې چینونه تړلي و او ځینو یې ښایی زمونږ په شان یا چینونه نه لرل او یا خو یې حتمی ډیره بیړه وه. زمونږ موټر روغتون ته نه شو ننوته ځکه واوره دومره وه چې د موټر تر وسه پورته وه.

میرمن مې له اوږو ونیوه او د زیږنتون تر وره مې زانګې و انګې ورسوله. نور مې د خدای په توکل او هغه د قارجنو نرسانو او ډاکترانو لاس ته پریښوده. په اصل کې خو د دوي مسلک داسې حکم کوه چې دوي باید تر هر بل چا ناروغ ته نږدې او خوا خوږي اوسي؛ خو فکر کوم چې دوي نه دغه اخلاق او ارزښتونه معاصر تمدن برمته کړی ول. هيڅ د انسانیت او تهذیب کومه نښه پکې نه لیدل کیده.

تیلفون مې میرمن درلود چې کله به یې زنګ را وکړ؛ بس د نرسانو او ډاکټرانو ستیغې سپورې او سپيتانه به مې ددې د خبرو مخکې تر غوږو شوه. میرمن به مې په تیلفون کې پرلپسې د ډاکټرانو د ناسمې رویې شکایت کاوه. ویل یې: دننه فقط ګازي بخارۍ دي چې په خپله ډاکترانو ته ایښی دې، بس!

د زیږنې په خونه کې کابو په لس هاوو میرمنې ښکته پورته تلې راتلې، ځینو به له درده کلکه چیغه کړه تا به ویل تندر پرې راپریوته. خوارې به کله کینستې، کله به پاڅیدې، بس دا کړاو یې د تریخ فطرت کیفیت و. یوه جمله به ورته ډاکټرانو او نرسانو ډيره ویله چې زور ووهه!

یوه بیوزله خو مې په خپلو ګنهګارو سترګو ولیده چې له ډيره زوره یې ماشوم پیدا نشو او ډاکټرانو ویل چې عضلې یې ټولې له ډیرې ویرې ګنډلې غوندې شوې دي. غریبه یې په ساعت کې عملیات کړه زما تر خلاصیده خو هغه په کوما کې وه؛ خو چې کله مونږ راوتو، امبولانس شور ماشور جوړ کړ او نورو ښځو ویل چې هغه خوارکۍ مړه شوه.

داسې میرمنی مې لیدې چې د موجوده حالت په لیدو به یې نور هم درد سخت شو او ویاګې پیاګې به یې ختلی وي. د دوي ولادت که به اسان هم و؛ نو د رواني اړخه به دوي داسې وتریدلې او ویره به یې درد او تکلیف دوه برابره کړ.

زما د شومه ساعته لور پیدا شوه. څلور سوه روپۍ مې د ولادت لپاره لازم توکي: سیروم او پیچکاري راوړل. میرمن ته مې ویل شوي و چې د ولادت نه درې ساعته پس باید کور ته لاړه شي.  

د ډاکټرې د نخسې پیسې مې نه لرلې، ما ویل زه بس په کلی کې به چاته زارۍ وکړم. اوس چې کله کورته تللو؛ نو د روغتون نه تر کوره دربست څلور سوه روپۍ پکار وي؛ خو ما سره په جیب کې ټولې سل نه جوړیدې. په روغتون کې مې یو ملګری صفا کار و، هغه ته ورغلم، او ورته مې د پیسو وویل. هغه ځواب راکړ. تمه مې زندۍ شوه.

د زیږنتون دروازې ته مخامخ زمونږ د پوهنتون یو استاذ ولاړ و. خدای ته حاضر د هغه په لیدو دومره خوښ شوم لکه حج اکبر ته چې روان یم. هغه ته مې په لنډو کیسه وکړه او له هغه مې څلور سوه پیسې وغوښتې. هغه په نرمه او متینه لهجه وویل چې په جیب کې مې پنځه سوه افغانۍ دي. دننه په زیږنتون کې مې میرمن بستر ده؛ خو که ساعت صبر کوی شی، بانک کې مې یو ملګری دی او د هغه یو مقدار پیسې قرضوم، تا ته به هم یو پنځه سوه درکړم. ما ویل نه! کور مو ودان.

له بله پلوه مې میرمن ته ډاکترانو ویلي و چې بس همدا اوس به ځي. له هغه مې رخصت واخیست او بیرون بازار ته ولاړم، ما ویل که کوم شناخته ووینم ترې پیسی به پور کړم.

له چا پور اخیستل راته په ژوند ډير دروند او ګران کار بریښیده. راته هغه متل رایاد شو چې وایي: نارینه میړه نه لري؛ خو پور یې میړه ده. زړه مې دهغه استاذ عذر غلط او ناسم تعبیر کړ. ما ویل هغه خو بالاخره استاذ دی او بیا د پوهنتون استاذ دی. دی چې پیسي نه لري نور به یې نو څوک لري، بس هسې یې تیر باستم.

د ښاروالۍ بیلدوزر د سړک د منځ او خواوو وارې پاکولې. تر څنګ یې تیریدم چې په جیب کې مې لړزه شوه؛ ما ویل که د بیلدوزر برق ونیوم. خو کیسه داسې نه وه، ټیلفون ته مې زنګ راغلی و. چې راومې ویسته میرمن مې وه. د زړه ضربان مې زیات شو. په لاسونو مې زلزله راغله. سترګې مې جال جال کیدې. حیران وم که تیلفون اوکې کړم نو څه ځواب به ورته ووایم، په همدې وخت کې مې ناببره د سترګو په نظر پردې راښکته شوې.  

 

لیکوال: خلیل الله توحیدیار ساپی