آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

دلته پوهنتون هلته هيرا منډوي؛ چا ته شهيد چا ته هلاک ووايو؟

تيرې دوشنبې ورځ په کابل کې خونړی موټر بم بريد وشو چې په پايله کې يې ۳۵ تنه افغانان شهيدان شول. د بريد ټول قربانيان ملکي وګړي دي. پيښه په داسې مهال رامنځته شوه چې د بريد په سيمه کې بیروبار زیات و، ماشومان او ځوانان ښوونځیو او پوهنتونونوته روان ول. د قربانيانو له جملې ۱۷ تنه يې د لوړو زده کړو درلودونکي کدرونه دي. په دوی کې دوو تنو ماسټري ترلاسه کړې، ۱۳ یې لیسانس او دوه نو ریې بکلوریا لرونکي و چي ددې برید ښکار شو او د کلونو خواري او زحمتونه او زده کړې يې لو لپه شول. وسله والو طالبانو د بريد مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې د ملي امنیت د ریاست ۳۷ غړي یې وژلي دي.

په ورته مهال بيا د پاکستان په لاهور ښار کې هم د موټرسايکل په ذريعه خونړۍ چاودنه شوې وه چې د پوليسو په ګډون په ۲۶ تنه ووژل شول. يعنې ويلای شو چې تيره دوشنبې ورځ د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره توره او خونړۍ وه. دلته هم د بريد قربانيان ملکيان و او هلته هم په برید کې د پوليسو تر څنګ عام خلک ووژل شول. خو د پاکستان رسنيو د هغوی د ملا امامانو او مذهبي مشرانو په شان د طالبانو تر څنګ دا ځل د طالبانو تر څنګ مسلمانان هم په دوه برخو وويشل.

پاکستاني رسنيو د کابل د تيرې ورځې په بريد کې شهيد شويو افغانانو ته (هلاک) خو په لاهور کې ترسره شوي بريد قربانيانو ته د شهيد کلمې کارولي دي. د پاکستان جنګ ورځپاڼې افغان تلفات هلاک خو پاکستاني تلفات شهيدان بللي دي. دغې مسالې يو ځل بيا ثابته کړه چې پاکستانيان په ځانګړي توګه د پاکستان ملا امامان او رسنۍ اسلام هم په دوه برخو ويشي. د پاکستان چارواکي لکه څنګه چې طالب ترهګر په دوه ډلو ويشي او هغوی چې په پاکستان بريدونه کوي (بد طالبان) خو هغوی چې په افغانستان کې بريدونه کوي (ښه طالبان) يادوي؛ همداسې يې مذهبي مشران او رسنۍ بيا د افغانستان مسلمانان او د پاکستان مسلمانان جلا بولي او د افغانانو تلفاتو ته هلاک خو خپلو هغو ته بيا شهيدان وايې.

راځئ دلته دا بحث روښانه کړو چې شهيد څوک دی او آيا پاکستانيان که وژل کيږي شهيدان خو افغانان که وژل کيږي؛ هلاک دي؟

د اسلام ستر عالمان وايې څوک چې د اسلام د ترویج او پراختیا، اسلامي احکامو او ارشاداتو د تفسیر او تبلیغ په لاره کې جدو جهد کوي، او پدې چار کې ووژل شي، شهید دی. خو هغه څوک چې د خپلو ناروا اهدافو د پوره کولو دپاره، د اسلام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي شهيد نه بلکې ګناهګار او آن د مشرک اطلاق پرې کيدلی شي. ځکه په اسلامي فقه کې راځي چې شرک په دوه ډوله دی. شرک اکبر او شرک اصغر. اکبر شرک هغه دی چې په ذات او صفاتو کې يو څوک، شی يا شخص له الله ج سره شريک وبلي. اکبر شرک په ترسره کولو سره يو انسان له اسلامه خارجيږي او کافر بلل کيږي. خو اصغر شرک بيا هغه دی چې د لوی شرک لپاره وسيله ګرځي. لکه ريا کول، له خدای ج پرته په بل شي يا شخص قسم خوړل او داسې نور.

دلته مو هدف د اصغر شرک څخه دی چې د ملا فضلو او مولانا سميع الحق په شان د آی ايس آی کرايې ملايان يې ترسره کوي او له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي. له اسلام څخه د پاکستان د ناوړه استفادې بيلګې د مفتي عبدالقوي په شان په ډيری پاکستاني مفتيانو او مذهبي عالمانو کې شتون لري. مولانا عبدالقوي چې پاکستاني ولس يې پر فتوا روژه او اختر جوړولو، د قنديل بلوچ لپاره په حقه روژه کې د خدای له ستر فرضي حکم (روژې) انکار کوي او د قنديل بلوچ لپاره په سګريټ روژه ماتوي. همدارنګه د مولانا فضلو او مولانا سميع الحق په شان ستر مذهبي مشران يې بيا يو ترهګره ډله (وسله وال طالبان) چې د بې ګناه خلکو وينې تويوي؛ خپل اولادونه بولي او همدارنګه بيا يې په دوه برخو (ښو او بدو) ويشي نو آيا رښتيا هم په پاکستان کې وژل شوي کسان شهيدان او افغانستان کې هلاک دي؟

همدارنګه د تيرې دوشنبې ورځې په بريد کې چې په کابل کې وشو، ډيری يې هغه افغانان ول چې لوړې زده کړې يې کړې وې، د اسلام له احکامو خبر ول، د ژوند تر وروستيو شيبو هم په زده کړو بوخت ول. خو هغوی چې د لاهور په بريد کې ووژل شول ډيری يې هغه پوليسان دي چې مشران يې اسلام د وسيلې په توګه کاروي.

نو تاسې قضاوت وکړئ هغه څوک شهيد دی چې اسلام يې د خپلو ګټو لپاره وسيله ګرځولې او که هغه څوک شهيد دی چې د اسلام او زده کړو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي؟ هغه څوک شهيد دی چې په ملک کې يې په فحاشۍ د دولت له لوري ټيکس اخيستل کيږي او رڼا د ورځې په کې فحايشه خانې خلاصې وي او که هغه څوک شهيد دی چې په ملک کې يې حتی د قران سوځونې په دروغين تش تور باندې يو څوک وژل کيږي؟ هغه څوک شهيد دی چې په ملک کې يې هلک له هلک او نجلۍ له نجلۍ سره واده کوي او که هغه څوک چې په ملک کې يې د پېغلو په لمونو لمونځونه کيږي؟

لیکنه : خوشحال آصفي