خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د پاکستان په نس کې درد دی

ټاکل شوې په راتلونکو څو اونیو کې د افغانستان، هندوستان او امریکا تر منځ درې اړخيزه غونډه د امریکا په نيويارک ښار کې ترسره شي. د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په نوي دهلي کې له هندوستان سره تر ستراتیژیکو خبرو اترو وروسته، یوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل چې هیواد به یې په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو د غونډي په څنډه کې د افغانستان، هندوستان او امریکا تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړه کړي. په دې غونډه کې د درې واړو هيوادونو تر منځ د نورو همکاريو تر څنګ د ترهګرۍ په ځپلو هم بحث کيږي.

پاکستان چې په دې درې اړخيزه غونډه کې له ګډونه محروم دی؛ چارواکي يې په غصه شوي او د بهرنيو چارو وزارت يې اعلان کړی چې د افغانستان، هندوستان او امريکا تر منځ ياده درې اړخيزه غونډه د پاکستان د  تضعيف په خاطر ترسره کيږي. په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو د يادو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې افغانستان يو خپلواک هيواد او له نورو هيوادونو سره د غونډو پریکړه په خپله کوي. مونږ چا ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ په کورنيو مسايلو کې مداخله وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان، هندوستان او امريکا درې اړخيزې غونډې ولې د پاکستان په نس کې درد پيدا کړی دی؟

پاکستان هيڅکله هم د افغانستان لپاره ښه نيت نه دی درلودلی. تل يې د افغانستان په بربادۍ کې خپلې ګټې لټولي او تل د کابل ـ ډهلي له خوږو اړيکو ځوریدلی دی. پاکستانیان په دې باور دي چې هند د افغانستان سره د خپلو ګټو په نظر کی نیولو سره مرسته کوي او په هغه هیواد کې د خپل نفوذ د ساتلو هدف لري. دوی د کابل ـ ډهلي له دوستانه اړيکو ډیر کړيږي او همدا سبب دی چې په وروستيو کې له افغانستان سره د هندوستان د اړيکو د نيږديوالي په غبرګون کې پاکستان په بيلابيلو ډولونو افغان حکومت  تر فشار لاندې راولي. ښه بيلګه يې په افغانستان کې د ميوو موسم په رارسيدو سره د افغان سوداګرو پر مخ د تورخم دروازې تر څنګ د چمن ـ سپين بولدک ترانزيتي لارې بندول او په پاکستان کې په ميشتو افغان کډوالو باندې په سختۍ او فشار اچول دي؛ چې په دې سره غواړي افغان حکومت تر فشار لاندې راولي څو له هندوستان سره خپلې اړيکې محدودې کړي.

پاکستان اوس درک کړې ده چې د خپلې غلطې پاليسۍ له امله په تش میدان پاتې کيږي. له يوې خوا يې له کابل سره اړيکې خړې شوي دي او له بلې خوا خپل لوی ملاتړ کوونکي هيواد امريکا هم له ځانه شړلی دی. له همدې امله اوس په سیمه او نړۍ کې د يوازيتوب احساس کوي او هر څومره چې يې مخالف هيوادونه لکه هند، امريکا او افغانستان سره نيږدې کيږي؛ د پاکستان انديښنې زياتيږي. پاکستان هغه وخت په سيمه کې خپل ځان د سياسي انزوا له خطر سره مخامخ وليد؛ کله چې هندوستان او امریکا په خپلو منځو کې لوی جنګي تړون لاسليک کړ. د ياد تړون له مخې دواړه هيوادونه (هندوستان او امریکا) یو د بل تأمینات، اضافی پرزې،‌ خدمتونه او د سون د موادو د بیا اخیستنې اسانتیاوې کاروي. د تړون په نافذېدلو سره د متحده ایالاتو وسله وال ځواکونه کولی شي چې د هند له بېسونو او هند د امریکا له بېسونو څخه استفاده وکړي.‌

اوس په سيمه کې له افغانستان او هندوستان سره د امریکا نيږدې کيدل پاکستان د انزوا په لور رهي کوي. دا سمه ده چې پاکستان په تير کې د امریکا نيږدې او دوست ملګری پاتې شوی دی خو په سياست کې دايمي دوست او دښمن نه وي. په سياست کې دوست او د ښمن د خپلو  ګټو له مخې تعريف کيدلای شي. په اوس وخت کې د پاکستان يوازينی ملګری چین دی چې هغه هم په سيمه کې د خپلو رقيبانو (هند و امریکا) سره د رقابت په خاطر ورسره اړيکې پالي. اوس امریکا درک کړې چې چين په سيمه کې د پراخ نفوذ پيدا کولو په هڅه کې دی او له همدې اړخه امریکا هم له پاکستانه د خطر احساس کوي. همداشان يو ځواکمن هيواد هيڅکله هم بل هيواد تر ابده د خپلو ګټو د تامین لپاره نه ټاکي. د پاکستان او امریکا اړيکې خرابې شوي او اوس په سيمه کې د امریکا زيات تمرکز په افغانستان او هندوستان دی. هر څومره که دغه درې واړه هیوادونه نيږدې کيږي؛ د پاکستان په نس کې درد زياتيږي خو په کار ده چې افغانستان له دې چانسه پوره ګته ترلاسه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي