خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

سوله د کورنيو ښامارانو په خوله کې

خبرو ته د حزب اسلامي حاضريدل او د ځينو کړيو مخالفتونه

په داسې حال کې چې افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې په اړه توافق ته نږدې شوي؛ د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور د افغان سولې اړوند اندېښمن دی او په ياده پروسه کې د پردې تر شاه د پټې معاملې په اړه ولس ته د وضاحت غوښتونکی دی. د بلخ سرپرست والي ويلي، چې ملت ته دې د سولې په سر د پردې تر شا معاملو په اړه معلومات ورکړل شي او زياته يې كړه، چې د افغانستان خلک پټو معاملو ته د نه ويلو حق لري. که څه هم ښاغلي نور په ډاګه نه کړه چې څوک له چا سره او څه ډول معامله کوي خو داسې معلوميږي چې اشاره يي په غير مستقيم ډول له حزب اسلامي سره د حکومت له لوري د سولې خبرې کول دي.

نوموړي همدارنګه وويل، کوم معلومات چې دى يې لري، زيات شمېر وسله وال مخالفين د هېواد شمالي ولايتونو ته ورغلي او نور لا هم دغو ولايتونو ته پر لاره دي. د هغه په وينا، لازمه ده، چې هېوادوال له دغسې وضعيت سره د مقابلې لپاره چمتو واوسي. که څه هم په يادو مراسمو کې اجرايه رييس ډاکټر عبدالله د نور څرګندونو ته په ځواب کې وويل، چې د سولې په اړه به د پردې شاته هېڅ ډول معامله ونه شي؛ خو دلته غواړو د د يو شمير هغو کړيو په اړه چې په جنګ کې خپل سياسي ژوند ويني؛ رڼا واچوو.

سوله د افغانانو اړتيا او لوی ارمان دی. سوله د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو له پاره اړينه او طبعي غوښتنه ده، سوله يواځي دانسانانو له پاره نه بلکه د هوا د مرغانو ، د ځنګل د حيواناتو، د سمندري ژويو او د ځمکې پر مخ د نباتاتو د ژوند، هوساينې او بقا لپاره يوه اړتيا ده. خو دلته په لوړه کچه کورنۍ کړۍ شته چې په افغانستان کې د جنګ غوښتونکې دي. دغه کړۍ خپل سياسي ژوند او بقا په جنګ کې ويني او نه غواړي چې له طالب سره سوله وشي. دلته ځينې کړۍ دي چې نه غواړي د طالبانو سره سوله وشي ځکه د دوی ګټو او اهدافو ته طالبان ډیر لوی خطر دی او دوی هیڅکله دې خطر منلو ته تیارې ندي. دغه کړۍ په دې فکر کې دي که سوله وشي نو طالبان به هم د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې راداخل شي. که چيري طالبان او حزب اسلامي په حکومت کې شريکيږي نو ښکاره ده چې هغه امتيازات او هغه ونډه چې دوی (د سولې مخالفې کړۍ) اوس په حکومت کې لري؛ پرې به قطع او د حکومت مخالف لوري ته به ورکړل شي.

دلته مهمه دا نه ده چې څوک د چا سره د سولې مخالف دي؟ بلکه په وروستيو کې چې د سولې وروستۍ هڅې هیلې بښونکې دي، په ځانګړي توګه د حزب اسلامي لخوا د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتووالي ولس ډیر هيله مند کړی دی نو پر وړاندې يي د ځينو کړيو له لوري خنډونه جوړيږي او په غير مستقيم ډول له حزب اسلامي سره سولې ته د حکومت او د مخالف لوري تر منځ د معالمې نوم ورکوي. مهمه دا ده چې په داسې يو حساس وخت کې ولې د سولې د مخالفانو په خېټو کې دردونه پيل شول؟

خبره څرګنده ده چې په نظام کې د ننه شته د جنګونو په پيسو پړسېدلې کړۍ او ډلګۍ به د دې هیلو د ناکامولو لپاره خپلې هڅې کوي او خداي مه کړه دا نوي راټوکېدلې د هیلو غوټۍ د دوي په کرکجنو دسایسو بېرته مړاوې شي. له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د حزب اسلامي حاضريدل او پر وړاندې يي مخالفتونه پورته کيدل؛ هماغه پخواني نکل ته ورته کيسه ده چې وايي :

يوه ګيدړه او لېوه يو باغ ته چې لوړ، لوړ دېوالونه يې لرل او دروازه يې هم بنده وه د غلا لپاره تللي وو. خو مخکې له دې چې باغ ته ولاړ شي، ګيدړې د خپلو ګيدړي چلونو له مخې لېوه دې ته اړ کړى و چې د باغ ديوال ته د نيږدې ولاړې ونې له لارې ځان باغ ته وغورځوي او دا (ګيدړه) د ديوال پر سر ورته څوکيداري وکړي. ګېدړې لېوه ته ويلي و چې باغ ته د تګ لار يې ورته وښوده او د بېرته وتلو لار به هم ورته وښيي.

لېوه په باغ کې له يو څه وخت تېرولو وروسته ګيدړې ته ويلي و چې په باغ کې يې سخت زړه تنګ شوى او نور دې د وتلو چل ورته وښيي. ګيدړې په داسې حال کې چې د باغ خاوند له سوټي سره د باغ خوا ته را روان و او دې ليده، ليوه ته وويل :” تر اوسه خو لا ښه يې، زړه خو به دې هلته ډېر تنګ شي چې د باغ څښتن له سوټي سره باغ ته راورسي”

دلته د حزب اسلامي مخالفې ډلې به هم هغه وخت زړه خوړېنې شې چې کله د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ خبرې په بريا پای ته ورسيږي او حزب اسلامي په حکومت کې شريک شي.

لکه څرنګه چې حزب اسلامي د افغانستان د قضيې له ځينو ښکېلو ډلو سره پخوانۍ دښمنۍ لري. او همداشان وخت ناوخت دغه ګوند د شمال ټلوالې او ځينې نورو مشخصو قومونو په تړاو توندې اعلاميې نشر کړې. او اوسمهال د اشرف غني او عبدالله تر منځ په ګډ حکومت کې هم همدغه دوه ډلې کسان پراخ حضور لري او په لوړيو کليدي پوسټونو ځای پر ځای دي نو که د حزب اسلامي او افغان حکومت خبرې د بريا تر پولې رسي نو پرته له شکه به د يادو ډلګيو او کړيو حضور کميږي، په دوی به امتيازات بنديږي او په همداشان په حکومت کې به يي ونډه کمیږي نو فلهذا ځکه خو د حزب اسلامي پر وړاندې غبرګونونه او مخالفتونه توند دي.

لیکنه : خوشحال آصفي