نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د ښاغلي مفتاح الدین ساپي  پر یوه داستاني  ټولګه چې  د (رژیدلي ارمانونه) په نامه یادیږي یو څو لنډې خبرې

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب  پاله هیواد افغانستان کې پښتو  ژبه  د نورو ژبوپه څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، پیاوړې او دعلم د پراخو سر چینو لرونکې اود سترو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ژبه  ده .

که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو،  ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې  پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په  وسیله  د علم، کلتور، ادب  او هنر رنګینه  نړۍ، روښانه  او ځلانده  ساتلی  ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي له هغو علمي او ادبي سټو څخه دی چې زموږ د پښتو ادب  د پرمختګ او پراختیا په  برخه کې یې  د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له  لارې ګټوره  او اغیزناکه  ونډه اخیستې ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان  زوی دی، چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په  مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې  زیږیدلې دی .

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل اوامریکې کې پای ته رسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته  په  بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .

ساپي صاحب  یو پیاوړې  لیکوال، خوږ  ژبې شاعر، غښتلی او پوخ  داستان لیکونکی ،  تکړه   ډرامه  لیکونکې او وتلې  ژباړونکې دی .

ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په پښتو ژبه  ژباړلي اوخپاره کړي دي . د ده ادبي اوفرهنګي  سټه   نه یوازی په  هیواد کې د ننه  بلکې په  بهر کې هم  پیژندل شوې ده . دی په انګریزي  ژبه هم شعرونه او لیکنې لري .

دساپي صاحب  چاپ شوي اثار دا دي :

–   نړیوالې سندرې (ژباړه)

–  سپیدې- نړیوال شعرونه ( ژباړه)

–  مات وزر- نړیوال  لنډې کیسې  ( ژباړه)

–  ادبي او هنري څیړنې

–  نیمګړي انځورونه – (شعري ټولګه)

–  رژیدلي ارمانونه  د ( لنډو کیسو ټولګه)

او همداسې د هیواد په ورځپاڼو، مجلو او مطبوعاتو کې  د ده ګڼ شمیر چاپ شوې مقالې خپرې شوې دي .

د ښاغلي  مفتاح الدین  ساپي  د ( رژیدلي ارمانونه) په  نامه د لنډو کیسو ټولګه   پر (۲۰۱۵ ) زیږدیز کال کې چاپ  شوې  ده .

ښاغلي ساپي  په  ډیر اخلاص سره  د خپل دغی کتاب  یو ټوک ماته  ډالۍ کړ ، ماهم په  ډیره  مینه او پاملرنې سره  دا اثر  ولوست .

په دې کتاب کې (۶)  غمجنې او دردونکې کیسې لیکل شوې دي .  ده  په خپلو  کیسو کې  زموږ  په  جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې  د لوټمارو،  تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې او د دوی  وحشت او دهشت، وژل ، ترور او بې پتي،  جنایت او ظلمونه  ، د مادي او معنوي شتمنۍ لوټول،  د مظلومانو مظلومیت، د رنځیدلو او ځوریدلو  هیوادوالو  فریاد، اوښکې، ویرونه،  سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه  او همداسې  د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو  زړه  بوږنوونکو پیښو تصویرونه  چې د بشریت  په  تاریخ کې ساری  نه  لري  په  ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې  داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي  په  زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې،  ولولې، انساني، اخلاقي عواطف  او احساسات  راپاروي .

د ادب  قدرمنو او درنو  مینه والو !

دا داستاني ټولګه   زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز اوفرهنګي ډګر کې لکه  د نورو لیکوالو اثارو په  څیر،  هغه  اغیزمن  او ارزښتمن  اثر دی، چې په څو واره  لوستلو ارزي .

زه ښاغلي  مفتاح الدین ساپي  ته  د دې  ګټور  اثر  د چاپولو له  کبله مبارکي  وړاندې کوم اود ده  دلا نورو  بریوو او هستونو په هیله یم .

په  ډیره مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود