جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

ګالیلیو ګالیله

دی یو ایتالیوي فیلسوف، ستوری پېژندونکی، فزیک‌پوه، ریاضي پوه مهندس او انجنیر وو، چې د فبروري میاشتې په (۱۵) مه، پر (۱۵۶۴) زېږدیز کال کې د ایتالیا د «پیزا» ښار د «توسکاني» په سیمه کې زېږېدلی دی. ګالیله ډېر پوه، هوښیار او ځیرک ماشوم وو. له لوست او درس وروسته به تل د څېړنې او پلټنې په موخه په ښار کې شاو خوا ګرځېده. پر (۱۵۷۵)ز کال کې د فرانسې لوی ښار «فلورانس» ته ولاړو، چې د پاریس په ختیځ کې پروت ښار دی.

هغه مهال د فلورانس ښار د زده کړې او روڼاندۍ تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېده، له دې وروسته یې پلار هغه د «والومبروسا» ښار ته نږدې یوې مذهبي مدرسې ته ولېږه. په لومړیو کې ګالیله غوښتل چې کشیش شي، خو پر(۱۵۸۱)ز کال چې اوولس کلن وو، د ده د خوښې پر خلاف او د پلار په پرله پسې غوښتنه یې د «پیزا پوهنتون» د طب په برخه کې زده کړې پیل کړې. 

د طب زده کړې ته یې دوام ورنکړ، خو پر ځای یې د ریاضیاتو لوست او مطالعه پیل کړه او د ریاضیاتو سره یې لېوالتیا او مینه زیاته شوه. ګالیله د ارسطو د فلسفې او ریاضیاتو د زده کړې لپاره ځان دې ته چمتو کړ، چې په دې برخه کې خپل مالومات بشپړ کړي. دی د عصري علومو پلار بلل کیږي. هغه د فزیک، ستورپوهنې، جیولوژي، ریاضي او فلسفې په برخه کې ستر چوپړ او خدمتونه کړي دي، ډېرې څېړنې او تحقیقاتي کارونه، موندنې او کشفیات یې تر سره کړې دي. د ده یو لوی کار دا وو، چې «تلسکوب» یې اختراع کړ او د ستورو په اړه یې څېړنې پیل کړې. ده د خپل تلسکوب  له لارې کلونه کلونه د شمسي نظام او د آسمان د نورو ستورو په لوست او مطالعه بوخت شو او د خپلو مشاهدو په وسیله یې د «کوپرنیک» نظریه ثابته کړه، چې لمر د شمسي نظام مرکز دی او ځمکه د نورو سیارو په شان ېوه سیاره ده. ده د خپل پرمختللي ټیلسکوپ په مرسته د مشتري څلور سپوږمۍ، «د زحل حلقې، د ونوس بڼې او شکلونه، د سپوږمۍ ورانه سطحه او د لمر ځایونه» ولیدل او کشف یې کړل. دی بریالی شو چې د سپوږمۍ د سطحې جزیات مطالعه کړي او له خلکو سره یې شریک کړي. ګالیله پر (۱۶۱۶)زکال کې د لمر په شاوخوا کې د لمریز نظام د حرکت په اړه ډېر تبلیغات وکړل او پر (۱۶۳۳)ز کال کې یې د لمر په شاوخوا کې د ځمکې د حرکت نظریه وړاندې کړه. د نوموړي نامتو نښیر(اثر)، «د نړۍ د دوو نظامونو په باب مکالمه» نومېږي. ګالیله د جنوري  میاشتې په اتمه، پر (۱۶۴۲)ز کال کې د «اوه اویا» کلنۍ په عمر مړ شوی دی.

تاسو ته د ګالیله اغېزناکې او ګټورې خبرې او ویناوې وړاندې کوم:

– زړور خلک فرصتونه مومي او کمزوري خلک فرصتونو ته په تمه دي. 

– تاسو کولی شئ ما بې وسه او اړ کړئ چې هغه څه ووایم چې تاسو یې غواړئ تاسو ممکن ما د هغه څه په ویلو تورن کړئ چې زه یې وایم، خو ځمکه په هرصورت ښوري او حرکت کوي. 

– نړۍ هغه چا ته غوږ نیسي څوک چې زوروره او غښتلې اراده او تکل لري او هغه پوهیږي چې په کومه لاره روان دی. 

– هر چا چې تېروتنه نه وي کړئ، کومه موندنه او کشف یې هم نه دی کړئ. 

– د خپلو ټولو غمونو او مصیبتونو د هیرولو لپاره کار وکړئ. 

– ټول حقایق کله چې ښکاره او وموندل شي په اسانۍ پوهیدل کیږي، اصلي خبره دا ده چې دوی ښکاره او کشف کړئ. 

– ځان پیژندنه ترټولو لویه پوهه او حکمت دی. 

د اوسنۍ زمانې قدر وکړئ چې تېر به هېڅکله بېرته رانشي او نه به راتلونکی راشي. 

– هغه څه چې په ریاضي کې مهم دي اندو فکر کول دي! ریاضي هغه الفبا ده چې پر بنسټ یې خدای نړۍ جوړه کړې ده. 

– ښوونکي دړې او دروازه پرانیزي. خو تاسو هغه څوک یاست چې باید ورننوځئ. 

– کار وکړئ تر څو خپل ټول غمونه او اندېښنې هېرې کړئ.  

– اسمان نه یوازې ګرمي او د باران مهرباني لري. خو بریښنا او سیلابونه هم لري. 

 – د پنځ(طبیعت) قوانین د ریاضیاتو په ژبه لیکل شوې ده. 

– له ستورو سره دومره ژوره مینه لرم چې د شپې له تیارو، نه وېرېږم! 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود