جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

کوم کاندید ته به سړی رایه ورکړي!!؟

افغان ګل

د ټاکنو سیستم، د امنیت او خوندیتوب له پلوه سخته نیمګړتیا لري.

په کومه شپه چې کاندیدانو ته د کمپاین اجازه ورکړل شوه، په سهار یې چې د کابل ښاریان له خوبه پاڅېدل ویې لیدل چې ټول ښار له عکسونو ډک دی او د کابل په ښار کې نه خالي پایه پاتې ده او نه خالي دېوال. هر یوه ته دا پوښتنه وه چې په دومره لږ وخت کې دا دومره لوی او دروند کار څنګه کېدای شي. هر یوه به له ځانه سره ویل چې دغه کاندیدان بلا دي بلا، لکه د پېریانو لښکرې یې دې کار ته ګومارلې وې.

له بل اړخه کله چې خلکو لیدل اکثره کاندیدان ځوانان او درېشي پوشان دي، نو خلکو ته یې دا پوښتنه پیدا کوله، چې د ټاکنو کمېسیون څنګه وکولای شول په یو عمر او ان په یو ډيزاین کاندیدان پیدا کړي؟ ځکه څو ورځې مخکې یوه بوډا جهادي رهبر ویلي وو، که د جهاد نوم زموږ له سره کم شي او یا له لاسه مو دا ټوپک واخیستل شي، نو خلک به خپل خوګان هم پر موږ ونه پیايي او له همدې وېرې چې واک ترې وانخیستل شي، نو دغه سپین ږیري مشران له یوه کاله را په دې خوا دلته او هلته، په یوه کور او بل کور او په یوه خېمه او بله خېمه کې سره ټولېدل راټولېدل، کله به یې یو او کله به یې بل اېتلاف جوړاوه او ……….؛ خو په دغه سهار د کاندیدانو ترمنځ د دوی عکسونه نه وو، دوی ډېر کرار او ارامه ښکارېدل او سپڼ یې له خولو نه پورته کېده او خلکو فکر نه شو کولای چې څنګه دوی او دومره لوی انعطاف؟

خو خلک ډېر ژر په راز وپوهېدل چې په کاندیدانو کې د دوی پرځای د دوی د بچیانو عکسونه دي. ((دا یې هم په انارو))

له عکسونو دویمه خبره د یو چا په مغز کې دا تداعي کېده چې کم تر کمه د یوه پوستر بیه تر ۱۲۰ افغانیو پورې او د یوه بېل بورډ بیه تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې ده، نو دا دومره ډېر پوسترونه او بېل بوردونه خو ملیونونه افغانۍ لګښت په ګوته کوي او دا په ډاګه کوي چې اوسني کاندیدان که ځوانان دي نو خر لوټ او شتمن هم دي.

ډېره موده لا نه وه تېره شوې چې د دوی په اړه په عامه موټرونو، لارو، ځایونو او پيتاوي بنډارونو کې تبصرو خلک وپوهول چې ډېری د دوی همغه خرلوټان او د بهرنیو مافیايي کړیو قراردادیان دي، چې تر دې وړاندې یې چا د بګرام هوايي ډګر په دروازه کې سګرېټ پلورل، چا د چایو یو کوچنی سماوار درلود، چا ورته یو غورازه موټر په کرایه ورکړی او ورسته له سلګونو موټرونو سره ترې بېرته راګرځېدلی، چا ورسره په څو ډالرو ترجماني یا نوکري پیل کړې وه او بیا ترې له ډکو بکسونو ډالرو سره بېرته راګرځېدلی او ……

((دا یې هم په انارو))

په عکسونو کې د ډېرو کمو څېرو ترڅنګ یې مسلک لیکل شوی او نورو ترڅنګ یې مسلک نه دی لیکل شوی او یوازې د حاجي او الحاج په کلمو بسنه شوې، کېدای شي چې کسب، کار او کمال ونه لري. په مسلکیانو کې ډاکتر یا انجنیر ذکر شوي او نور به په کې ځکه نه وي چې ډاکترانو کېدای شي دغه پیسې په شخصي کلنیکونو او یا هم د انګلیسۍ په برکت او انجنیرانو هم د ساختماني کمپنیو په برکت پیدا کړې وي.((دا یې هم په انارو))

وايي کله چې تګاویان په کوم کار کې تاوان وکړي، نو ووايي چې دا یې هم په انارو. معنا دا چې د انارو فصل پورته شو او انار وپلورل شول نو تاوان به د انارو له پیسو تلافي کړي. که موږ د دغو پېښو وړاندې وروسته مطالعه کړو او تسلسل ته یې متوجه شو، نو کېدای شي داسې بېخ کنده تاوان هم په کې وموندل شي چې انار یې هم جبیره او تلافي نه کړای شي.

د کرزي صاحب د حکومت په لومړیو کې بهرنیانو په افغانستان کې د پیسو باران پیل کړ، په نیمايي کې یې باران ودراوه او په پيپونو کې يې د پیسو وېش پیل کړ او ورپسې نور په ټولو پیسې په ټپه ودرول شوې، خو پر قراردادیانو د پاکستانیو خبره چلو وې. هغه وخت دغه کار چا تصادفي ګاڼه او چا به ویل چې له دې کاره بهرنیان غواړي په افغانستان کې د پانګوالۍ نظام د رامنځته کولو په موخه پانګوال جوړ کړي. دا په داسې حال کې وو چې د پانګوال او پانګوالۍ په اړه تر دې وړاندې دواړه سیاسي بهیرونو(مجاهدینو او کمونستانو) چندانې سم نیت او ذهنیت نه درلود. خدای بښلو مجاهدینو به پانګوال نظام او اقتصاد پر سود ولاړ او د اسلام له نظره مردود باله او پرځای به یې اسلامي نظام او اسلامي اقتصاد وړاندیزاوه او له خپلو خبرو سره به یې دا حدیث شریف هم ورغوټه کاوه: که چا یو درهم سود وکړ، نو په دې معنا دی چې په مکه معظمه بیت الله شریف کې یې یو لک وارې له خپل مور سره زنا کړې وي.

خدای بښلو کمونستانو خو بې له هغه هم بیا پانګوالو او پانګوالۍ سره مور زادي دښمني درلوده او ویل یې چې دغه نظام او اقتصاد پر سود، استثمار او اضافه ارزش ولاړ دی. هغوی به د یو مخیزې دموکراسۍ خبره کوله خو پلورالیزم او ټاکنې به یې نه منلې او ویل به یې چې د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې پانګوالي امپریالیستي قدرتونه خپل واک او سلطه له سیمه ییزو پانګوالو سره په هملاسۍ کې د پانګونې او ټاکنو له لارې ټینګوي او د وضعي قوانینو له لارې يې تضمینوي.

اوس که دلته د پېښو او د دې مواردو تسلسل ته ګورو، لکه د افغان دولت او حکومت کمزوری ساتل، د دغه دولت بې پښو او بې لاسه کول او په بشپړ توګه یې د ځان محتاج ساتل چې ان مامور ته یې د معاش ورکول او عامه خلکو ته یې د دسترخوان د ډوډۍ برابرول بهرنیانو پخپل واک کې نیولې دي، د پانګوالو رامنځته کول، د فساد دودول، د ناامنۍ او جګړې دوام، د سیاست، سولې او جګړې دوه سره لوبه لوبېدل، له بې هویته او ناپېژاندو کسانو د ټاکنو د کمېسیون جوړول، د ټاکنو د کمېسیون درغلۍ او د دې کمېسیون له خوا له یوه سره د مالي، سیاسي او پانګوالې مافیا او د بهرنیو موسسو او ځواکونو د قراردادیانو، ټاکنو ته رااېستل، سړي ته شک پیدا کوي چې دا یوازې افغانان دي چې د فیل په غوږ کې ویده پاتې دي، که نه پردیان، کورنۍ او بهرنۍ مافیا خپل کار او د افغانستان د لاندې کولو ستراتیژي، کړنلار او دسیسه ښه په درز سره مخته بیايي.

کېدای شي خلکو ته پوښتنه پیدا شي چې مافیا ولې پارلمان ته هڅه کوي؟ دا ځکه چې پانګوال، کورنۍ او بهرنۍ اقتصادي مافیا له ګټې او پانګونې سره اورینه مینه لري، خو له ماليې، ټکسونو او قوانینو یې ډېر بد راځي او غواړي چې په کم تاوان(مالیه) ډېره ګټه ترلاسه کړي او دغه ګټه د بومیانو په سر  او مال خپله له بومیانو ترلاسه کړي. پارلمان د قوانینو د تصویبولو ځای دی او که مافیا په کې ځای نیسي نو ځانونو او بهرنۍ مافیا ته به له ټکسونو پرته د پانګونې شرایط برابر کړي او دغه پانګونه به داسې وي، چې پیسې به لکه تلیفوني کمپنۍ د پردیو وي، ظاهراً مالکان به یې کورنۍ مافیا، خو ګټې به یې اصلي مالک یعنې بهرته روانې وي. دا د اقتصاد او غلامۍ ډېر بد شکل دی، هېواد به تل د بهر پر لور خالي کېږي، د پیسو له فرار سره به مخ وي او لکه پاکستان خلک او کارګر به یې پېړۍ پېړۍ د بهرني پور د پرې کولو لپاره ملا ماتونکی کار کوي.

داخلي سیاست به یې هم دا وي چې غریب به تل غریب، زوی به یې هم غریب، لمسی او کوسی به یې هم غریب وي او نسل په نسل به د پانګوالې مافیا د نسل غلام او مزدور پاتې کېږي. لکه څنګه چې د محمدمحقق پر ځای یې زوی باقر محقق، د مصطفی کاظمي پر ځای یې باقر کاظمي، د حاجی الماس پر ځای یې … الماس، د دین محمد جرات پرځای زوی … جرات د حکمتیار پرځای زوی او امثالهم د پلرونو په شان یې پر نوي نسل د حکومت کولو ادعا لري.

افغان ولس له امریکا او افغان دولت څخه غواړي چې پارلمان ته د مافیا د ورتګ مخه ونیسي، که نه دغه کار به د دواړو دولتونو د ملامتۍ او نوم بدېدو سبب شي او پر دې سربېره دغه کړنه به سیمه ییز قدرتونه هېښ کړي او هغوی به داسې وانګېري چې امریکا او د ناټو نور هېوادونه هڅه کوي او غواړي چې په افغانستان کې د ناقانونه اقتصاد له لارې خپله سلطه ټينګه کړي او په دې صورت کې دوی به د افغانستان د راتلونکي دولت او امریکا د شتون په وړاندې غبرګون وښيي او خپل دغه غبرګون ته به د افغان دولت د مخالفانو له سنګره د عمل جامه ور واغوندي.

اوس نو پوښتنه دا ده چې په داسې شرایطو سره څوک به چاته رایه ورکړي؟

له بل پلوه، د ديني ارشاداتو او واجباتو له مخې لکه څنګه چې په یوشمېر احادیثو کې راغلي، څوک چې د یوه کار طریقه ږدي او نور یې ملاتړ کوي، نو په نیکۍ او بدۍ کې يې ورسره شریک دي او په حشر کې به هم سره یوځای حشر کېږي، محاسبه او نتیجه به یې هم سره شریکه وي، په جنت یا دوزخ کې به یې ځای هم سره یو وي.

معنا دا، کوم وکیل چې د موکلینو په رایه راځي، که نېکي کوي، د نېکۍ ثواب یې ټولو موکلینو ته رسېږي او که بدي کوي د بدۍ عذاب یې ټولو موکلینو ته رسېږي. د بېلګې په توګه که یوه روپۍ رشوت اخلي نو ټول موکلین یې ورسره په دې رشوت کې شریک دي، د حشر په ورځ ټول یوځای سره حشر کېږي، که وکیل جنت ته لاړ ټول موکلین به ورسره جنت ته ځی او که دوزخ ته لاړ نو ټول موکلین به ورسره دوزخ ته ځي.

که دغو احادیثو ته وکتل شي، نو رایه ورکول د اسلام له نظره ډېر غټ مسوولیت دی. د ځینو کتابونو له مخې همدغه مسوولیت ته په کتو، د حکومت په چارو کې ځینو اصحابانو د راشده خلیفه ګانو او پادشاهانو بعیت ونه کړ او دلیل یې دا وو که خدای مه کړه له شریعته انحراف ته مخه کړي نو د انحراف په صورت کې یې مخه نه شي نیولای.

حضرت عمر رض هم د خپل خلافت په پيل کې د جمعې د لمانځه پرمهال له خلکو بعیت وغوښته او خلکو ته یې وویل: که په سمه لاره وم، نو ملاتړ مې وکړئ، که په سمه نه وم، نو مخه مې ونیسئ.

په دې کې یو کس د خلکو له منځه راپورته شو او خپله توره یې له پوښه واېستله او عمر رض ته یې وښوده او ويې ویل: په الله ج قسم دی، که په سمه وې دغه توره به د ستا په خدمت کې وي او که په ناسمه وې، نو دغه توره به د ستا په وړاندې وکارول شي او لکه دوک به دې پرې سم کړم.

له دې داسې څرګندېږي، رایه ورکول چې د بعیت یوه بڼه ده په هغه صورت کې سمه ده چې رایه ورکوونکی وکولی شي د انحراف په صورت کې د خپل وکیل مخنیوی وکړي.

له بل اړخه، انساني منطق هم دا حکم کولای شي، د هغه چا چې شتمني حرامه وي، اولاد یې حراموي وي، د وجود تاروپود یې له حرامو رغېدلی وي، په حرامو روږدی وي، له حرامې شتمنۍ سره یې دومره مینه او لېوالتیا وي، چې لاسته راوړلو لپاره یې خپل دین، خدای، خلکو او هېواد سره په جفا لګیا وي، نو له هغه څنګه له خوارو بنده ګانو سره د وفا تمه کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې زموږ په ټاکنیز سیستم کې یو وکیل د خلکو په رایو راتلای شي، خو لرې کېدای نه شي، یعنې موکل بېرته د بعیت اخیستلو چانس نه لري او په دې توګه دغه یوه نیمګړتیا ده.

په یوه حدیث کې داسې راغلي، چې ډېر زر به فتنې پیل شي، ناست خلک له ولاړو ښه دي، ولاړ له روانو، روان له ګډون کوونکو. که مو وکولای شول، ګوښه ومومئ، نو ځانونه ترېنه ګوښې ته کړئ.

ټاکنیز سیستم رغول او اصلاحات د ملي یووالي د حکومت له ژمنو او شرطونو وو، خو اوس هم د دغه ټاکنو امنیت او خوندیتوب تر سختو ګواښونو لاندې دی او الله دې ورته خیر کړي. زه فکر کړم چې دا به هله شونې وي چې مخلص او هېوادپال هېواد وال د حکومت په چارو کې ولرو تر څو د یادو اشخاصو او ذواتو مخه په یو ډول نه یو ډول ونیول شي داسې کسان کېدای پخوانی د امنیت شوری سلاکار محمد حنیف اتمر ووسي چې هم هوښیار، هم ځيرک، هم با جرئت او هم د پوهې په جامه سمبال دی او یا هم دې ته ورته کسان؛ نو بیا هم له ولسمشر او نورو چاراکو هیله ده چې یادو مواردو ته ژر تر ژره رسیدګي وکړي او په وړاندې لکه پولادي سپر داسې وردرېيږي خلک ورسره دي اوس خلک په هر څه پوهه دي هم تور پېژني او هم سپین ډېر کم خلک په وی چې دوی ترې ناوړه ګټه اخیستلای شي او بس.