برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

سوسیال دموکراسی؛ تمایز مفهومی، تجربهٔ تاریخی و امکان بومی‌سازی در…

نور محمد غفوری مقالهٔ را تحت عنوان (چرا نهضت جدید سوسیال‌دموکراسی…

الگوریتم څه شی دی، څه وخت، چیرته او څنګه را…

نور محمد غفوري الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو،…

د گوند کالیزه په مناسبت‎

پتمنو خویندو او ملگرو د افغانستان دخلق دموکراتیک گوند د…

بوی نفت و خون 

رسول پویان  ز خون سرخ بشر دست ظلم گلگون است  زطرف جیحـون وکارون تا امازون است  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار…

چه ارزان فروختند!

امین الله مفکر امینی                        2026-22-01! چه ارزان فروختند مردمِ دانـــــای  میهن ما را…

پاسخ به سیاه‌مشق آقای انجنیر کمال بهادری (نامی بی‌هویت که…

درباره‌ی مسئولیت جمعی، نقد سیاسی و ضرورت عبور از فردمحورینوشته‌ی…

چرنیشفسکی نیکولای گاوریلوویچ

ترجمه. رحیم کاکایی پ. ا. نیکولایف.  بخش یکم نیکولای گاوریلوویچ چرنیشفسکی در ۱۲…

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز…

وحدت به‌مثابه پراتیک تاریخی

بازخوانی تیوریک نشست شصت و یکمین سالگرد تأسیس حزب دموکراتیک…

«
»

پاکستان تياره مړۍ؛ خو څنګه بايد وخوړل شي؟

په داسې حال کې افغان دولت تل په افغانستان کې د ډيری وسله والو ځانمرګو بريدونو، ډله ايزو بريدونو او چاودنو تر شاه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی او په پاکستان کې ميشت وسله والو لاس درلودو ته اشاره کړې ده؛ په ورته مهال يې په نړيواله کچه له پاکستانه د شکايت کولو ګواښونه هم کړي دي. په وروستيو کې افغان ولسمشر غني هم د هندوستان د صدراعظم نريندار مودي په ګډون د نړۍ د مشهورو سياسي مشرانو په همغږۍ په نړيواله کچه له پاکستانه شکايتونه وکړل چې تر ډيره ښې پايلې يې هم درلودې. خو په وروستيو کې په امريکا کې د جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ چې د ډيپلوماسۍ پر ځای زور ته لومړيتوب ورکوي او د پاکستان ضد پاليسي لري؛ په واک ته رسيدو سره؛ دا زمينه ډيره برابره شوې ده چې نور دغه هيواد د سالمو ډيموکراتيکو هيوادونو له نوملړه وايستل شي او د ترهګرو هيوادونو په نوملړ کې شامل کړلی شي.

په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او له ترهګرو ډلو د اسلام آباد ملاتړ په اړه څه ويلو ته خو اړتيا نشته ځکه اوس ګرده نړۍ په دې پوه شوې ده چې پاکستان د خپلې وجودې فلسفې د ساتلو په خاطر له خپل پوځ نه په ترهګرو ډلو ډير متکي دی. اوس ترهګر پالنه او روزنه د پاکستان په اساسي هدف بدله شوې ده، د دغه هيواد د پوځ بقا اوس په افغانستان او سيمه کې په ترهګرۍ روزنې او ترهګريزو کړنو ولاړه ده. دغه هيواد په افغانستان او سيمه کې له ترهګرۍ په مستقيم او غير مستقيم ډول ګټه ترلاسه کوي.

د همدې ستونزو له کبله افغان دولت په وار ـ وار په نړيواله کچه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته د شکايت کولو ګواښونه کړي دي خو د ځينو کورنيو او بهرنيو مجبوريتونو او په بهرني سياست کې له نيمګړتياوو له امله يې شکايت نه دی شوی او يا که شوی دی نو په ډيره عادي طريقه او يا داسې چې د ملګرو ملتونو د بحث په اجنډا کې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو شکايت موضوع نه ده شامله شوې. مجبوريتونه په دې معنا چې يا امريکا چې د افغانستان ستراتيژيک نيږدې دوست دی؛ له افغانستانه يې پاکستان ته ډیر اهميت ورکولو او له همدې امله يې د افغانستان شکايت ته ارزښت نه دی ورکړی او يا افغان حکومت په خپلو کورنيو مسايلو کې ګير پاتې شوی او له پاکستانه شکايت ورته لومړيتوب نه درلود.

خو اوس چې په امريکا کې د پاکستان ضد څېره (ډونالنډ ټرمپ) د واک په ګدۍ کينې نو تر بل هر وخت اوس ښه زمينه د دې برابره شوې ده چې د هندوستان سره په همغږۍ او د امريکا په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او له ترهګرو ډلو د نوموړي هيواد د ملاتړ په اړه شکايت وشي. په ټوله کې د دغې غږ لپاره بايد افغان دولت ډیره لابې ګيري وکړي څو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اجنډا کې د ا موضوع ونيول شي. په همدې اړوند افغان حکومت پتيله ده چې په کاناډا کې د هالفيکس په نوم کنفرانس کې د پاکستان ضد اسناد وړاندې کړي.

افغانستان د هالیفکس په نوم کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل استازی لېږلی دی. دغه کنفرانس درې ورځې دوام کوي، چې په هغه کې به د لسو هېوادونو امنیتي چارواکي او کارپوهان ګډون وکړي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د ملي دفاع وزیر عبد الله حبیبي کاناډا ته تللی او هلته به د افغانستان د امنیتي وضعیت ترڅنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وشي. په یاد کنفرانس کې په پاکستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په اړه هم خبرې کېږي. د ملي دفاع وزارت وايي، افغانستان په دغه کنفرانس کې له داسې اسنادو سره ګډون کوي، چې په پاکستان کې د وسله والو پر مرکزونو او پټنځایونو دلالت کوي.

اوس که له يوې خوا نه امريکا او نړيواله ټولنه، بل خوا نه هندوستان او له دې خوا نه افغانستان د پاکستان په خلاف غږ اوچت کړي نو ليرې نه ده چې پاکستان د ترهګرو هيوادونو په نوملړ کې شامل شي. او هر کله که پاکستان په نړيواله توګه يو ترهګر هيواد وپيژندل شو نو بيا به په بشپړه توګه يوازې شي او بيا به د وسله والو طالبانو ملاتړ خو پر ځای پريږده آن د خپلو پوځيانو لګښت به هم برابر نه شي کړلی.

لیکنه : خوشحال آصفي