جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

ټاپي (TAPI) به پاکستان وتړي

لومړی؛ د ټاپي سياسي ارزښت

کابو له پنځه ويشتو کلونو وروسته د افغانانو يو پخوانی خوب په حقيقت بدل شو. سره د دې چې کورنيو داړه مارانو يې د تخريب او د مخنيوي هڅه کوله؛ خو بيا هم د ټاپي پروژه په برياليتوب پرانيستل شوه. دغه پروژه د دې تر څنګ چې افغانستان ته اقتصادي اهميت لري؛ د سياسي ارزښت درلودونکې هم ده. د دغې پروژې په پلي کولو سره د افغانستان نېږدې دښمن پاکستان وتړل شو. په دې مانا چې اوس د پاکستان هغه مداخلې چې په افغانستان کې يې کولې؛ د ټاپي پروژې سره وتړل شوې. پاکستان تل د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ترلاسه کړي دي خو د ټاپي پروژه به چې پاکستان يې هم يوه برخه ده؛ وکولی شي چې د افغانستان په اړه د پاکستان جنګي سياست په اقتصادي سياست بدل کړي.

د ټاپي پروژې اوس پاکستان داسې وتړلو چې مداخلې يې له اقتصادي ګټو سره وتړل شوې، اوس که پاکستان دلته په جګړه کې خپلې ګټې ګوري نو د اقتصادي ګټو د نزول په قيمت به ورته تمامېږي. پاکستان اوس ګوزار نه شي کولی، پاکستان اوس وتړل شو، پاکستان که دلته افغانستان کې مداخله کوي نو مستقيماً د دوی اقتصادي ګټې به هم ګواښل کيږي او همداراز له بل لوري به د ټاپي د شريکو هېوادونو له ډاره خپل ځان اصلاح کوي. ځکه که پاکستان له افغانستان سره بيا هم د خپل بد نيت د ښودلو نيت وکړي او د ټاپي د تخريب لپاره ګوزار کولو ته زړه وکړي نو دا به د ټاپي شريکو هېوادونو باندې ګوزار وي، او پاکستان نشي کولی چې هم مهاله هم له افغانستان او هم د ټاپي د نورو شريکو هېوادونو سره ټانټې وژووي.

بل لور ته مهم او د پام وړ ټکی له دغې پروژې د وسله والو طالبانو ملاتړ يادولی شو. طالبان هم د ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي بنسټ مهم عنصر بولي او وايې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د دې پروژې له پلي کولو سره همکاري کوي. د طالبانو دا اعلان که د هر چا په خوښه او امر شوی وي خو له دريځه يې معلوميږي چې اوس وسله والو مخالفين هم د جګړې تر څنګ سياسي مبارزې ته هم پاملرنه کوي.

اوس که پاکستان هر څومره او په هره لاره، يا د طالبانو په وسيله او يا د هر بل عامل په وسيله د ټاپي د تخريب هڅه کوي نو د افغانستان په شمول به د هندوستان او ترکمنستان له غبرګون سره مخامخ کيږي. هر هېواد به د خپلو ګټو د تامين لپاره هم له دغې پروژې څخه کلکه ساتنه کوي.

دويم؛ د ټاپي اقتصادي ارزښت

د ټاپي ګازو نللیکه چې د افغانستان له هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایتونو تیریږي او له پاکستان نه په تېریدو د هند فاضلیکا ښار ته رسیږي، ټول اوږدوالی يې ۱۸۱۴ کيلومټره دی چې لويه برخه ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له خاورې تېريږي. دغه ستره ملي پروژه به په افغانستان کې په زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. دغه پروژه د افغانستان لپاره د سياسي ارزښت تر څنګ ستر اقتصادي ارزښت هم لري.

سربېره پر دې چې افغانستان به په کلني ډول د ټاپي له پروژې د حق العبور له درکه ۴۰۰ میلیونه ډالره لاس ته راوړي؛ د دغې پروژې په پلي کېدلو سره به د هغه ولايتونو چې دغه نلليکه پرې تېريږي؛ زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره شي، د سوېلي او مرکزي آسيا په تړل کېدو سره به افغانستان کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره شي، د برښنا سب سټيشنونه به جوړ شي او د افغانستان کورني عوايد به لوړ شي.

له دې ټولو سربېره به په کابل او ټول افغانستان کې د ګازو بيه راټيټه او خلکو ته به اساني برابره شي. په ټوله کې ويلای شو چې د ټاپي پروژه د سيمي د اقتصادي پراختيا، امنيتي وضعيت ښه والي او په سيمه ايزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډ دريځ رامنځته کولو کې پراخه ونډه لري.

لیکنه: خوشحال آصفي