بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

«
»

وحشتناکه سېمه!

د جغرافیوي موقعیت له مخې دا سیمه ډېره حساسه او د اهمیت څخه ډکه ده. د یوې خوا ستراتیژیک موقعیت یې او له بلې خوا ددې سیمې منابع او زیرمي هغه څه دي، چې له ډېر وخت را په دې خوا  دلته جنګ، ویر او وحشت جوړ کړي.

ددې سېمې خلک ډېر غریب، بې سواده او خوش باوره دي. لږ پوه او باسواده خلک چې په کې پیدا شي، نو نورو هېوادونو ته تښتي بیا د ویري، درد او غم له ډاره بیرته نه ستنیږي. یوازې هغه ډله چې خپل منافع یا ګټه په دغه سېمه کې ګوري د لنډ وخت لپاره بیرته ستنیږي.

مشران یې  خپل قدرت پایښت په نژادې، مذهبي، ژبنې، او سمتي تعصباتو کې ګوري. همدا لامل دی، چې هڅه کوي تر څو خلک په کورنیو او خپل منځي اختلافاتو او جنګونو ښکیل کړي. په دې کار نه یوازې ددې مشرانو قدرت پایښت مومي بلکې ګاونډیان او زورور هېوادونه هم ترې سوی استفاده کوي.

په دغه سېمه کې د خلکو وینه ډېره ارزانه ده. که دوی کوم خارجي تبعه ووژنې نو په مقابل کې همدا خارجیان د عمل باالمثل څخه کار اخلي حتی د خپل قهر د سړولو لپاره ډېر افراطي وژنې هم کوي، ولی که دوی څوک ووژنې بیا د پوښتنې لپاره څوک نشته، ډېری داسې مثالونه شته، چې په دغه سېمه کې خارجیان او مخالفین د دوی په ودونو، دودیزو او اختریزو مراسمو چاودنې کړي، چې په نتیجه کې لسګونه

ان سلګونه خلک وژل شوي دي.

ولس یې د سولي او وروولۍ تږي دي او د همدې هدف لپاره سرګردانه ښکته پورته منډي وهي او قرباني ورکوي، خو له بده مرغه  د پردیو په دسیسو او لمسون د داعش، طالب، القاده، دولتي او غیر دولتي کارمند په نومونو شهیدان کېږي.

په دغه سیمه کې دوه ډلي خلک ډېر نفوذ، قدرت او قدر لري.

اول: هغه ‌ډله چې  د پرمختللي خارجي هېوادونو ملاتړ ولري او یا په ساده اصطلاح د خپل ملي منافعو په نسبت د خارجي ملاتړ کوونکي هېواد منافعو ته ترجیع ورکوي.

دوهم: هغه ډله خلک چې د خپل معاش تر څنګ د حرامو لارو لکه غلا، رشوت، قاچاق، خیانت، جاسوسي، اختطاف او نورو لارو پیسي پیدا کوي.

پخوا وختونو کې دا ډول خلک په دغه سیمه کې ډېر پست، رزیل، کم عقل او لعنتي انسانان ګڼل کېدل، خلکو به ورسره راکړه ورکړه نه کول حتی کورونو ته به یې اور اچول، خو اوس برعکس عمل کېږي. خلک دې ته نه ګوري چې دا خلکو د کومو لارو پیسي او قدرت پیدا کړي. بس چې پیسي او قدرت ولري دوی یې چاپلوسي او نوکري کوي.

ډېر پخوا ددې سیمې خلکو په لوړو سترګو په نورو قدرت کاوه، په نړۍ کې د غیرت میړانې او اتفاق مثل یې نه پیدا کېده، په سیاست، اقتصاد، فرهنګي او نظامي چارو پوه خلګ وه. جغرافیوي ساحه یې ډېره پراخه وه،  خو د ځینو وحشي انسانانو د لاسه د دوی ټول هستي او ویاړونه په اوبو لاهو شو. جغرافیوي ساحه یې تقیسم شوه، اختلافات او جنګونه ډېر شو، مکتب، کلنیک، کورونه، بندونه، پلونه، سړکونه او پارکونه ټول وران او وجاړ شول. خو له نیکه مرغه ددې سېمې خلک د خپل خاوري څخه د سر په قیمت دفاع وکړل، حتی تر دې چې دا سېمه د زورواکو او یا لويو امپراطوریو د قبرستان په نامه هم یادیږي.

جنګونه او وژنې ددې سبب شو، چې ددې ویاړلي ولس ټول ارزښتونه په اوبو لاهو شي. تل دا ولس هڅه کړی، چې بیرته پخپلو پښو ودریږي او ټول د لاسه ورکړل شوي ارزوښتونه ژوندی کړي، خو له بده مرغه د دوښمنانو د لاسه بیرته ځپل کېږي. له نیکه مرغه دا ولس د پردیو په لاسوهنو او تخریبي کارونو پوه شوی دی، اوس دوښمن د دوست په جامه دوی نه شي غولولی.

دا سېمه د اسیا په زړه د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین هېوادونو په منځ  کې  پرته ده. دا سېمه جسد او اسلام یې د روح په معنی دی. دوښمنانو ډېري هڅي کړي، تر څو د اسلام پر ځای نور مذاهب او نظامونه عام کړي، خو شکر نه دي توانیدلي.

ددې سېمې د ابادۍ او تل پاتې سولې په هېله

صیام الدین پسرلی