نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«
»

نيکټايې لرونکي طالبان د نظام د سقوط په لټه کې

د حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايې، سياسيون دې ملي ګټې د شخصو غوښتنو څخه نه قرباني کوي. نوموړي چې تيره ورځ يې د ځوانانو پارلمان ته وينا کوله؛ د هيواد له سياسيونو وغوښتل چې د هيواد حساسو حالاتو ته په کتو دې ملي ګټې د خپلو شخصي غوښتنو څخه نه قرباني کوي. ښاغلي عبدالله همداراز هغه کسان خاينان وبلل چې د حکومت برخه ده او پر حکومت بيځايه نيوکې کوي.

که څه هم اجرايه رييس عبدالله کوم خاصه ډله او يا د چا نوم وانخيست چې خاينان څوک دي او څوک د ترهګرۍ په ګټه تبليغ کوي خو د تروريزم په ګټه يې د سياسيونو لخوا هر ډول تبليغ ملي خيانت ياد کړلو. داسې باور کيږي چې د نوموړي اشاره د حکومت ضد د حکومتي چارواکو وروستيو ايتلافونو او ځينو ډلو ته وي چې وخت ناوخت پر حکومت نيوکې کوي.

د ښاغلي عبدالله اندېښنه پر ځای ده. مونږ او تاسې عملاً وينو چې يو شمېر کرغيړنې څېرې د نورو استخباراتو او پرديو هيوادونو په لمسون پر اوسني حکومت بيځايه نيوکې کوي. ډيری د دوی که څه د دولت يوه برخه هم ده خو بيا هم پر حکومت خوله پرانيزي او د نظام د سقوط هڅې کوي. په اوس وخت کې دوه لويې عمومې ډلې شتون لري چې د نظام د سقوط هڅې کوي. يوه ډله د حکومت وسله وال مخالفان دي چې په سنګرونو کې د امنيتي ځواکونو سره جنګيږي او د جنګ دستور ورته د پاکستان، ايران، روسيه او نورو هيوادونو څخه ورکول کیږي. او بله ډله د اوسني حکومت هغه قسم خوړلي او له حکومته هغه رټل شوي او شړل شوي څېري دي چې ولسمشر غني يې په حکومت کې ورته لنګه غوا وچه کړې ده.

دغه دويمه ډله ترهګر په حقيقت کې د هيواد د پرمختګ لپاره د ولسمشر غني د پاليسو مخالفت کوي، دوی د ولسمشر غني هغو هڅو قهرولي دي چې غواړي جنګسالار نور څنګ ته کړي او ځای يې نويو لوستو ځوانانو ته پريږدي. دوی د غني هغې پاليسۍ په غصه کړي چې له مخې يې د څوکيو هغه ټيکه داران چې دولتي څوکۍ يې ميراثې کړې ده؛ له څوکيو ليرې کول کيږي. د دوی په نس کې د ولسمشر غني هغو هڅو درد پيدا کړی دی چې غواړي پر اساس يې په هيواد کې نور د ټوپک ځای قلم ونيسي. دوی  د ولسمشر غني له هغو هڅو او پلانونو ډاريږي چې غواړي د غل، فاسد، جنګسالار، لوټمار، قاتل او جاسوس سره بايد د خپل تيرو کړنو حساب وشي.

دوی د ولسمشر غني هغو پلانونو په غصه کړي چې له مخې يې د دغو جاسوسانو پر بادارانو د افغانستان ګټې بنديږي. دغه ډله ترهګر د افغانستان لپاره د ولسمشر غني له هغو پلانونو کړيږي چې پر اساس يې د دوی پر بادارانو د افغانستان اوبه بندیږي. دوی د غني هغه پياوړي بهرني سياست قهرولي دي چې په نړيواله کچه يې د دوی د بادارانو پاکستانيانو  اصلي څېره بربنډه کړه. دوی د ولسمشر غني هغو کاميابو پاليسو په غصه کړي دي چې پر اساس يې په هر نړيوال کنفرانس او غونډه کې ولسمشر غني د افغانستان لپاره په ميلونونو مرسته راغونډه کړې ده.

دوی پوهيږي چې ولسمشر غني که په واک پاتې شي نو نه يواځې دا چې له دغه غله، جاسوسان، د پرديو مزدوران او فاسدان به له اوسني دولتي موقفه ليرې بلکې له دوی سره د تيرو کړو حساب کتاب هم وشي. دوی د ولسمشر غني په شتون کې خپل سياسي راتلونکی په خطر کې ويني. دغه غله، فاسدان، د پرديو جاسوسان او مزدوران ولسمشر غني د خپل سياسي ژوند لپاره عزرايل بولي نو ځکه خو د ځان د خلاصون لپاره وخت ناوخت په ولسمشر غني نيوکې کوي او د نوموړي پلانونه ننګوي.

خو يوه خبره بايد ياده شي چې دغه بېځايه او د شخصي عقدې لرونکي حکومتي منتقدين هيڅ هم نشي کولی. دوی يواځې دومره کولی شي چې حکومت ته په ګواښ کولو او اخطارونو ورکولو سره خپل ځانونه ډاډه کړي. ځکه اوسنی حکومت د نړيوالې ټولنې د غوڅ ملاتړ تر څنګ د ولس غوڅ ملاتړ هم لري. ولس پوهيږي چې که خدای مه کړه په اوسني نظام څه کيږي نو بديل به يې يا طالب او ياد داعش وي. د همدې لپاره ولس په لويه کچه د حکومت ملاتړی دی او په هر دول حالاتو کې به له ولسمشر غني سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د هيواد د پرمختګ لپاره د هرې کړنلارې او پلان کلک ملاتړ يې کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي