از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

«
»

موږ ته څه په کار دي

نور محمد غفوري

موږ له هيچا سره خصومت نه لرو او نه يې کوو. ټول افغانان زموږ خويندې او وروڼه دي. ددې ټولنې د هر غړي خوشبختي زموږ د زړونو آرمان دى. 

موږ دا طمعه نه لرو چې په طالبي افکارو او اعمالو به د اوږدې مودې له پاره وطن جوړ شي او يا د دا په حتمي زوال محکوم حکومت له جمهوري نظام او له ځانه دفاع وکړاى شي. نه دا شړيدلى حکومت دوام موندلى شي، نه طالبان حکومت کولاى شي او نه ورته پريښودل کيږي. د هر يوه په دفاع او صفت يې ځان ستړي کول د انرژۍ بيځايه ضياع ده. 

موږ له خپلو ملي او مترقي دموکراتو مبارزينو دا طمعه او هيله لرو چې د نورو د ايديولوژيکو، دروغجنو او عوامفريبه شعارونو په لکۍ پسې منډې ونه کړي، خپله روښانه اصولي موضع ونیسي، يوه چاته د ناحقه رهبر او بابا ويلو پر ځاى خپل ځان، خپل شعار او خپل مدني ارزښتونه مطرح کړي، د عمل د يووالي په لارو فکر وکړي او مستقل ميدان ته راووزي. 

دا ډيره مهمه نه ده چې څه موضع نيسو، له چا سره ملګرى کوو او له چا سره مخالفت؟ په دې بحث او مشترکه پريکړه کولاى شو. خو دا بايد د خپلو اوږدمهالو موخو او اصولو څخه تيريدنه نه وي، بلکې د هغو په رڼاکې او د هغو د ترلاسه کولو له پاره وي. موږ د خپل فعاليت اصول او د مبارزې ارزښتونه لرو او هغه بايد تل په پام کې وساتو. 

زموږ د سياسي طرحو او فعاليت بنسټ پر قومي، مذهبي، ژبنيو او محلي رقابتونو او تضادونو نه دى ولاړ. سوله، دموکراسي، آزادي، ورورولي، برابري، ټولنيز عدالت، د قانون حکومت، ټولنيز پيوستون او داسې نور مدني او بشري منل شوي ارزښتونه زموږ د سياسي طرحو او فعاليت اساسي ستنې جوړوي.

زموږ د ملګرتيا او يو له بله سره د همکارۍ اصول د وينې شراکت، راسيسم، قوم پالنه او د ژبې او مذهب شراکت او يا د شخصي او ګروپي امتياز ترلاسه کول نه دي. موږ د “يو د ټولو او ټول د يوه له پاره” د پرنسيپ پراساس د خپلې ټولنې د عامې سوکالۍ او خوشبختۍ له پاره کارکوو. 

که مترقي قوتونه د کرزي او غني او يا نورو مذهبي او قومي ډلو شعارونه تکرار کړي او د هغوى د طرحو په پسمانده شخوند ووهي، په ټولنه کې يې د تشکل او فعاليت اړتيا نشته. هر ګوند بايد د خپلو موخو او فعاليت معين پروفايل ولري او د ټولنې په عمومي سيستم کې يوه تشه ډکه کړي. که موږ دا کار ونکړو، د تشکل اړتيا مو نشته. 

د روشنفکرانو طرحه بايد له دولتي او د مذهبي ګوندونو له طرحو څخه فرق شي او دا تفاوت بايد خلک وويني او ټولنې ته څرګند وي. دا دوهمه درجه اهميت لري چې دا طرحه په ټولنه کې اکثريت ګټلى شي او که نه او څه وخت يې ګټلى شي؟ 

موږ د اقليت و، خو خپله مستقله او له نورو څخه متفاوته طرحه د ولرو!

موږ د اقليت و، خو مبتکر او خلاق اقليت، نه دنباله رو اکثريت!

هغه مبارزين چې له خپله ځانه اصول لري، نن د يوه او سبا د بل په غیږ کې ځان نه اچوي او پرون د یوه او نن د بل ځواک “بلې ګويان” نه شي کيداى. تل د خپلو اساسي ارزښتونو سور خط تعقیبوي او د مبارزې په اوږده لار کې مؤقتى ستونزې او ماتې يې نه شي منحرف کولاى.

موږ چې هره موضع نيسو، خپل اصول بايد تر پښو لاندې نه کړو!

موږ چې هر تحليل کوو، بايد د خپلو منل شوو ليدلورو له زاويو او د خپلو اصولو او اهدافو په چوکاټ کې يې وکړو! 

که غواړو چې په ټولنه کې رول ولرو او خلکو ته خدمت وکړو، د نورو د تقليد او پیروۍ پر ځاي بايد پخپله تخلیق او ابتکار وکړو، د حوادثو په لکۍ پسې لاس وانه چوو، مخکښ واوسو او خلاقانه طرحه وړاندې کړو! 

د ملي دموکراتو او پرمختګ غوښتونکو ځواکونو دنده له اوسني په حتمي زوال محکوم حکومت څخه ننګه او يا د قرون وسطايي طالباني افکارو حمايت نه دي، بلکې له وضعيت څخه په استفاده د خپلو ارزښتونو او اصولو تبليغ او د هغو د موفقيت له پاره عملي کار دي. 

ملي، دموکراتو، مترقي او د خلکو د خدمت تږيو روښانفکرانو ته لازمه ده چې خپل مشخص الترناتيف جوړ کړي تر څو د سولې په پروسه او په آينده کې د خلکو په خدمت کې مناسب او اړين رول ولوبولى شي!

05.08.2021