از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

ملامحمد عمرمجاهد په کراچۍ کې دی

دپخواني ولسمشر کرزي وياند بي بي سي ته ويلي چې ملامحمدعمر آخند په کراچۍ کې دی.
څه موده وړاندي د افغانستان حکومت ويلي ؤ چې ملامحمد عمر آخند مړ دی، ژوندی نه دی
له دي وړاندي ځينو ژورنالسټانو او دنړيوالو پښتو رسنيو په شمول هڅه کيده که د ملامحمد عمر مجاهد مرکه ورته پيداشي په يو ميليون ډالر يې اخلي.
له دي نه دمخه بیا هما سلطاني د ولسې جرګې غړې ويلي ؤ چې ملامحمد عمر آخند ددې سره په کور کې دی.
او له دي ټولو مخکې د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو کې ويل کيدل چې ملامحمد عمر آخند يواځي نوم او سمبول دی، تر دغه نامه لاندي واک او کارونه د آی ايس آی مشران کوي.
که رښتا ملامحمد عمر آخند په کراچۍ کې وي، د کرزي وياند ته معلوم وي، او يا چا کرزي يا ده ته ښودلي وي، نو بيا امريکا ته په کار ده چې د کرزي له وياند څخه پوښتنې ګرويژني وکړي، او ملامحمد عمر آخند ورته پيداکړي، ولي دا دومره خلک په ناحقه زجر او شکنجه کوي؟
که رښتيا ملامحمد عمر آخند په کراچۍ کې وي بيا خو افغان حکومت ته په کار ده چې له پاکستان څخه يې تسليم کړي داسي لکه دوی چې لطيف الله محسود ورته تسليم کړ، او يا له دي وروسته چې د ملافضل الله پاکستان ته د سپارلو خبره کيږي.
که رښتيا ملامحمد عمر آخند په کراچۍ کې وي، بيا خو سوله بيخي اسانه ده، پاکستان دي له افغان حکومت سره معامله وکړي، ملامحمد عمر آخند دي ورته تسليم کړي، او هغه نيټه دي د طالبانو د تحريک د ختم نيټه هم اعلان کړي.
که رښتيا ملامحمد عمر آخند کراچۍ کې وي، بايد چې کرزی او دهغه ټيم محاکمه شي، ولي يې دا دومره وخت دهغه ځای خپلو او د امريکا استخباراتو ته نه ښود.
او که رښتيا ملامحمد عمر آخند کراچۍ کې وي، افغان حکومت ته يې ځای معلوم وي، بيا نو ولي په پټه دوی او امريکا هلته عمليات نه کول او ولي يې ژوندی نه نيوي؟
که رښتيا ملامحمد عمر آخند کراچۍ کې وي، بيا ولي کرزي په خپل وخت کې د طالبانو د ادرس پوښتنه کوله چې ادرس يې معلوم نه دي، مشران يې پټ دي، او خلک دي موږ ته دوی راوښيې چې ورشو او خبرې ورسره وکړو.
دا ټول هغه څه دي چې د يو سالم مغز څخه ددغسي خبرو تمه نه شي کيدلای. او نه دي دوی تمه کوي چې دغه ډول خبرې سالم مغز منلای شي.
لیکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن