بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

اپیکور؛ جهانی شاد و بدون رنج

Epikur (341- 271 پ.م. ) آرام بختیاری فلسفه اپیکور؛ نبوغ روشنفکران یونان…

 جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

«
»

د(غیرت) دبې غیرتۍ اوښکي

دختیځ نومیالي،ویاړلي اوسترفیلسوف اودنړیوال ښکیلاک ضد زړوراوهوډیالي مبارزعلامه سید جمال الدین افغان وایې چې درې ډوله دوستان اودرې ډوله دوښمن شتون لري .

یوهغه دوست دی چې ورسره نیغ په نیغه دوستي،ملګرتیا اوخپلوي لرې .دویم ستا د دوست،دوست اوخواخوږی هم دوست بلل کیږي.دریم ستا د دوښمن،دوښمن هم دوست شمیرل کیږي.

د دوښمن په اړه وایې چې یوستا نیغ په نیغه دوښمن دی.دویم ستا د دوست دوښمن هم ستا دوښمن دی.دریم ستا د دوښمن دوست هم ستا دوښمن دی.

له بده مرغه افغانستان په سیمه یېزه اونړیواله کچه له ډول،ډول دوښمنانواودوستانوسره مخ دی په دې لنډه لیکنه کې مې موخه دچم ،ګاونډ سیمه یېزودوښمنانوڅخه دی چې هیڅکله یې هم زموږدولسونودتباهی ،بربادی اوهیواد له ورانی څخه ډډه نه ده کړي کله چې په ۱۹۴۷میلادي کال کې پرنګیانودخپلي استعماري ستراتیژیکې نقشې سره سم دپاکستان په نوم یو فتنه ګراوګوډاګی تصنعي هیواد رامنځته کړیوکال وروسته په ۱۹۴۸میلادي کال کې دبریتانیا دوسله وال پوځ دلوی درستیزمرستیال جنرال ر.کاوتومي دخپلونظامي اوسیاسي موخولپاره دپاکستان دهوایې خواکونوجنرال ایوب خان ته دنده وسپارله چې دپاکستان دپوځ په چوکاټ کې یوڅارګراواستخباراتي سازمان دای،اس،ای په نوم رامنځته اودهغه له خواجوړشواوورسره جوخت په هوایي ځواکونوکې دمارشال رتبه ورکړای شوه چې په پایله کې نوموړی په ۱۹۵۱کال کې دپاکستان دجمهوري ریاست مقام ته ورسید.دغه شیطاني تورسازمان له جوړښت له پیل نه تر دې دمه په سیمه یېزه اونړیواله کچه دترهګرې اوورانی په خونړیولوبوکې بوخت اودهغه چارواکواوڅارګروزموږدګران هیوادپه ورانولواوبې ګناه افغانانوله وژلواوترورڅخه ډډه اودریغ نه دی کړی.همدالامل دی چې په ټول هیواد کې دای،اس،ای دپخواني مشرجنرال حمیدګل په مړینه دخوښی غونډی جوړې شوې اودپراخولاریونونوپه ترڅ کې دغه تورمخی غلیم دافغانستان دخلکوقاتل وبلل شواودهغه کرغیړنې اوخبیثې ارواته یې نفرین واستاوه اود ده ناڅاپي مغزي سکته یې دبې وزله افغانانودازارپایله اوغچ وباله.

خوله بلې خواپه پاکستان کې دهغه په مړینه دویراوغم ټغرخورود ده په فاتحه کې دګډون له کبله افغان ولس ته دای،اس،ای مزدوري اولاس پوڅي مکارې څیرې رسوا اوپه ډاګه شوې چې له هغوڅخه دګلب الدین حکمتیارنازولي زوم دهغه په استازیتوب ګډون کړی اودحکمتیاردویراوغم پیغام یې په فاتحه کې ولوست اوبهیر غیرت دبې غیرتی اوښکي توی کړې ځکه حکمتیارجنرال حمیدګل خپل وروراودافغانانوافتخاراوویاړبللی دی اودافغان ولس د دغه معلوم الحاله قاتل سره دوروری اوکلکې دوستی په ډاګه کولوسره یې خپل ځان دافغانستان غیوراومسلمان ولس ته داسې وشرماوه چې هیڅکله به یې افغان ولس ونه بښي .جنرال حمیدګل هم پخپله وروستی مرکه کې ګلب الدین حکمتیار دپاکستان رښتینی اووفاداردوست بللی اوویلي یې دي چې آن له ماڅخه هم ښاغلی حکمتیاردپاکستان سره زیاته خواخوږي لري.

په دې اړه دروهي په باوري اودرنه ویب پاڼه کې لاندې مستنده لیکنه خپره شوی هیله ده چې په غوریې ولولې.

مړه اوشرمنده دی وي دافغانستان دوه مخي اوتورمخي دوښمنان.

بسم الله اکبري

۲۲/۸/۲۰۱۵

هیله ده چې دغه ویډیو وګوری

https://www.youtube.com/watch?v=7mGbWc-mb8I

مرګ دې د داسې پښتنو په سر شي

چـــــې د انــــګړ ګلـــونه وشــکـــوی

ترینه ظالم ته ګل غنچه جوړه کـړی

 

اظهار