به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

«
»

د پاکستان د لېونتوب چاره څه ده؟


دوه اویا کاله کیږي،چې د پاکستان په نوم یوه سرطاني غده د نړۍ پر بدن را ښکاره شوې ده.
د نړۍ د نورو هېوادونو په ډله کې د دې سرطانې غدې له شاملېدو وروسته په افغانستان کې د پاکستان له لوري پر جنجالي کرښه(ډیورنډ) او د افغانستان په ځينو سویلي ولایتونو په سلګونو ځله تېری شوی او له صفرې نقطې څخه دېخوا یې د افغانستان د ننه؛ په سلګونو کیلومټره ځمکه لاندې کړې. سره له دې چې افغان دولت د امریکا په شمول له ناټو تړون او د نړۍ له نورو لسګونو هېوادونو سره ستراتیژیک، امنیتي او دفاعي تړونونه لري،خو بیاهم نه د امریکا او نه د ناټو ځواکونو لخوا د پاکستان د دغو ښکاره تیریو په مقابل کې د افغانستان ننګه کړې او نه يي په ملګرو ملتونو کې په اړه کوم قانوني اقدام شوي دی.

پاکستان تل په افغانستان کې له هر فرصته ګټه پورته کړې،کله یې سیمې لاندې کړې او کله یې هم ترهګرو په واسطه د افغانانو وینې تویې کړې دي او په دفاع کې یې زموږ ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه شهیدان او په لسګونو ټپيان شوي دي، خو له بده مرغه چې حکومت مشران مو پرې کاڼه غوږونه ناست دي.

دا خو لا پرېږده،چې اوس یو ځل بیا د پاکستان ډول ته څڼې غورځوي او پر خبرو یې تل غولېدلې دي.

پاکستان له څو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمیر سرحدي ولایتونو راکټي بریدونه کوي چې د انساني او مالي زیان او مرګ ژوبلې تر څنګ په کې د هېواد طبیعي ځنګلونه او ځنګلي ژوي هم زیانمن شوي دي. د کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست، کندهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځ په ړندو راکټي بریدونو کې مو ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي؛ همداشان د حکومت په کورنیو چارو کې په خلاص مټ لاس وهنې کوي، خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت یې په مقابل کې چوپتیا ولې غوره کړې ده

او یا تر دې حده مجبور دي،چې د دوی د هره بلنه مني؟
ځواب څرګند دی؛ اصلا د حکومت مشران د خپلمنځي اختلافاتو په سیند لاهو دي او کوچنیو موضوعاتو کې د ښکېلتیا له امله دا وخت نلري،چې له واحد دریځه د پاکستان پر وړاندې ودرېږي او له منظم پلان سره پاکستاني لوری جدي همکاریو ته اړ کړي.

افغانستان تل د دوی د سرغړونو نه یا سترګې پټې کړې او یا یې یوازې پر اعلامیه او لفظي غبرګون بسنه کړې ده.

 

تاسې شاهدان وئ،چې د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې د پاکستاني پوځ له لوري پيل شوې دورازه بشپړه شوه او دولت یې پر وړاندې د پام وړ غبرګون نه و ښودلی.همداسې اغزن تار هم بشپړ شو،خو افغان حکومت لازم او ملي غبرګون و نه ښود،چې دا خپله د دې څرګندویي کوي،چې د حکومتي مشرانو اختلاف؛ د پاکستان لپاره لنګه غوا ګرځېدلې ده.

د پاکستان د پوځ او آي،اېس،آی پر وړاندې عام ولس تل عملي اقدام کړی، غبرګون ښودلی او د لاریون په تر سره کولو يي د هغه مخالفت کړی

خو داسې ښکاري،چې د ملي یووالي حکومت کوم ځانګړی مجبوریت لري،چې خوله یې ګنډلې ده.

د پای خبرې په توګه؛ باید وایو که د حکومت په رښتیا د خپلو خلکو او خاورې د مدافع وي او په رښتیا هم له هغوی څخه د دفاع وړتیا لري؛ نو افغان حکومت ته په کار ده،چې باید د پاکستان د ورځنیو جنایتونو او له ترهګرو نه د بربنډ ملاتړ په اړه په جدي توګه د لاس وهنو د درولو غوښتنه ورڅخه وکړي او نړیوالې ټولنې هم وغواړي،چې یو لوری ونیسي؛ یا افغانستان یا پاکستان،څو د پاکستان د لېونتوب چاره وشي.

لیکنه: خوشحال آصفي