نصایح نامچه

موسی فرکیش «نصایح‌نامچه»، در حقیقت متن گفتار و پیشنهادهای عبدالرحمان خان…

یازدهم سپتامبر؛ مبارزه با تروریسم یا چرخه معکوس تحول در…

نویسننده: مهرالدین مشید حملات یازدهم سپتامبر ۲۰۰۱ نه تنها سیاست خارجی…

 آیا راه رشد غیر سرمایداری پاسخگوی  اهداف استراتیژیک خلقهای جهان…

مقدمه این را همه میدانند که در ایجاد جنبشها وحریانات تند…

استاد ګل پاچا الفت 

خدای بخښلی  استاد گل پاجا الفت  هغه  لوی  او وتلی…

د سیاسي ګوندونو په جوړولو او فعالیت کې د مرام…

 انسان له اوله په ټولنیز ژوند کې د ګډو موخو…

خاطر شاد 

رسول پویان  تـو گـویی خامـۀ پاییز کلک استاد است  به هر طرف…

برجحان تعلقات!

امین الله مفکر امینی                     2025-07-09 برجحان ز تـــــــــعلقات وافکاری واهی خدا جوییــــــــم با…

اگر سقراط ‌پدر فلسفه است، کنفوسیوس یا ملاصدرا چرا چنین…

بخش دوم از مقاله‌ی سقراط، تیشه‌زنی، به ریشه‌ی دانایی. بحثی از…

پاسخی به پرسشی

محمدعثمان نجیب  آغا صاحب گرامی، نه دانستم دلیل شتابان شما برای…

استاد قیام الدین خادم 

استاد خادم د پښتو ادبیاتو په اسمان کې له هغو…

روشنگری روس، ملی گرا، رفرمیستی، علم گرا

Lomonossow, Michail(1765-1711 آرام بختیاری لومونسف؛- شاعر، دانشمند، روشنگر. میشائیل لومونسف(1765-1711.م)، شاعر، محقق، فیلسوف،…

د سیاسي ګوند او سازمان اساسي او تشریفاتي سندونه

د یوه سیاسي ګوند او د هر سیاسي او ټولنیز…

اعتراف به خطا؛ اخلاق و پل عبور از تاریکی به…

نوسنده: مهرالدین مشید  تاریخ، دادگاه اشتباهات مشترک ما تاریخ معاصر افغانستان و…

وقتی اژدها می‌غرّد، خرس می‌خروشد و فیل می‌خرامد؛ بشکه زرد…

نوسنده: مهرالدین مشید  پیام نشست شانگهای برای طالبان؛ نشانه‌ای از افول…

در سوگ کنر

بمناسبت زلزله ي مهلک ولایت کنر از زمین لرزه کنر هر…

درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

«
»

د وطن د ترقۍ ملي ګوند د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

کابل ـ د ۱۳۹۳ هـ ش کال د تلې  میاشتې دریمه نېټه

داوږدې مودې تر انتظار وروسته د ولسمشریزو ټاکنو جنجالمنه پروسه د ملی وحدت حکومت د جوړولو په موافقې سره پای ته ورسېده او د انتخاباتو د کمیسیون لخوا ډاکتر محمد اشرف غنی احمد زی د ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرائیوي رئیس په توګه اعلان شول. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د ملی وحدت حکومت اعلانولو ته په ښه نظر ګوری او ډاکتر اشرف غنی احمدزی، ډاکتر عبدالله او د هغوی مرستیالانو ته د نویو له مسئولیته ډکو دندو د نیولو مبارکی وایی او هیله کوی چې د پنځو راتلونکو کالونو په موده کې د هیواد د سمسورتیا او ملت د هوساینې په لاره کې د واحد او غښتلی حکومتي ټیم په توګه لویې بریاوې تر لاسه کړي.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د خپلې کړنلارې سره سم چې ټاکنی د ولسواکۍ د ټینګښت او پایښت لپاره یواځنۍ لار ګڼې، په انتخاباتي بهیر کې د خلکو د زیاتې برخې اخستنې په هیله ډېري هلی ځلی کړی دي او د راتلونکی ملی  یووالی حکومت څخه دا هیله لري، څو د هیواد د ټولو اوسیدونکو په وړاندې بې پرې ملی سیاست پرمخ بوزي، د یوه او یا بل قومي، ژبني، نژادی، او مذهبي ګروپ په ګټه موقف ونه نیسی او د قانون په وړاندې د ټولو اتباعو حقوقوته په  یو شان نظرو کړي، په هیواد کې امن او ثبات رامنځته او د دموکراسۍ، ټولنیز عدالت، انسانی کرامت، بشری حقونو، په دولتی ادارو او ټولنیزو چارو کې د ښځو او ځوانانو د ونډې د زیاتولو، ملي یووالی او د هیواد د ولایتونو د متوازن انکشاف پر اصولو باندی  د یوې هوسا او پرمخ تللې ټولنې بنسټ کیږدی. د اداري، سیاسی، ټولنیز او اقتصادی فساد جرړې وباسي او کار د کار وړ کسانو ته د هغوی دوړتيا ، صداقت او وطن پالنې د روحيې پر بنسټ وسپاری او په دې اړوند د روابطو پرځای ضوابط لوړ وبولي. د هیواد د اقتصادی نظام د ښه مدیریت په پایله کې پیاوړی شي، د ټولنیزو ګروپونو تر منځ د کرکې او زور زیاتی روحیه بدله او په حکومتي چارو کې د خلکو غوښتنې په رښتیني ډول په پام کې ونيول شي .

ښکاره خبره ده چې ژور بدلونونه د ژورو اصلاحاتو غوښتونکی دی چې د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیمونو د برنامو سرلیک او پیاوړې برخه جوړوی. بې له شکه چې د دواړو ټیمونو په موخو کې د ژورو بدلونونو، د فساد په ضد مبارزې ، ښې حکومتدارۍاودنه حذف كولوسياست وعدې ورکړل شوی دي. موږ هیله من یو چې په حکومت کې دواړه ټیمونه خپلووعدوته وفادار پاتي شي نوځكه دټولو ګډون به د ملی یووالی د حکومت په پروګرام کې  ژورو بدلونونو او پراخو اصلاحاتو ته لا نوره هم لاره پرانیزي.

د بدلون او اصلاحاتو د برنامو پلی کول په کار پوه، متخصص، متعهد، صادق او په عصری علومو سمبالو ماهرانو ته اړتیا لري. د وطن د ترقۍ ملی ګوند په اند په راتلونکی حکومت کې باید فاسد اشخاص ځای ونه لري، د حرفوی چاپلوسانو او زورواکانو مخه ونیول شی او نه یوازې په دواړو ټیمونو پورې اړوندو کسانو، بلکې ټولو افغانانو ته د هغوی د تخصص، تعهد، تجربې، پوهې، لیاقت، سپېڅلتیا او وطندوستۍ د معیارونو پر بنسټ په حکومت کې د ګډون زمینه برابره شي.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند چې په بیلا بیلو مسلكونو کې د لوړو تحصیلاتو او کاری او مدیریتی تجربو لرونکو، صادقو او متعهدو کادرونو در لودونکی دي، تيار دی  چې خلکوته د چوپړ په نیت د یادو برنامو او پروګرامونوپه  پلی کولوكي برخه واخلي .

ومن الله التوفيق

عبدالحی مالک

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رئیس