پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

«
»

د نړیوال نظم نورمونه

نور محمد غفوري

په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان، نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی او د نړیوال نظم اصول) کې مو د نړیوال نظم، د هغه د قواعدو او اصولو په اړه رڼا واچوله. په ننی لیکنه کې به د نړیوال نظم نورمونه توضیح کړو.

1.د نړیوال نظم نورمونه (Norms)

داهغه قواعد دي چې په ټولنه کې د منل شويو او مشهورو ارزښتونو په توګه پیژندل کېږي، خو قانوني الزام نه لري. نورمونه د وخت په تېرېدو سره د هېوادونو په چلند کې رامنځته کېږي او د قوانینو په توګه عمل کوي.

یا په بل عبارت: د نړیوال نظم نورمونه هغه نانفورمال یا نیمه رسمي ارزښتونه، چلندونه، او تمې- توقعات دي چې د نړیوالو اړیکو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. نورمونه د اصولو او قواعدو په پرتله کم دقیق او عام دي، خو بیا هم د دولتونو او نړیوالو لوبغاړو په چلند کې اغېزناک رول لري.     نورمونه د دولتونو ترمنځ د منل شوو او منل کېدونکو عملونو په اړه د ټولنې د هيلو استازیتوب کوي او د نړیوال نظم په ساتنه کې مرسته کوي. دلته کولای شو چې د نړیوال نظم د لاندې څو مهمو نورمونو یادونه وکړو:

– د دیپلوماسۍ احترام  (Respect for Diplomacy)- دا نورم وايي چې دولتونه باید د خپلمنځي اړیکو او شخړو حلولو لپاره د ډيپلوماسۍ له لارې عمل وکړي، او د جګړې یا تاوتریخوالي پر ځای خبرو اترو او مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي. دا نورم د نړیوالو اړیکو یو بنسټیزه برخه ده او د سولې په ساتنه کې مرسته کوي.

– د بشري حقونو رعایت (Observance of Human Rights)    – که څه هم د بشري حقونو درناوی په رسمي اصولو او قواعدو کې ځای لري، خو دا د نړیوال نظم یو مهم نورم هم دی. دولتونه مکلف دي چې د بشري حقونو په برخه کې داسې چلند وکړي چې د نړیوالې ټولنې تمې پوره کړي، حتی که په رسمي توګه په قوانینو کې نه وي درج شوي.

– د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ نورم  (Solidarity and Cooperation) دولتونه په نړیوالو ستونزو، لکه اقلیمي بدلون، په نړیواله کچه د ناروغۍ څپې او اقتصادي بحرانونو کې د یو بل ملاتړ او همکارۍ ته هڅول کېږي. دا نورم د نړیوالې ټولنې د یووالي لپاره مهم دی او د ګډو نړیوالو ګټو لپاره هڅې هڅوي.

– د متقابل احترام او متقابل عمل نورم  (Reciprocity): د نړیوالو اړیکو یو بنسټیز نورم دا دی چې دولتونه باید د یو بل سره متقابل چلند وکړي. یعنې، که یو دولت د بل دولت سره د همکارۍ او درناوي چلند کوي، تمه دا ده چې بل دولت هم ورته چلند ورسره وکړي.

– د ملي پولو او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی (Respect for National Borders and Territorial Integrity)  دا نورم د دې تمثیل کوي چې دولتونه باید د یو بل پولو ته احترام ولري او د زور له لارې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا د بدلولو هڅه ونه کړي. دا نورم د دولتونو د خپلواکۍ او ملي بشپړتیا د ساتنې لپاره مهم دی.

– د نړیوالو قوانینو منل  (Acceptance of International Law) –  دا نورم دولتونه د نړیوالو قوانینو او تړونونو منلو ته هڅوي، د نړیوالو قوانینو او تړونونو اعتبار ساتي او د دولتونو ترمنځ د باور او همکارۍ فضا رامنځته کوي.

– د اټومي وسلو د نه کارونې نورم  (Nuclear Taboo) – د نړیوالو اټومي وسلو د نه کارونې نورم، چې په نانفورمال ډول منل شوی، وایي چې اټومي وسلې باید په هیڅ صورت کې ونه کارول شي. دا نورم له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته خورا پیاوړی شوی او د نړیوالې سولې په ساتنه کې یو مهم فکټور ګڼل کېږي.

– د اقتصاد او سوداګرۍ د ازادۍ نورم (Norm of Free Trade and Economic Cooperation) – د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ د ازادۍ نورم وايي چې دولتونه باید د سوداګرۍ د پرانیستې فضا او اقتصادي همکارۍ لپاره کار وکړي، او د متقابلو ګټو لپاره یو له بل سره اړیکې جوړې کړي.

د نړیوال نظم د نورمونو اهمیت:

پورته د نړیوال نظم د نورمونو یو څو مثالونه ذکر شول. دا او داسې نور د نړیوال نظم نورمونه د دولتونو او نړیوالو سازمانونو لپاره دا ټاکي چې کوم چلندونه او کړنې مناسبې او کومې نامناسبې دی. دا د دولتونو او ټولنیزو جوړښتونو ترمنځ اړیکې په غیر رسمي ډول تنظیموي.

سره له دې چې د نړیوال نظم نارمونه د اجرأ حتمیت، فلهذا قانونی مجازات نه لري، مګر د نړیوالې ټولنې هغه هیلې او تمې منعکسوي چې د دولتونو له چلند څخه یې کوي. دا نورمونه په دولتونو کې د ګډو نړیوالو اهدافو، لکه د نړیوالې سولې، اقتصادي پراختیا، او بشري حقونو درناوي له پاره همکاري هڅوي.

دا هغه ناراجستره یا د قانون له سیوري بهر اخلاقی او ټولنیز ارزښتونه دي چې د نړیوالو اړیکو لپاره د منل شوو عملونو او چلندونو مفهوم لري او د نړیوالې سولې، ثبات او همغږۍ لپاره مهم بنسټونه دي چې د نړیوال نظم په رامنځته کولو کې حیاتي رول لري.

که څوک غواړي چې هېواد یې په نړۍ کې د عزت او احترام څښتن او آبرومند ژوند ولري، دا ښه ده چې د نړیوال نظم د قواعدو، اصولو او نارمونو له مراعات او احترام څخه ونه تښتي.

 د ټولنیز نظم نورمونه له قواعدو او اصولو سره څنګه پرتله کولای شو؟

په تيره لیکنه کې (د نړیوال نظم اصول) تر عنوان لاندې مو د نړیوال نظم د قواعدو او اصولو ترمنځ په ورته والي او تفاوتونو باندې خبرې وکړې. اوس چې په دې دواړو باندې (د نړیوال نظم نورمونه) هم ورزیات شول، ښه به وی چې موږ له قواعدو او اصولو سره د نورمونو په توپیر او ورته والی هم لنډه رڼا واچوو.

د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه په اصل کې درې واړه د هېوادونو ترمنځ د چلند او عمل لارښوونې او چوکاټونه دي چې په بیلو بیلو حالتونو کې رول لوبوي او په متفاوتو کچو فعالیت کوي.

 لکه په تیره مقاله کې مو چې وویل،  قواعد  مشخص، دقیق او رسمي لارښوونې دي چې د ځانګړو حالتونو لپاره ټاکل کېږي. د قواعدو نه رعایت کول معمولاً د قانوني یا انضباطي جزا لامل کېږي. قواعد اکثراً په لیکلې بڼه وي، چې په قوانینو، مقرراتو او رسمي سندونو کې ځای پر ځای شوي وي؛ په داسې حال کې چې اصول عمومي، پراخ او بنسټیزې لارښوونې دي چې د خلکو د چلند او پرېکړو لپاره بنسټ او د قواعدو له پاره بستر جوړوي. اصول د قواعدو په پرتله انعطاف منونکي دي او په مختلفو حالتونو کې تفسیر کېدای شي. اصول زیاتره وخت د اخلاقي، فلسفي او قانوني بنسټونو په توګه پېژندل کېږي او کولی شي په رسمي یا نالیکلي بڼه موجود وي.

د ټولنیز نظم نورمونه د ټولنیزو اخلاقي ارزښتونو، دودونو او فرهنګ پر بنسټ جوړ شوي قواعد او اصول دي چې د ټولنې د عمومي چلند لپاره منل شوي او د خلکو تر منځ نالیکلي توقعات دي. نورمونه زیاتره وخت د ټولنې د فرهنګ، رواجونو او نانفورمال تړونونو پر بنسټ ولاړ وي او سرغړونه يې په رسمي سزا نه ختمېږي؛ خو کولای شي د ټولنیز فشار، ناسمې اندیښنې او بدنامۍ سبب شي. که نورمونه مراعات نه شي، رسمي سزا نه لري؛ خو د ټولنیز فشار، بدنامۍ، یا د ټولنې د پرېښودلو سبب کېدای شي.د دوی رعایت زیاتره وخت د ټولنیز فشار پر بنسټ وي.

په دې توګه، قواعد د اصولو پر بنسټ رامنځته کېږي، او نورمونه د ټولنیزو اصولو او فرهنګي ارزښتونو یو لړ نانفورمال بڼه ده.

28.10.2024