یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

د ننیو جنګوتوطیه د امریکا له طرفه په جهادی  ټیکه دارنو عملی کیژي

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جون دوهمه ۲۰۱۶ کال
دساختمانی پروژو قراردادونو لاس ته راوړلو او تر لاسه کولو ته  ټیکه
داران په کار دی ، تیکه داران له پاره ددې چې د پروژو د جوړولو نه ډیرې
پیسې یعنی زیات مفاد تر لاسه کړي نو باید ډیر بې  کیفیته او غیر ستندرد
خام مواد استعمال کړې مثلا دیوه مکتب د جوړیدو له پاره وزارت معارف
۱۲۰۰۰۰ ډالر تخصیصی ورکړي او په قراردادکی د ټیکه دار سره شرایط داسې
تعین شوی  چې اصلا باید تر ۱۰ م م سیخ ګول کم استعمال نه کړی او همدارنګه
سمنت هم د نورم په اندازه استعمال کړي او کانکریټ هم په یوه معینه اندازه
یعنی نیم متر یا ۳۰ سانتی متره واچول شي ، خو تیکه داران بیا د مکتب په
جوړولو کې د ۵ م م سیخ ګول نه استفاده کوي او سمنت هم د ریګ سره نه ګډوي
بلکه د خاورو سره ېې ګډوی او د کانکریټ اندازه هم ۱۵ -۱۰ سانتی ته را
ټیټوی ، تر څو ډیره ګټه تیکه دار تر لاسه کړي ، د معارف وزارت تفتیشان هم
چې د مکتب د ساختمانی کارو څخه لیدنه کوی یوه اندازه رشوت د ټیکه دار نه
تر لاسه کوی او د معارف سر انجینر چې د قرارداد په امضا کولو ېې د تیکه
دار نه ۴۰ زره ډالره رشوت تر لاسه کړی وو نو د تفتیش په وخت کی هیڅ نه
وایی او تیکه دار قرارداد په ډیرو بیکیفیته موادو تر سره کوی او یو څو
کاله بعد د مکتب دیوالونه او چټ را نړیژي او ډیر زیات هلکان او نجونی تر
تعمیر لاندی کیژی او وژل کیژي  په افغانستان کې دا د تیکه دارانو اصلی
وظیفه ده، همدارنګه د سرکونه – پلونو په جوړولو کې .
اوس را ځم د چوکیو او مقام ټیکه دارانو ته ::
دغه ټیکه داران امریکا او غرب په مجموع کې غربیانو د بن په کنفرانس کی
تعین او مقرر کړل ، تر څو ورنه په قراردادو او تیکه نیولو کې اعظمی
استفاده وکړي او اکثریت ېې جهادی رهبران او د پاکستان او ایران او
عربستان سعودی مزدوران او اجنټان افغانان وو ، مثلا که یوه پروژه څو
ملیونه قیمت ولری نو اول غربیان د تیکه نیونکۍ څځه یو ملیون ډالره خپل
مخصوص بانکی حساب ته د انتقالولو فرمایش ورکوی ،  او بیا دغه اجاره دغو
تیکه دار ته ور کوی ، ټیکه دار باید یو ملیون رشوت چې عاجل ېې د افر یا
دو بالایی په دوران کی دونر ته ورکړې وی هغه هم پوره کړي او خپل ځان ته
هم اقلا ددغو قرارداد نه  دوه یا دری لکه ډالره مفاد یوسې او ټولې پروژې
غربیی ( دونران )   د تنظیمی – اسلامی احزابو سره په ارتباط  سرمایه
ګذاری کوی د ټیکه دارانو خام مواد د افغانستان بیسیواده – بیکاره – ابن
الوقته انسانان – اغا بلی دیوې غوړې مړي وږي کسان دی چې د اسلامی داړه
مارانو – کفن کشانو – قران خورو – غلو – رشوت خورو – تالان ګرو – قاتلینو
– د همسایه هیوادو مزدورو نوکرانو او اجنټانو تر لاس لاندی د بخور او
نمیر ژوند ته ادامه ورکوي ، او زموږ بیسیواده – وږي – بربند – ژنده پوشان
او فقیران د اجیرو – روز مزدو کسانو په شان د ځان سره د څو دالرو په
ورکولو سره د ځان سره ساتی  په دوی همیشه شاقه کارونه کوی  دهغو کسانو مخ
نیوۍ کوي ، وژني ېې ، تهدیدوي ېې چې دوی افشا کوی یا ېې مخالفت کوی – او
په ضمن کې د مخالفینو کډ نپول – او د دوی د ښځو او لورانو سره ناوړه سلوک
کوي– او دخپلو دشمنانو په مقابل کی ېې استعمالوی او دوی زیاته فایده ور
نه اخلی ، مثلا ۱۵ ګونه جهادی تنظیمو قوماندانانو او رهبرانو چې د دغو
خوارو او بیکاره افغانانو په تیکه اخیستلو سره ځانونه ملیاردران کړل او
نن هم د افغانستان اکثریت خلک هماغه وږي – ژنده پوشان – بینوایان – د
پړانګې پړانګو کالیو خاوندان تل ددوی نه د اسلام او قران نه په غلطه او
ناوړه استفادی سره د خپلو پروژو د تکمیلولو په خاطر د حریفانو او خپلو
دشمنانو په ضد دارزانه او اسانه وسلي یا افزار په حیث استفاده کوی ،پروني
غله ، داړه ماران ، قاتلین ، چپاولګران ، لارې نیونکي ، په رشوت او اداری
فساد کی غرق مافیایی څیرې هغه دی نن د لویو لارو نه مسافرین کوزوی بیا یی
وژني او یا جریمه کوی ، د کندز بغلان د تښتول شویو کسانو دوه ورځې پخوا
داستان ته ښه توجه وکړۍ چې د کومو خارجیانو – همسایه هیوادو – او داخلی
افغان داړه مارو غلو یا طالبانو لاسونه پکې دخیل دی او که نه ؟؟  او زموږ
عام خلک باید دپورتنیو ټیکه دارانو  په نیت او توطیو ځانونه پوه کړی ؟؟؟
ولې یوه افغان د پورتنیو کسانو نه  پوشتنه ونه کړه چې تاسې ځانونه په
ټیکه داری کی ملیاردران کړل ، او موږ عمله او فعله او مزدوران تر ننه د
تاسې د ټیکې د جوړولو او تر سره کولو خام مواد او مزدوران یو او دیوه
خاورین کور خاوندان هم نه شولو ، وطندارانو ټیکه داران ډیره ښه وپیژنۍ
دوی د ( پاکستان – ایران – سعدی عربستان – امریکا او انګریز ، روسانو
اوچین سره هم ) قراردادونه لری یو بل ته پاس ورکوی ، وسلی او مهمات ورکوی
– راکټونه مخصوصا ضد هوای ستنګرونه – بلوپایپونه – ستریلا یک او دوه  ېې
هم ورکړی او طیاری اوهلیکوپترونه را غورځوي او دوی ته رشوتونه ورکوی او د
دوی نه قیمتی ډبری – انتیک باب – یورانیم – لیتیم – هیرویین او تریاک –
چرس د رشوت په ډول یا بارتر په ډول اخلی تر څو په قدرت کی پاتی شي او تل
ددغو هیوادو پروژي تکمیل کړي او تاسې تل تر تله د تیکه دارانو مزدوران او
غلامان پاتي شۍ هیله ده د تیکه دارانو نه ځانو نه خلاص کړۍ او زما سره
دیوه   (( محافظ قول اوردو  )) په چوکاټ کې ځانونه تنظیم کړۍ دغه محافظ
قول اوردو عنقریب په افغانستان کې د تکمیلیدو په حال کی دی او ددغو قول
اوردو له پاره ځوان نسل په  ۲۰کنډوکونه کې تشکیلیژي  او دهر کنډک په راس
کې یو جنرال قرار لری او دهرو ۲۰ نفرو په راس کی یو جګړن د بلوک د
قوماندان وظیفه تر سره کوی ښځینه درۍ کنډکونه لری او هر کنډک ۵۲۰ نفره
پرسونل لري او قرارګاه ېې ۲۱۰۰نفره ده ( جمعا دمحافظ قول اوردو نارینه او
ښځینه پرسونل ۱۲۵۰۰ نفرو ته رسیژي )  او ټول پرسونل په ( مکاروف تفنګچو –
کلاشنیکوف- پیکا ماشیندار – ماشیندا زیاو یک – بم اندازها – هاوان ۸۲م م
– هاوان ۱۲۰ م م – شلیک راکتاندازه ۳۰ میله – شلیک هاوان انداز ۳۰ میله –
بم های دستی – موټرسایکل های ګوزمبور – موترهای پیکپ – و لاری های خورد
کاماز برای مواد اعاشه و مهمات در اختیار این قول اوردوداده می شود —
قول اوردو یونیفورم خاص ( پي  ایم ) دارد و دارای نشان خاص و علامت سر
سینه خاص دارا می باشند ، پرسونل به شکل سپورتمین های تکواندو کاراته در
میدان تعلیم تربیه می شوند ودر نهایت توسط ۲۰ بال هلیکوپتر های اکولا و
مې ۸ ) حمایه و انتقالات می نمایند .، او دغه قول اوردو د افغانستان د
ننه اصلی دشمنان( هغه چې انتحارکوی – بمونه ایږدی – زموږ خلک وژني او
پاکستان – ایران او عربانو ته ) جاوسوسی کوی  او د همسایه هیوادو زرخریده
ناولی قاتل مزدور کسان له منځه وړي ، او به په ډیر کم وخت کې به د وسله
وال پوځ سره په ګډ کوردیناسیون کي دشمنان وځپي او هیواد والو ته به صلحه
او واقعی امنیت راولي او د پنجاب او ایران د کشماره به مو د ابد له پاره
خلاص کړۍ ددغو قول اوردو منظوری ریس جمهور محمد اشرف غنی ورکوی . امین