جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د سولې جرګه باید جوړه شي!

افغان ګل 

درې میاشتې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې د سولې مشورتي جرګه باید د قطر تر خبرو مخکې جوړه نه شي. همغه وخت یوشمېر لیکوالانو د افغان سولې په اړه د امریکې پر نیت شک وښود او د خپلو لیکنو له لارې یې په ډاګه کړه چې د امریکې دغه خبره دوه معناوې لري، یوه معنا دا چې امریکه غواړي له طالبانو سره د سولې پرځای معامله وکړي او بل دا چې امریکه غواړي د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو او سولې مخه ونیسي او په دې ډول هڅه وشي چې د سولې په اړه د افغان ولس اراده پټه پاتې او نادیده ونیول شي.

اوس چې په پام کې ده په قطر کې د طالبانو، حکومت او نورو کسانو ترمنځ د نظر څرګندولو یوه غونډه جوړه شي، نو له څو اونیو راهیسې دولت نه شي کولای نوموړې غونډې ته د یوې استازۍ پر جوړېدو هوکړې ته سره ورسېږي او په دولت کې هره سهامي هڅه کوي چې پر استازۍ غلبه پیدا کړي او اکثریت په کې ترلاسه کړي.

له دې هڅو داسې ښکاري چې د دولت هره سهامي غواړي د ولس او حکومت ګټو پرځای ځاني ګټې او اغراض مطرح او په راتلونکې حکومت کې ځان ته د پښې ځای پیدا او له طالبانو امتیاز واخلي.

بل بد بوی هم له دې څو لاسۍ راځي او هغه دا چې په دې سره غواړي د سولې بهیر ناکامۍ ته ټېل وهي.

 څو ورځې مخکې د دولت یوه نازولي په ډاګه کړه چې دی او د ده ټيم به په مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړي. ده د خپل نه ګډون لاملونه ونه ویل، نو د شک خبره به یې په اړه دا وي چې یا په جرګه کې د خپلې ونډې په اړه ناراضه دی او لکه څنګه چې وايي مرور دوه برخې خوري او یا دا چې چا ورته ویلي چې د جرګې د جوړېدو مخه ونیسه.

که څه هم له جرګې زیاته تمه نه شي کېدای، ځکه جرګه مشورتي بلل شوې او اجرایوي صلاحیت نه لري او بل دا چې د اساسي قانون له مخې د دولت ټول مشران یې برخه دي او په تېرو ۱۹ کلونو کې چې وینو د دولت همدا یو څو کسان دي چې په کې اوړي او را اوړي، له یوې څوکۍ نه د بې کفایتۍ له کبله لرې کېږي او بیا د کوم سفارت له خوا پر بله څوکۍ مقررېږي، که دوی څه کولای شوای نو کړي به یې وای، خبره خو همدوی ورانه کړې ده؛ خو بیا هم جرګه یو فرصت دی په کې کېدای شي د ځینو کسانو له خولې د خیر خبره ووځي او د سولې په اړه د ولس ټینګه اراده ترې څرګنده شي. دغه کار بیا کولای شي په جګړې کې پر ښکېلو غاړو فشار راوړي چې سولې ته غاړه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.

له بلې خوا، د جګړې پټه مافیا هم لاس په کار ده چې خپله جګړه یوه اړتیا او د خلکو له ارادې سره تړلې وښيي، نو جرګه به د خلکو د ارادې په څرګندولو سره د جګړې د مافیا له دې فتنې او ادعا پرده ورپورته او هغه به بابیزه ثابته کړي.

  کومه جرګه چې جوړېږي باید پرېکړه وکړي چې د افغان سولې لپاره د جرګو له دود سره سم باید یوه داسې بېطرفه جرګه جوړه شي چې دواړو غاړو ته د مننې وړ وي او د سولې خبرې همدا جرګه مخته یوسي.

د جرګو دود دا دی چې د منازعې دواړه غاړې پرې هوکړه لري، دواړه غاړې ورته خپلې غوښتنې، شکایتونه او وړاندیزونه وايي او جرګې ته د پرېکړې صلاحیت ورکوي. جرګه بیا دا ټول مسایل په پام کې نیسي او د عدالت او شریعت په رڼا کې خپل پرېکړه دواړو لورو ته اوروي او پرېکړه بیا د اجرا وړ ګرځي.

د سولې لپاره باید له بېطرفو کسانو جرګه جوړه شي، یعنې چې دغو کسانو په جګړو کې برخه نه وي اخیستې، د جرګې کافي پوهه ولري، د هېواد او نړۍ له وضعیته خبر وي، امین کسان وي او خرڅ شوی نه وي.

دغه کسان باید د ولس له خوا وټاکل شي او دواړه غاړې پرې هوکړه ولري.

که د منازعې متخاصمې غاړې سره جرګه کېږي نو دا به یوه واقعيي جرګه نه وي، پرېکړه به یې د ولس پرېکړه نه وي او له یو بل سره به د جوړجاړي، واک(حکومت) د وېشلو او معاملې په معنا وي او هېڅکله به په هېواد کې واقعيي سوله او ثبات رامنځته نه کړای شي.