جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

«
»

د راتلونکو ټاکنو تت او تیاره انځور

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ۲۰۰۴ کال ولسمشریزې ټاکنې په بشپړ ډول د امن فضاء کې تر سره شوې، او د توقوع پر خلاف ډیرو خلکو پکې برخه واخیستله. ولي د ۲۰۰۹ کال ټاکنې ډیرې نا امنه او خونړۍ پیښې وشوې، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله تر منځ ناندریو زور واخیست، او د نړیوالي ټولنې ځینو هیوادونو هڅه کوله چې ډاکټر عبدالله واک ته ورسیږي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې په بشپړ ډول تیروتنه وه، موږ د ۲۰۱۰ کال ولسی جرګې او ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو له فساد څخه ډکو ټاکنو تجربه مخکې درلودله، بل داچې دا تجربه هم وشوه چې ټاکنې د افغان جګړې د حل لاره نه ده، په کار وه چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو پر ځای د داسي حکومت لپاره کار شوی وای چې افغان شموله او سولې ته د رسیدو څرک پکې لیدل کیدای.

که ټاکنې د افغان کشالې د حل لاره وي، بیا خو ښه ده چې په قوت سره خلک پکې برخه واخلي، که د ټاکنو د لارې موږ سولې ته رسیدلای شو، بیا باید په ټاکنو کې خلک په قوت سره برخه واخلي، ولي تیرو تجربو وښودله چې نه یوازي د حل او سولې ته رسیدو  لاره نه ده، بلکې پراخ فساد پکې کیږي. او د ټاکنو پر مهال هر نوماند د سولې شعار مخکې کوي، سوله د سیاست قرباني کوي.

اوس چې د ولسې جرګې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه جریان لري، او د نوم لیکنې بهیر کې د خلکو ګډون ډیر کم رنګه دی، ځکه افغان ولس په ټاکنو باور د لاسه ورکړی دی.

تیر ځل چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وشوې، هغوی چې د خپلو مړو جسدونه یې په کور کې پټ وساتل او د ټاکنو مرکز ته ولاړل خپلې رایې یې وکارولي، هغوی چې د خپلو مړو فاتحې اخیستل يې وځنډول او د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ، هغوی چې د رایې ورکولو له امله یې د لاسونو ګوتې پري شوې، هغوی چې له بهر څخه د خپلې رایې د حق کارولو لپاره راغلل، د ټولو رایې هدر او په سپکه ورته وکتل شول، هغوی چې ډاکټر غني ته یې رایه ورکړې وه چې ولسمشر شي، او هغوی چې ډاکټر عبدالله ته یې رایه ورکړي وه چې ولسمشر شي، د هیچا رایې ته د هغه د حق په سترګه ونه کتل شول، پایله دا چې د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ډاکټر عبدالله او ډاکټر غنی ترمنځ د ګډ حکومت جوړولو پریکړه وکړه، او دواړو د خپلو خلکو د رایو سره جفا وکړه.

دا چې ټاکنې د سولې بدیل نه دی، او ټاکنې په لوی لاس بحران لور ته روانې دي، ځینې لاملونه یې داسي ښکارې چې امریکا او افغان حکومت هم د ټاکنو لپاره منظم پلان نه لري، او ځینې کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې ټاکنې بحرانې شې، پرته له دي چې طالبان یې مزاحمت وکړي، په کور دننه د ټاکنو لپاره د بحرانې کیدو کمپاین روان دی، ولي د بحراني کیدو پړه به بیا هم افغان حکومت او نړیوال پر طالبانو ور اچوي.

۱ – مخکې له دي چې د ۲۰۱۸ کال د ولسي جرګې د ټاکنو وخت د ټاکنو کمیسون لخوا اعلان شي، په بېلابېلو وختونو کې د ځینې بېلابېلو حکومت پلوه ادرسونو څخه دا خبره ډنډوره کېدله  چې طالبان به دا ځل ټاکنې تحریم کړي، او دا به طالبان په خپله ګټه وبولي. په لوی لاس د ټاکنو مقابل کې د طالبانو هڅولو ته هڅه کیدله.

۲ – د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره دوه میاشتې وخت ورکول شوی وو، په داسي حال کې چې پر تذکرو به سټیکر هم نښلول کیږي، چې دومره لنډ وخت کې نوم لیکنه شونې نه ښکاري. که څه هم وروسته وخت یوه میاشت تمدید او کیدای شي نور هم تمدید شي، خو لومړی ځل دوه میاشتې اعلان په دی معنی چې د ټاکنو لپاره سم پلان او هوډ شتون نه درلود.

۳ – په ټاکنو کې د نوم لیکنې کم رنګه ګډون اړوند د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله څرګندونې چې په خپلو څرګندونو کې یې روښانه کړه چې د خلکو ګډون د نوم لیکنې پروسې کې کم دی، د دوی څرګندونو پر ولس  نور هم منفي اغیر وکړ، په کار وه چې دوی دا ډول وضاحت نه وای کړی، بلکې خلک یې باید هڅولي وای، او د نوم لیکنې پروسه یې سمه او کامیابه ښودلې وای.

۴ – د نوم لیکنې لپاره یې د تذکرو لپاره سټیکر اړین وګاڼه، خو لږ وروسته یې د بریښنایې تذکرو د ویش لړۍ د ډاکټر غني لخوا پېل او د اجرایه مشر ډاکټر عبدالله له خوا یې مخالفت وشو. که رښتیا هم د بریښنایې تذکرو د ویش هوډ دوی درلود، باید د نوم لیکنې د بهیر سره سم یې د تذکرو ویش پېل کړی وای، او په تذکرو د سټیکر لګولو اړتیا به هم نه لیدل کېدلای.

۵ – د ټاکنو د خپلواک کمیسون او ټاکنو د شکایتونو د کمیسون مهمو غړو د دارلانشاء رئیسانو استعفی، ځکه چې د حکومت لخوا یادو کمیسونو ته لارښوونه شوې وه چې د تذکرو په کاپي باندي د سټیګر نښلول ومني، او د دواړو کمیسونو د دارالانشاء رئیسانو او دوو نورو غړو یې مخالفت وکړ.

۵ – په کابل او ځینو ولایتونو کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د ټاکنو پر مرکزونو بریدونه، داسي بریدونه چې ډیره مرګ ژوبله له ځان سره لري.

پورته او ځینو نورو مواردو ته په کتلو داسي ښکاري چې د ټاکنو لپاره رڼه تګلاره شتون نه لري، دا ټاکنې به بحراني کیږي، جنجالي کیږي به او بیا به د ۲۰۱۹ ز کال ولسمشریزو ټاکنو لاره ډب کیږي، تر څو نړیوال او افغان سیاستوال د اوسني حکومت پر اوږدیدو غور وکړي. د اوسني حکومت چارواکي به هم هڅه کوي چې د خپلې واکمنۍ د ۵ نورو کلنو د دوام لپاره پرته له ټاکنو کومه لاره پیدا کړي.

د فبروري ۶مه ۲۰۱۸، مسیر ورځپاڼې راپور ورکړ : ” امریکا غواړي له ولسمشریزو ټاکنو پرته د ګډ حکومت موده پنځه کاله نوره اوږده کړي. د همدې فورمول د تطبیق لپاره مهمو امریکايي استازو د تېر جهاد له ځينو مشرانو او سیاسي مخکښانو سره ليدلي دي.

امریکایانو دوی ته ویلي، چې غواړي «قیادي شورا» جوړه کړي او همدا شورا به د دوی د فورمول تاييد او له تطبیق سره به يې سره خوځوي.

ورځپاڼه کاږي، امریکایانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، انوارالحق احدي، کریم خلیلي، حامد ګیلاني او ځينو نورو مشرانو سره ليدلي دي.

امریکایانو دوی ته د دې هوکړي په بدل کې لوی امتیازات منلي، خو له یادو کسانو ځينو انکار کړی او ځينو ورسره په مشروط ډول د هو سر ښورولی. “