پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

«
»

د خره فلسفي عقل

شاعر : سمیع الدین افغاتي
د نثر لیکونکی : احمدالله احمدزی
يوه ورځ يو خر په قهر شو خپل روزګار ته
وه ژوندون ته خپل حیران محنت او کار ته
اعتصاب یې  د خوراک وکړه  دې خر
ویل : انسانان موږ ته کوي تل سپک نظر
ورځ له ورځې حال بتر خوار او ډنګر شو
 له غصې  داسې چې مرګ ته برابر شو
ولګې ، تندې له  هر څه وه پاتې  کړی
بس د مرګ لور ته روان وه غلی غلی
چې  پلار خر یې  شو خبر د زوی د حاله
د خپل زوی له  اعتصاب او له جنجاله
ورته  لاړه  په خوږه  ژبه  بیان شو
د خپل زوی نه د غصې علت جویان شو
ویل :  چې زویه ورځ له ورځې ډنګریږې
دې تصمیم کې دې تر مرګ پورې رسیږې
ښې اوربشې او خواړه درته پراته  دي
راته ووایه :  په زړه کې دې نور څه دي
چا ناکام درسره کړی چې غمجن  یې
ته  د چا ځینې خواشینی ،اندیښمن یې
زوی خر  پاڅیده  له ځای  په  زحمت
سر یې وښورو خپل پلار ته په همت
د زړه راز او حقیقت یې  ور بیان کړ
په دې کار یې  ملامت ظالم انسان کړ
ویل : ګیله مې د انسان او بشریت ده
له توهین له بد سلوک  او د محنت ده
پلارحیران شو دخپل زوی داسې ځواب ته
 د انسان  د بد چلند د زوی عذاب   ته
ویل : چې څه درته ویلي انسانانو!؟
څه ګیله لرې له خپل یا اجنبیانو!؟
زوی ویل: دوی مو ټولنې پورې خاندې
هر تنبل ته دوئ خر واي توهین کاندي
پلار يې وويل : هغه څنګه زما ګرانه؟
په خبره سم پوه نه شوم زویکی جانه
زوی ویل : نه وينې هر وخت کوم انسان؟
چې مضر وي یا تنبل وي  یا  نادان
ورته وايي: ته یې خر احمق  نا پوه ېې
ته ټټو   کله په  جمع کې د سړو یې
ایا موږه په ریښتیا دومره نادان یو؟
یا بیکاره لکه دوی موږ تنبلان یو؟
موږ په اصل کې ډیر ګالو زحمتونه
انسانان په موږ کوي شاقه کارونه
شپه او ورځ په کار او بار باندې اخته یو
خوبیا هم ددوئ په نزد موږ بیکاره یو
 پلار پدې وخت کې خپل زوی ته شو حیران
 زړه له سوزه  زوی  حالت ته شو ګریان
پدې فکر چې به  زوی ته څه ځواب کړي
په خپل زوی به ختم څنګه اعتصاب کړي
ورته وی څنډل  غوګونه په  ګفتار شو
ویل : انسان لوی خلیفه ددې دیار شو
که اشرف المخلوقا ت ددوئ رتبه ده
زما هم د ځینو ځینو نه  ګیله ده
 دوئ په خپلو کې کوي سره قتلونه
د انصاف نه دی بیرون کوي جنګونه
ایا  خر چیرته کوم بل خر دی وژلی؟
یا د بل خره استحقاق یې تري پټ کړی ؟
داسې خر دی چا لیدلې چې قاتل وي؟
یا اوربشې یې غلا کړی د کوم بل وي؟
یا ګیله د خپل د نسله کړي بل چاته؟
یا ضرر یې رسیدلی  وي دنیا ته؟
یا پردو ته جاسوسي په خپل مفاد کړي؟
ځانله جوړه کړي هستي او بل برباد کړي؟
یا کوم خر د بل د خره سره دښمن وي؟
يا خپل مینځ کې یو د بله ګیله مند وي؟
یا یې ورور پردو په لمسه وي وژلی؟
یا بل خر یې  په نیرنګ وي غولولی؟
یا شیطان  وي شیطانت د نورو خروکړي؟
یا وحشت، نسل کوشي په چا پیرزو کړي؟
پلار اوږده ساه د خولې وویسته بهر
په اوږه د زوی یې  کیښوده خپل سر
ورته وویل :چې په ځمکه کې انسان
ددوئ مینځ کې شته بی رحمه لیډران
مرګ او ژوبله تباهي ددوی شعاردی
دوئ له وجې په هر سیمه کې  ناتار دی
دوئ په ځمکه کې جوړ کړې کربلا ده
نابودي ته  یې مخ  کړی دا دنیا ده
دا وحشیان په مرګ او ژوبله نه مړیږي
 دوئ له نیته بشریت په اور سوزیږي
بعضو خپل ګټې جهاد نه قرباني کړې
ځینو نورو اسلامي  فتوا  سیاسي کړې
کله یو کله بیا بل تنظیم کې  پایي
کوي هغه کوم چې لوی بادار یې وایي
موږ د خرو نسل پوهیږو په خپل کار
موږ که هر څه یو بیا پیژنو خپل لار
زوی او پلار وښورو سر دې حقیقت ته
 ویل چې خدای یو پیدا کړي کوم حکمت ته
پلار یې وویلې : غوښتنه مې له تا ده
زما تاته  دا نصیحت  او دا   سلا ده
چې خپل پل دې د پلارو په پل قایم وړه
بار دپلا ر او د نیکو  په دود  دایم وړه
انسان پریږده چې کري هغه به ریبي
موږ او تاسو سره صبر ښه زیبیږي
موږ نه چاته کړو ښکنځل نه دروغ وایو
نه موچا سره دوکه ده ریښتیا ستایو
نه مو چور یا چپاول دی چرته کړی
نه مو یو ورور هغه بل ته لمسولی
نه غاصب د بل د ځمکو یا جایداد یو
چې د بل کره کوم غم وي موږ نا ښاد یو
زوی خر پوه شو په خبرو د خپل پلار
سر یې پورته کړو اوربشو ته په وار
ویل : ریښتیا وایې خبر دې اوس منمه
ستا په خوښه اعتصاب مې ماتومه
زه به ټول عمر یم خر،  د خره لمسی يم
د خره زوی د خره د نسل کړوسی یم
د قیامت په ورځ به خداې مو مدد ګار شي
دا ظالم بې رحمه خلک به ټول احضار شي
ظالمان به د دوزخ لور ته روان وي
بیا به هلته په همدې  ژبه ګویان وی
کاشکې خر وای په دنیا کې پیدا شوی
اوس دوزخ  کې به په اور نه سوزیدلی
——————————–
سمیع الدین افغاني
۲۰ -۱۲ – ۲۰۱۵
م ۰ کال
نشرونکی: احمد جرس  برخه: پښــــتو ادب
۲-۱۲ – ۲۰۱۵