فلسفه امید بلوخ،- میان مارکس و مسیحا

Ernst Bloch (1885-1977 ) آرام بختیاری سوسیالیسم حتمی است !، مارکسیستی یا…

دلزار حسن

استاد "دلزار حسن" (به کُردی: دڵزار حەسەن) شاعر، نویسنده و…

مقام عشق 

رسول پویان  کلام عشـق و محبت چقدر شیرین است  نبید خسرو و…

تحول در متغیرهای ژئوپلیتیکی افغانستان: بازتعریف نقش طالبان در معادلات…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در معرض تلاطم؛ از صعود سریع تا…

برای نخستین‌بار، مصاحبه‌ی طولانی من با هوش‌مصنوعی

محمدعثمان نجيب  بخش دوم پندار من نسبت به هر پدیده‌یی منفی نی‌ست.…

 ما و گفته های شرل بنارد، همسر  آقای خلیلزاد پیرامون…

نوشته بصیر دهزاد  در یک تحلیل ، ارزیابی  و محورچه باید…

شهروندی بنیاد عملی دموکراسی

شهروندی به مفهوم منتفی امت نیست. بلکه رویکرد عملی از…

برهی که رفته ایم!

امین الله مفکرامینی      2025-22-05! بـرهی که رفته ایم ورویــم،نگردیم بــرعقــــــــب ورجان وتنــراوقربان داریم…

نشست تخصصی و کارگاهی فردوسی‌شناسی در بروجرد برگزار شد

به گزارش رها نیوز، و نقل از دکتر "محمد فصیحی"…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(فصل دوم)

مارکس علیه پرودونیسم و باکونیسم نوشته: آ. لوزوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس علیه پرودونیسم و باکونیسم کارل…

آنجا که دیوار ها فریاد می زنند؛ روایت یک ویرانی…

نویسنده: مهرالدین مشید از خشت تا خیال؛ روایت خانه ایکه طالبان…

اُلیګارشي څه شی ده؟

نور محمد غفوری د اُلیګارشي په اړه په (قاموس کبیر افغانستان) کې داسې…

دو پرسش

۱-- آیا در افغانستان قوم یا ملیتی است که اجدادشان…

چالش های درونی میان طالبان و مخالفان آنان؛ آزمونی تعیین‌کننده…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و دور زدن گروها و سیاستگران نابکار…

من و هوش مصنوعی CHATGPT

دوستش‌ شوید… محمدعثمان نجیب بخش نخست از دیر زمانی می‌شنیدم که هوش‌مصنوعی ابداع…

دی‌دار آشنا، گزاره‌یی نکو از گزارنده‌گان نکو

لطفاً نامش را مگر تغییر بدهید. محمدعثمان نجیب برمقتضای نیاز، وظایف گونه‌‌گونی…

درک لنین از عدالت

ترجمه. رحیم کاکایی کازونوف الکساندر سرگیویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور دانشگاه دولتی…

افغانستان در یک ناگزیری

افغانستان که در یک ناگزیری ناشی از فشارهای آمریکا و…

کنګره څه شی ده؟

  نور محمد غفوری یادونه: له ټولو هغو ځوانانو څخه چې د فیسبوک او…

آدرنو؛- نابغه تئوری، ناتوان در عمل

Adorno, Theodor (1903-1969) آرام بختیاری نقش آدرنو، در مکتب فرانکفورت. تئودور-آدرنو(1969-1903.م)، فیلسوف،جامعه شناس،…

«
»

د جدې غونډه د ايران او سعودي د خپلمنځي رقابت ښکار شوه

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه په روانه اونۍ کې د افغان سولې په تړاو د سعودي عربستان په جده ښار کې غونډه ترسره شي چې په کې به د امريکايې، پاکستاني، سعودي او وسله والو طالبانو د استازو تر څنګ د افغان حکومت استازي هم ګډون ولري؛ خو ايران ته د وسله والو طالبانو له سفر وروسته سمدستي دغې ډلې د سعودي عربستان د جدې له غونډې انکار کړی دی. د دغې ډلې وياند زبيح الله مجاهد ويلي د جدې ناسته يې په پلان کې  نه وه او نه به په کې ګډون وکړي. د مجاهد په وينا د جدې ناستې کې يې ګډون په اړه پلان نه لري خو د افغانستان روان کړکېچ د پای ته رسولو په موخه به له امريکايانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو او امریکا له ناستې وروسته ټاکل شوې وه، چې د افغانستان سولې په اړه بله ناسته د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي. د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظبۍ کې د امريکا او طالبانو د ناستې پر مهال د افغان حکومت استازو تمه درلوده چې د وسله والو طالبانو سره به يې هم خبرې وشي، خو طالبانو ورسره له ليدو انکار وکړ او ټينګار يې کړی و، چې دوی يوازې له امریکا سره خبرې  کوي او له افغان حکومت سره نه غواړي خبرې ترسره کړي.

اوس په وروستيو د جدې په غونډه کې له ګډونه د انکار څخه دوه ورځې وړاندې طالبانو ايران ته سفر درلود او له ايراني چارواکو سره يې خبرې ترسره کړي دي. خو اوس پوښتنه دا ده چې ايران ته له سفر وروسته سمدستي طالبانو ولې د جدې له غونډې انکار وکړ؟

څو دليلونه شته چې پر اساس يې طالبانو د جدې په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ

لومړی؛ د ايران لمسون

ايران او سعودي عربستان چې له پخوا راهيسې يې اړيکې ترينګلې او يو د بل رقيبان دي؛ په وروستيو کې دواړه هڅه کوي چې د افغانستان په سوله کې خپل شتون ولري. په وروستيو کې کله چې سعودي عربستان له پاکستان سره د شپږ ميليارده ډالرو مرستې اعلان وکړ نو پاکستان هم هڅه وکړه د افغانستان په سوله کې سعودي عربستان هم د پخوا په څېر دخيل شي. د پاکستان د همدې هڅو په لړ کې د وسله والو طالبانو او امريکا تر منځ خبرې هم په ابو ظبۍ کې ترسره شوې. خو کله چې د سعودي عربستان سيال د پاکستان له دغې لوبې خبريږي نو سمدستي طالبان ايران ته غواړي او ترې غواړي چې د جدې په راتلونکې غونډه کې ګډون ونه کړي.

ايران ځکه نه غواړي طالبان د جدې په غونډه کې ګډون وکړي، چې ايران له سعودي سره رقابت لري او د افغانستان په سوله کې نه غواړي چې سعودي عربستان حضور ولري.

دوېم؛ د طالبانو د جګړې پر ضد د سعودي فتوا

کابو شپږ مياشتې وړاندې د چنګاښ په مياشت کې د سعودي عربستان په جدي ښار کې د نړۍ د ۳۳ اسلامي هیوادونو علماء سره راټول شوي وو او ټولو په ګډه په افغانستان کې د طالبانو جګړه ناروا او حرامه وبلله. طالبان چې په افغانستان چې خپلې روانې جګړې ته جهاد وايې نو کله چې د سعودي عربستان فتوا له وسله والو طالبانو د جګړې جواز واخيست نو د طالبانو او سعودي عربستان اړيکې هم خرابې شوې. طالبانو هغه مهال د سعودي فتوا د امريکا په خوښه بللې وه. نو اوس هم د همدې لپاره يې د جدې په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ چې له يوې خوا ايران ترې غوښتل چې د جدې په غونډ‌ه کې ګډون ونه کړي او له بلې خوا يې له سعودي عربستانه د ورکړل شوې فتوا قصد اخيست.

درېيم؛ د سعودي او قطر رقابت

کلونه کيږي چې وسله وال طالبان په قطر کې خپل سياسي دفتر لري او تر ډيره د سیمي هيوادونو ته د طالبانو سفرونه هم له همدغې دفتره همغږي کيږي. سعودي عربستان او قطر په خپل منځ کې ښې اړيکې نه لري او سعودي هڅه کوي چې له قطره د طالبانو دفتر هم سعودي ته انقال شي. د قطر دفتر په سر هم د وسله والو طالبانو او سعودي اړيکې چندان ښې نه وي او همدا د قطر او سعودي ترينګلي اړيکې هم د دې سبب شوې چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر طالبانو ته اجازه ورنکړي چې په جدې ښار کې د افغان سولې په تړاو راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د ايران او سعودي رقابت؛ د جدې غونډه به ترسره شي؟

اوس د سعودي عربستان او ايران او د سعودي ـ قطر تر منځ د رقابتونو له امله داسې ښکاري چې د جدې غونډه ترسره نه شي. خو دلته بايد دا يادونه وشي چې که د جدې غونډه نه ترسره کيږي نو دا په دې مانا نه ده چې له وسله والو طالبانو سره به د خبرو غوړيدلی ټغر ټوليږي. بلکې له طالبانو سره به د امريکا خبرې تر هغې دوام ولري څو پورې چې دواړه لوري د افغان جګړې د پای په اړه يوې موافقې ته نه وي رسيدلي.

لیکنه : خوشحال آصفي