دو کنیز در سحرگاه فلسفه یونان

Greece Philosophie.2800j. آرام بختیاری فلسفه یونان؛ افسانه و عرفان، منطق و برهان. در…

جنگی حاجی

آقای "جنگی حاجی" (به کُردی: جەنگی حاجی) با نام کامل…

 شانسی برای نجات افغانستان باقی مانده یا فرصت‌ها از دست…

نویسنده: مهرالدین مشید بیداری وجدان جمعی مردم؛ بازسازی مشروعیت سیاسی این پرسشی…

مارکسیسم قلب جوانان را تسخیر می‌کند

ا. م. شیری «چگونه یک ایدئولوژی غربی مانند مارکسیسم می‌تواند در…

عالم تنهایی 

رسول پویان  آزاد و ســرافـــرازم در عـالـم تـنهـایی  عشق و دل بیدار است تا…

هرمشکل حل گردد

امین الله مفکرامینی           2025-10-11! نازم آن قامت رسـا که نگردد خـــــــم زاِدبــــار همــتـــــــی…

جګړه او ورور وژنه د هېواد ستونزې نه شي حل…

 نور محمد غفوری سریزه نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه…

پاکستان؛ درگیر جنگ نیابتی هند یا اسیر میراث تروریست‌پروری های…

نویسنده: مهرالدین مشید پیاله کافی؛ دیروز زهری به کام مردم افغانستان…

مذاکره هیئت های افغانستان و پاکستان

در ترکیه از دید حقوق بین الملل عمومی این نشست‌ها برخاسته…

خُردشدن کرزی نزد پرویز مشرف و خُردساختن کشور، توسط کرزی…

بازخوانی تاریخی نه چندان دور محمدعثمان نجیب من در دوران نخست حکومت…

احمدشاه بابا

احمدشاه بابا نومیالی اتل، غښتلی، توریالی او پیاوړی ملي شخصیت:  احمدشاه…

«چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستان

نور محمد غفوری «چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستانبازاندیشی در ایدئولوژی…

تهدیدهای پاکستان برضد افغانستان؛ از سیاست بازدارندگی تا بازی ژئوپولیتیک

نویسنده:  مهرالدین مشید از سیاست بازدارنده گی تا تغییر در رهبری…

بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

«
»

د افغانستان – قزاقستان سوداګریز تواصل کنفرانس په کابل کې جوړ شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، په کابل کې د قزاقستان هېواد د سفارت په همکارۍ، د دواړو هېوادونو د شرکتونو، سازمانونو او بېلابېلو بنسټونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د قزاقستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان – قزاقستان سوداګریز تواصل کنفرانس په کابل ښار کې جوړ کړ.

په دې کنفرانس کې، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ښاغلي اومرتای بیتیموف، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ځانګړي استازي ښاغلي شاکر کارګر، د قزاقستان د سوداګرۍ نړیوال اتاق مرستیال ښاغلي ای توغ عمروف، د (ژرسو) د پانګې اچونې او صنعت د بورد رئیس ښاغلي درخان سلیمانوف، د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې عمومي رئيس ښاغلي محمد قربان حقجو او د افغانستان د نندارتونیز مرکز رئیس ښاغلي ګلشیر خان ویناوې وکړلې.

په پیل کې ښاغلي اومرتای بیتیموف، په افغانستان کې د یاد هېواد د سوداګریز مرکز جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو او د پانګې اچونې د هڅولو لپاره یو مهم ګام وباله. ښاغلي بریتموف په ټینګار سره وویل چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د پام وړ ښه والی رامنځته شوی دی، خو هېواد یې لېواله دی څو ددغو اړیکو کچه لا هم لوړه کړي.

د منځنۍ آسیا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي شاکر کارګر له قزاقستانی سوداګرو او پانګوالو څخه د افغانستان د حکومت د جدي ملاتړ خبر ورکړ او وې ویل: «اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډېره کمه ده، له قزاقستان څخه د افغانستان واردات ۵۰۰ میلیون ډالره  دي او قزاقستان ته د هېواد صادرات ۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي».

نوموړي زیاته کړه: «اوس مهال د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ د پروژې کار روان دی او د اګست تر میاشتې پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي». ښاغلي کارګر زیاته کړه چې دا لاره کولای شي چې افغانستان د ترکمنستان له لارې له قزاقستان، روسیې او د بالتیک له بحیرې سره ونښلوي. نوموړي دا پروژه د سیمې د سترو پروژو له ډلې څخه وباله او د یادو پروژو د پلي کېدو به برخه کې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره مرسته وکړي.

د قراقستان د سوداګرۍ نړیوال اتاق مرستیال ښاغلي ای توغان عمروف، د خپلې وینا په اوږدو کې وویل: «د قزاقستان پانګوال او سوداګر چمتو دي ترڅو په افغانستان کې د سوداګریزو او اقتصادي خبرو اترو لپاره نوې تګلارې رامنځته کړي». نوموړي دغه راز زیاته کړه چې افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ۳۷۹ میلیونو ډالرو په ارزښت د غنمو اوړه او خوراکي مواد له قزاقستان څخه وارد کړي دي او د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یې وچې میوې او غالۍ یاد هېواد ته صادر کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي الحاج خانجان الکوزی، په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګریز مرکز د جوړېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب وباله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو شخړو د حلولو په موخه په کابل او قزاقستان کې باید کاري شورا رامنځته شي. ښاغلي الکوزي په ټینګار سره وویل چې د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ باید څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي ترڅو ددغو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ لا پراختیا ومومي.

ددې کنفرانس په څنډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د قزاقستان د سوداګرۍ نړیوال اتاق ترمنځ د همکاریو پوهنلیک د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت او ښاغلي ای توغان عمروف لخوا لاسلیک شو. په عین حال کې د افغانستان نندارتونیز مرکز او د قزاقستان هېواد د صنعت او پانګې اچونې شرکت (ژیرسو)، په افغانستان کې د یاد هېواد د سوداګریز مرکز د جوړولو په موخه یو پوهنلیک لاسلیک کړ.

ددې قزاقي پلاوي په جوړښت کې له بېلابېلو سکتورونو لکه کرنه، کانونه، نفتي مواد، خام مواد، مرغداری او تولیدي سکتور څخه د یاد هېواد مخورو سوداګر او پانګوال وه چې د حبوباتو پروسس، وړه، افتاب پرست ګل غوړي، له افتاب پرست ګل څخه جوړ شوي غوړي، د غنمو وړه، د لمریزې برېښنا د تولیدولو موډلونه، مرغداری او د چرګانو د هګیو تولید، د خوراکی توکو د تولیدولو صنعت، پترول، ډیزل او داسې نور نفتي مواد، د حبوباتو وړه او دې ته ورته نور تولیدات او محصولات پکښې شاملېږي.

ددې ناستې په اوږدو کې دواړو خواو د بېلابېلو اقتصادي – سوداګریزو مواردو په اړه خبرې اترې وکړلې او د اړوندو چارواکو په مرسته د ګډو پانګو اچونو د جذبولو لپاره د دواړو خواو له لوري د سیمینارونو، سمپوزیمونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو او غونډو د جوړولو ژمنه وشوله.

افغانستان او قزاقستان تاریخی سوداګریزې اړیکې لري، د قزاقستان هېواد، افغانستان لپاره د خوراکي توکو د واردولو بدیل هېواد اوسېدلی شي. قزاقستان هېواد د شیرخان بندر د بیا رغونې پروژه تمویله کړې ده. او دغه راز د سمنګان ولایت په دره سوف ولسوالۍ کې یې د ښونځي لپاره یوه ودانۍ او د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې د یوه روغتون لپاره ودانۍ جوړه کړې ده.

صیام الدین پسرلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامه اړیکو مسوول