به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د افغان سولې د تخريب هڅې؛ پاکستان او روسيه څه غواړي؟

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب او امريکايې استازو تر منځ روانو خبرو ته د اندېښنو سره سره هيله مندي هم زياته شوې؛ په وروستيو کې پاکستان او روسيه د دغو خبرو د تخريب لپاره په مغرضو څرګندونو خولې پرانيستي دي. د پاکستان صدراعظم عمران خان ويلي په افغانستان د یوه احتمالي جوړجاړي لپاره بايد موقت حکومت رامنځته شي. عمران خان په ورته مهال افغان حکومت د سولې د خبرو خنډ لپاره وباله. ده وویل«د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې، چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوې، خنډونه پېښوي.»

هاخوا د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم د افغان سولې په اړه مغرضانه څرګندونې کړي. ضمير کابلوف ويلي له طالبانو سره له سولې وروسته متحده ایالات باید په افغانستان کې خپلې ټولې پوځي اډې وتړي. کابلوف همداراز ټینګار کړی چې د قطر د ناستې مهمه مسئله له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل دي، نو کله چې د دوی د وتلو مسئله مطرح کېږي نو د نظامي اډو د جوړېدو اړتیا هم نه لیدل کېږي.

پوښتنه دا ده چې د افغان سولې په اړه د عمران خان او ضمير کابلوف د وروستیو څرګندونو هدف څه کيدلی شي؟

پاکستان څه غواړي؟

پاکستان دوه هدفه لري. په وروستيو درې لسيزو کې پاکستان د هيڅ افغان حکومت لخوا دومره زيانمن شوی او له انزوا سره مخ شوی نه دی لکه څومره چې په تيرو څو کلونو کې د ملي يووالي حکومت په ځاګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا منزوي شوی دی. د اشرف غني په هڅو نړۍ د پاکستان اصلي ترهګريزه څېره وليدله، له فشارونو سره مخ شو او انزوا ته برابر شو. دغې چارې د پاکستان حکومتي چارواکي او سياسيون ټول دردمن کړي دي. اوس پاکستان غواړي چې په يو نه يو ډول له اشرف غني خپل غچ واخلي او د موقت حکومت په جوړيدو سره يې له مخې ليرې کړي.

له وروستيو څرګندونو څخه يې دويم هدف دا دی چې دغه هيواد يو ځل بيا د څو لسيزو پخواني موقت حکومت په شان چې د پاکستان ګټو ته وفاداره وي؛ جوړول غواړي. دوی غواړی چې په افغانستان کې د مجاهدينو د وخت موقت په شان ضعيف حکومت رامنځته او د پاکستان په اشارو وچليږي چې هم يې پر مټ په افغانستان کې د هندوستان نفوذ کنټرول کړي او هم يو ځل بيا افغانستان د پاکستان بې کيفيته سوداګريزو توکو لپاره يو ښه مارکيټ شي. د همدې لپاره عمران خان هڅه کوي چې د اشرف غني د حکومت پر ځای يو موقت حکومت رامنځته شي.

روسيه څه غواړي؟

روسيه غواړي چې له امريکا متحده ایالاتو سره خپل رقابت وپالي او غواړي چې افغانستان د سوريې په سرنوشت بدل کړي. ځکه روسيې له سوريې په ۲۰۱۵ کال کې د پوځې اډو په اړه هوکړه ليک لاسليک کړ. د هوکړه ليک له مخې روسيه د سوريې په لاذقیه ولایت کې د حمیمیم په نوم دايمي هوايې اډه او د طرطوس بندر کې سمندري اډه لري. دغه پوځي اډي روسي پوځیانو او د هغوی کورنيو ته بشپړ ډیپلوماتیک خوندیتوب ورکوي.

عین شان لکه څنګه چې د افغانستان پر سر د امريکا او روسيې تر منځ سياسي رقابت روان دی؛ همداسې رقابت د سوريې پر سر هم تېر شو. د همدې رقابت له امله امريکا له سوريې خپل ځواکونه وويستل او روسيې ته کاذب جرأت پيدا شو چې کولی شي په افغانستان کې هم امريکا ته سياسي ماتې ورکړي.

دا چې روسيه ټينګار کوي چې امريکا بايد له افغانستانه ووځي او پوځې اډې هم له منځه يوسي؛ هدف يې يواځې او يواځې همدا دی چې امريکا ته لکه د سوريې په شان په افغانستان کې ماتې ورکړي او له دغه هيواده د امريکايې ځواکونو د وتلو وروسته په خپله روسيه د امريکا تشه راډکه کړي څو په راتلونکي افغان حکومت پراخ نفوذ ولري.

او د دې کار لپاره يې سر له اوسه د ولسمشرۍ په کانديدانو هم پانګونه شروع کړې ده. ښه بېلګه يې د مسکو په غونډه کې د افغان سياسيونو له ګډون وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ د نوماند محمد حنيف اتمر په پلوۍ د ضمير کابلوف څرګندونې دي چې د ولسمشرۍ د نورو کانديدانو لخوا د کابلوف دغه څرګندونې له وخت مخکې د حنيف اتمر په ګټه کمپايني وبلل شوې.  ضمير کابلوف ويلي و چې محمد حنيف اتمر په اوسنيو حالاتو کې يو ښه سياستمدار دی او يواځې همدا کس کولی شي چې افغانستان له روان بحران څخه راوباسي.

لیکنه : خوشحال آصفي