جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

تخریبي نیوکې او ملي ضد اپوزیسیونونه!

د اشرف غني په مشرتوب  د ملي یووالي حکومت په وړاندې چې له ټولټاکنو زیږیدلی او بنست يي پر پراخه حکومتي دایرې، لیدلورو او سراسرۍ ګټو ولاړ دی، تخریبي نیوکې او د ملي ګټو ضد اپوزیسیونونه، ځای نه لري!

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو تر اوسه درې میاشتې نه تیریږي. د افغانستان پشان جګړه ځپلې هېواد کې چې د ځینو ګاونډیانو له لورې ورته هره ورځ د قاتلاتو جوپې راروانې دي او په کور دننه هم د ګاونډیانو د استخباراتي کړیو په خپسکه کې ښکېل دی، د وخت ارزښت ته په پام سره سره، یو شمېر نورې چارې د لومړیتوبونو پتوګه مخته پرتې دي.

په کور دننه د سولې او امنیت د بسیا او د نړیدلی او چینجن مالي او اقتصادي حالت د رغاوي لپاره په ګاونډ او نړیواله کچه په تېرو دوه میاشتو کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت سفرونه، هلېځلې، غونډې او لاسته راوړنې له چا پټې نه دي. په دې لړ کې افغانستان سره د مرستو د شویو ژمنو د پخلي او نویو ژمنو په اړه د لندن نړیوال کنفرانس یادېدلای شي چې د نوي افغانستان په جوړېدو کې يي څرګند لوري او افقونه پرانیستې دي!

له دغو کاري او بریالي سفرونو روسته، د ولسمشر اشرف غني دا خبره ډېره پرځای ده چې وايي، اوس به په کور دننه بېلا بېلو چارو ته پوره پاملرنه او رسیدګي کیږي. خو دا باید هم د نورو خبرو په سر کې ووایو، ولسمشر اشرف غني ته په کور دننه یو فاسد دولت په میراث رسیدلی چې له قضا نیولې، تر حکومته او بیا مقننه قوې پورې، هره برخه يي څنډلو او بیخچنې تصفيي ته اړتیا لري. په هېواد کې سوله، امنیت او غوړیدلی اقتصاد د زاړه او فاسد دولت په لمن او چوکاټ کې پلی کېدونکی نه دی، ځکه د نوي دولت جوړونه د ورځې په غوښتنه بدلیږي. خو باید ومنو د کاري، مدرن او ځوان دولت جوړونه چې د افغانانوغوښتنه ده، وخت ته اړتیا لري او د وخت تر څنګ باید کورني حالات او ځیني نور فکټورونه هم له پامه ونه غورځول شي.

باید په پیل کې وویل شي د دې لیکنې موخه دا نه ده چې د نوي حکومت بریاوې چې شمېرل يي مخکې له وخته دي یادې شي، دلته د ملي ګټو ضد اپوزیسیونونو او د نیوکو په نوم د فاسدو کړیو ځینې غرضونو ته لیکنه بېله شوې چې له پیله باید رسوا شي!

البته د، روغو او جوړونکو نیوکو چې د روغو کسانو لخوا وړاندې کیږي، خبره بېله ده. پکار ده د داسې نیوکو ملاتړ او ستاینه هم وشي.

د اداري فساد او د کابلبانک او نورو مفسدینو په وړاندې د غوڅ او څرګند چلند او په نړیوال ډګر کې د ولسمشر اشرف غني د روښانه بریا وو سره سره، د خنداوړ دا ده، د نوې حکومت په وړاندې چې د واک يی لا دوه درې میاشتې پوره شوې نه دي، د اپوزیسیون د راپورته کېدو او د یو ډول بې سره پښو نیوکو لړۍ راپیلیږي چې سرخېلان يي د همغه زاړه او فاسد دولت لوړپوړې چارواکي، جوړوي!

د نوي حکومت په وړاندې د اپوزیسیون د جوړېدو خبره د بهرنیو چارو د پخواني وزیر ضرار احمد مقبل عثماني له خولې اورېدل کیږي. نوموړی چې له بهرنیو چارو مخکې د نیشه يي توکو وزیر وو او هلته يی هیڅ لاسته راوړنه، نه درلوده د پخواني ولسمشر په مصلحتي پيرزوینه او د نظارشورا د پخواني سرخېل قسیم فهیم په غوښتنه او ټینګار د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

د ده د اپوزیسیون په اړه افغان پيپر لیکي« رییس جمهور اشرف غنی در یک مجلس از آقای مقبل سوال کرده است که شما در کدام پوهنتون تحصیل کرده اید؟ تا مقبل پاسخی شبیه تته پته ارایه کند، رییس جمهور سرتکان داده و گفته است: حیف است که افغانستان مانند شما وزیر خارجه دارد!
افزون بر این، گزارش واصل شده مشعر است که در آستانه ی برنامه ریزی سفر هیأت دولتی به چین، رییس جمهور از ضرار احمد مقبل خواسته بود که در باره کشور چین کمی معلومات بدهد، اما وی ساکت مانده و اشرف غنی را عصبانی ساخته و او را از دفتر بیرون کرده بود. حالا آقای مقبل درنظر دارد که در برابر اشرف غنی «یک گروپ سیاسی اپوزیسیون جور کند.» و ساده لوحانه به خیال پردازی پرداخته و گفته است که از ولایت کابل نامزد پارلمان خواهد شد و در آنجا با تشکیل یک گروه پارلمانی، حساب اشرف غنی را یکسره خواهم ساخت. پریشانی مقبل رو به افزایش بوده و پیوسته با حامد کرزی ملاقات می کند. حاصل مذاکرات مکرر با کرزی این شده که وی برای مقابله با اشرف غنی، مدعی شده که وی دشمن تاجیک تباران و مردم شمالی است و باید شعار نظام صدارتی را علیه وی به کار گرفت و برای پیگیری مطالبات خود از همین حالا سرپوش خزانه ی شخصی خود را نیز کمی بالا زده است.»

همداراز پر نوي حکومت  د نیوکو په لړه ــ دوړه کې عمر داودزی د کورنیو چارو پخواني وزیر چې تازه له دندې ګوښه شوی، غواړي له نورو مخته شي، نوموړی وايی« اوس هم که موږ په دې تمه ناست یوو چې پاکستان زموږ مسله حل کړي او طالبان د خبرو اترو دریځ ته راوبلي دا ټول خوبونه، خیالونه او لیونتوب دی. خدای دې وکړي چې د پخوانیو تجربو پر بنسټ زموږ ولسمشر خپل نظر بدل کړي او له نورو نویو لارو کار واخلي»

خو داودزی هېروی چې تر نورو مخکې دا خوبونه، خیالونه او لیونتوب د کرزي په مشرۍ هغه حکومت وکړ چې داودزی يي په ټول پير کې لوړپوړی چارواکی پاتې شوی. داسې ډنډورې اورېدل کیږي چې داودزی هم په وړو کې شګه لري چې د نوی حکومت په وړاندې اپوزیسیون، جوړ کړی. خو روښانه نه ده چې نوموړی به د مقبل عثماني سره یوځای اپوزیسیون جوړوي او که د ده، هغه به بېل وي.

که څه هم کرزي په ښکاره د ملي یووالي له حکومته ننګه کړې او د هغه په وړاندې يي د اپوزیسیون اړتیا نه ده منلې خو حواریون يي لکه  مقبل عثماني اوعمر داودزی بیا د اپوزیسیون په ترانوغواړي د افغانانو پاملرنه ځانته واړوي!

همدارنګه د کرزي بل زوړ یار او قدیم اشنا د ملي امنیت او کورنیو چارو پخواني وزیر دادفر رنګین سپنتا هم د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په وړاندې په سپورو ستغو او ښېراوو پیل کړی دی. نوموړی لکه قطبي یږ له دیارلس کلن اوږده خوبه نوی راویښ شوی او لکه بګوه (۱) چې په تیاره او نیمه شپه کې انګولې، د نوي حکومت په بدوا يي، رسنیو کې غوغا پورته کړېده!

سپنتا په خپلو نویو څرګندونو کې وايی« طالبان را مخالفان سیاسی تلقی کردن، مثل این است که ما تانک را طیاره بگوییم.»

خو د سپنتا په ځواب کې د ولسمشر اشرف غني ویاند نظیف الله سالارزی وايی« مخالفت سیاسی از راه حل سیاسی حل میشود، کسانیکه خشونت میکنند، در باره انان تجدیدنظر خواهد شد.»

بلخوا ولسمشر اشرف غني د بشري حقونود نړیوالې ورځې په غونډه کې پخپلې تازه وینا کې وايي «د افغانستان ګڼې ستونزې په نظر کې نیسو. په سیمه ګې هم ګڼې ستونزې شته، چې ددې ټولو ترمنځ د سولې لپاره په یو هر اړخیزه چارچوب کار روان دی. تاند»

البته سپنتا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددې خبرې په اړه چې طالبانو ته يي په وار وار، وروڼه ویل او یايي پاکستان ورورهېواد ګاڼه او بیا يي دا هم ویل، که چیری امریکا او یا هندوستان پر پاکستان حمله وکړي نو د ده په مشرۍ افغان دولت به د پاکستان په ملاتړ ودریږي، هیڅکله مخالفت نه دی کړی!

که سپنتا ریښتیا تر بوسو لاندې اوبه نه تېروي، پکار خو دا وه چې ده، هغه مهال هم ټانک ته طیاره ویلای وای او د کرزي د مصلحتي دریځ په وړاندې يي لکه د نن پشان په رسنیو کې ګریوان څیرې کړی وای!

بل پلو کرزي او سپنتا دا هېروي چې دوه ځلې په ۱۹۶۵ او بیا په ۱۹۷۱ کال د هند او پاکستان د جګړې په مهال د افغانستان پخواني ټولواک اعلیحضرت  محمد ظاهرشا هم پنجاب ته ډاډ ورکړی وو چې افغانستان به د شا لخوا پر پنجاب ګوزار ونکړي، خو کله چې پنجاب ته فرصت په لاس ورغی، له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې يی افغانستان هم په مخامخ جګړه کې وځپه او هم يي د افغانستان په کورنیو چارو کې  پرلپسې لاسوهنه وکړه چې اوس هم دوام لري.

پوښتنه دا ده سپنتا  ولې د واک پر مهال دا ډول څرګندونې نه کولې؟

ایا د اپوزیسیونو د جوړونې کوکې او پر دولت د ګوتنیویو او نیوکو نارې سورې، د ملي ګټو او ارزښتونو له ګوټ څخه کیږي او که د نوی دولت د جوړېدو د مخنیوي لپاره ترسره کیږی؟

په داسې حال کې چې د نوی دولت درې میاشتې نه دې پوره، په ایران او پاکستان کې د ټاکلو کړیو سره یوځای په کور دننه د دولت پرضد د غوغا جوړول د کومو موخو لپاره ترسره کیږي؟

د کرزي د دیارلس کلن فاسد پیر زیات لوړپوړې چارواکي چې یوخوا په فساد ککړ دی او بلخوا يي د افغانانو په وینو لاسونه سره دي، د اشرف غني په مشرۍ له نوي حکومته ډاریږي چې که چیري په پښو ودرید، یوه ورځ به له دوی د فساد او افغانوژنې پوښتنه وکړي!

البته دلته د نورو توندلارو او شاتګپالو پر، پرړو او اپلتو د څه ویلو اړتیا نشته!

بې له توپېره ، د ټولو هېودپالو افغانانو ملي دنده ده، د اشرف غني په مشرتوب له نوې حکومته ملاتړ ته راودانګي او پرینږدي چې افغان دوښمنه بهرنۍ کړۍ او یا په کور دننه پردیپالې کړۍ، د نوي حکومت د جوړېدو او افغانانو ته د سولې، امن او غوړیدلې اقتصاد په چارو کې د نوي دولت د خدمتونو مخه ډب کړي!

مه پریږدۍ مفسدین،متحجر مغزونه او له وخت لویدلې ککرۍ بیا لکه د اماني غورځنګ او یا نورو ملي خوځښتونو پشان، د نوي دولت هېوادپالې تګلارې او موخې هم له نهیلۍ او ناکامۍ سره مخ کړي!

یادونه:

(۱ ) بګوه : زړې ګېدړې ته وایي.

د ۲۰۱۴ کال د ډيسمبر ۱۶ مه

سرلوڅ مرادزی