وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

اسماعیل خان د نورو منځ کې اوثقال مجاهد!

نن سبا د پخوانو مجاهدینو منځ کې یوازې تورن اسماعیل خان د جهاد جنډه پورته نیولې ساتلی او د دوی په استازیتوب غواړي، که معامله کیږي نو یوازې باید له ده سره ترسره شي.

ده پخپلو تازه څرګندونو کې یوځل بیا په حکومت کې مجاهدینو ته د زیات واک بولاله سرکړه او زیاتوي چې یوازي مجاهدین هېواد ته امنیت راوړلای شي. دا چې اسماعیل خان کوم مجاهدین یادوي چې په واک کې يي ونډه لږه ده او یا د ده په اند داسې مجاهدین څوک دي چې هیواد ته د امنیت په راوړلو کې، تر هرچا ډېر څه کولای شي، زیات تفصیل نه ورکوي او ښايي داسې تفصیل يي د خپلو څرګندونو په اړه، د افغانانو غبرګون او ځواب ته ځنډولی پریښی وي!

له ۱۹۹۲ کال را وروسته مجاهدین چې د واک په بېلا بېلو  پړاوونو کې سره ښکته پورته شوي، اوس يي ډېر تغییر خوړلی او نن د مجاهدینو هیڅ قومندان او یا قومي سرخېل د ټولو مجاهدینو په استازیتوب خبره نه شي کولای. پخوا هم مجاهدین لږ تر لږه په پنځلس تنظیمونو کې چې اته يي په ایران او اوه يي په پاکستان کې میشت وو، ویشل شوي وو خو نن سبا دا ویش له پرون هم زیات ښکاري.

د طالبانو او داعش په پیدایښت سره چې په یوه یا بله بڼه د تېرو مجاهدینو سلف ګڼل کیږي په تېره بیا د هغه مجاهدینو ډلې چې د مرکزي حکومت له ټینګښت سره دښمني پالي، دا ویش نورهم پراخ شوی دی. کېدای شي په پخوانو مجاهدینو کې یو شمیر کسان، د اسماعیل خان او یا بل چا پسې ولاړ شي، خو داسې چلند اوس هم د پخوا پشان او له هغې زیات سمتي او ایتنیکي بڼه لري او په پراخ مفهوم کې له جهاد او مجاهد  سره هیڅ تړاو نلري.

جهاد او مجاهد چې پرون د لویدیځ او ختیځ ترمنځ د سړې جګړې په مهال د کومو موخو لپاره ولوبول شول، نن د هغو موخو لوری بدل شوی، نو ځګه نن په ملي ډګر د پروني مجاهد او جهاد اړتیا نه لیدل کیږي او د اسماعیل خان پشان مجاهدین نن څوک بازار کې په دوه روپو نه اخلي!

د افغانستان نورې برخې خو پرځای پریږده، اسمعیل خان په هرات کې هم په سلو کې پنځه پلویان نلري. د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې، اسمعیل خان چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د عبدالرب رسول سیاف مرستیال وو، په ګډه د جهاد دواړو دعوه ګرو، ایله په سلو کې ( ٪ ۷،۳ ) رايي تر لاسه کړې. د ټاکنو په دوهم پړاو کې اسماعیل خان، سیاف او د مجاهدینو زیات شمیر د عبدالله عبدالله خواته لاړل چې هلته هم د دوی هڅه او برخه پیکه او ټاکنې يي وبایللې!

ټولټاکنو په افغاني ټولنه کې د اسماعیل خان پشان د مجاهدینو واقعي څېره او ونډه نندارې ته وړاندې کړه. ټاکنو د دوی د رسوايي تشت چې بې له هغې هم په ۹۰ یمو کلونو کې د کورنۍ جګړې په مهال له بامه راغورځېدلی وو، نور هم له لوړ ځایه راخطاکړ. اوس چې اسماعیل خان پخپل دا ډول شالید سره بیا هم د جهاد سندره توده ساتي، افغاني ټولنې ته د وړاندې کولو او ښودلو لپاره، بل ارزښت او متاع نلري!

ټولو ته څرګنده ده چې جهاد جهاد نشته، اسماعیل خان د جهاد په نوم او د هغه تر شا غواړي د ایران په ملاتړ خپلې سمتي او ایتنیکي سیکټاریستي ګتې خوندي کړي. په ټوله کې نظارشورا او اسلامي جمعیت چې اسماعیل خان يي د زړې مشرۍ یو پخوانۍ کړۍ ده، د جهاد او مقاومت تر ماسک لاندې په ارامۍ او بیغمۍ سره خپلې سمتي او ژبنۍ سیکټاریستي موخې یو په یو پلې کوي!

دوی په دې پوهیږي د افغانستان په سنتي او مذهبي ټولنه کې تر دې اسانه او ارزانه وسله نشته.

بلخوا اسماعیل خان په دې وسیلې غواړي، افغانستان کې امریکا او لویدیځ سره د ایران د اختلاف او شخړې نیابت پرمخ یوسي. نوموړی د جهاد او مجاهدینو په نوم په هرات کې په اسانۍ سره د ایران ګټې خوندې کولای شي. جهاد او مقاومت یواځینۍ لنګه غوا ده چې جمعیت او نظارشورا يي د نورو جهادي ټیکدارانو په نسبت، زیاته لوشې!

د اسماعیل خان دا ادعا چې یوازې د ده پشان دوه شمشیره مجاهدین کولای شي، هېواد ته امنیت راوړي، له ۱۹۹۲ کال راهیسې د مجاهدینو د واکمنۍ بېلا بېل پړاوونه، دا ادعا ردوي.

یوازې د کابلښار د ورانۍ بېلګه، د اسماعیل خان د امنیتي ادعاو په وړاندې لکه سوک، ګڼل کېدای شي. د کابلښار په ورانۍ او د ۷۰۰۰۰ کابلیانو په ټولوژنه کې د نظارشورا او اسلامي جمعیت چې اسماعیل خان يي د مرکزۍ مشرۍ مهم استازی دی، لاسونه ککړ دي.

اسماعیل خان او د هغه مجاهدین د واک په ټولو پړاوونو کې، پخپله د مرکزي حکومت په خلاف پاتې شوي او په هېواد کې د بې امنیتۍ دروند مسولیت د دوی پر غاړه دی. اوس هم د هرات ښار او د دې ولایت د نورو برخو په ګډوډیو او ناامنیو کې د اسماعیل خان د ملیشو او مجاهدینو لاس له چا پټ نه دی.

همداراز دغه شان مجاهدینو هېواد او افغان ملت ته د امنیت راوړلو پرځای، ځانونه شتمن کړل او اوس د اشرف غني په مشرۍ له حکومته ډاریږي چې که پښې يي ځمکې ته ورسیږي، له دوی به د باد راوړو پیسو، شتمنیو او د ترسره شویو جنایتونو پوښتنه وکړي!

اسمعیل خان پخپلو روستیو څرګندونو کې د وزیرانو دوه تابعیته هویت ته هم اشاره کړې، خو دا يي نه دی ویلای چې دی خپله او د ده جمعیتي ډله څو تابعیته ده!

پوښتنه دا ده، ده هغه وخت ولې پر هغه وزیرانو چې ده سره يي یو لسیزه په یوه کابینه کې ګد کارکاوه او څو تابیعته وو، نیوکه نه درلوده؟ د اسماعیل خان په داسې څرګندونو کې هم د خلکو له تېریستلو پرته بله کومه موخه نه لیدل کیږي او نه دغه څرګندونې جهاد سره د مینې او مجاهدینو ته د خدمت په پار ترسره کیږي!

بل پلو همدغه د اسماعیل خان په اصطلاح کمونیست وزیران چې په ۱۹۹۲ کال يي نظارشورا او اسلامي جمعیت په سره ډولۍ کې د کابل پر تخت کښينول، هغه مهال ولې کمونیستان نه یادېدل؟ دوی هغه وخت یا خالد بن ولید وو او یا شیرخدا( حضرت عليرح) ګڼل کېدل!

د اسماعیل خان جمعیت او نظارشورا خو باید په اصطلاح له دغوکمونیست وزیرانو شکرګزاره وي او نمک حرامي ونکړي. د دغو وزیرانو له برکته، په ډېر لنډ وخت کې دوی (د سرو او سپینو خاوندان شول!)، د بنګلو او ماڼیو څښتنان شول او د دولتي واک مهمې څوکۍ تر اوسه پورې لا د دوي په لاس اجاره دي!

څه ښه وايي: از دست کاکا است، که انګور در تاک ها است!

لنډه دا لکه درمل چې زاړه او وخت يي تېر شي، په زهرو بدلیږي. د اسماعیل خان د مجاهدینو پیر هم تېر شوی، دوی هېواد ته نه د امنیت راوړلو جوګه دي، نه د کار وړتیا او اهلیت لري او نه د پاکۍ او سپيڅلتیا استازي دي!

دا شان کسان، د انسان په جامه کې ریښتیني شیطانان دي. دوی د هېواد په ناامنۍ کې لویلاس لري، لاسونه يي د افغانانو په وینو او فساد ککړ دي، کار او خدمت ته د لاپو او باټو پرځای د پوښتنې او ګرویګنې وړ دي.

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی