نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

«
»

ارمان می په ځای نه شوو 

لیکونکي :: دکتور طاوس وردک لندن ۱۱یولسم د نوامبر ۲۰۱۵
هر انسان په ژوند کی آرمانونه – ارزو ګانې هم شخصی او هم وطني لری ، زما شخصی ارزو ګانې چې تحصیل او – کور وو – اولادونه وو – د اولادو تحصیل او ښه ژوند وو – د کورنۍ وروڼو او ترو زامنو د ژوند ښه کول وو تر ډیره حده پوره او تکمیل شول مخصوصا زما د زامنو او لورانو : ،  زامن می په لندن کی دریو واړو عالی تحصیلات تر سره کړل – لورانو می د شوروی د ۱۲ ټولګی نه فارغی او وادونه وکړل یوه په روسیه کی دیوه کلیوال میرمن ده یوه په کاناډاکی دیوه هراتی وطندار میرمن ده او دواړه دوه اودرۍ اولادونه لري ، زه می د میرمنې او دریو زامنو سره په لندن کی آرام – آسوده – نورمال ژوند کوم ، دوی کار کوی او زه متقاعد شوم ، خو زما په ژوند کی یو لوی ارمان وو او هغه داوو چې زه به افغانستان  دوزیر دفاع  شم او د افغانستان اوردو داسې یو اوردو جوړکړم چې سارۍ ېې په منطقه کی نه وي ، البته نه د روسېې – چین – هندوستان – یا ایران یا پاکستان غونته ، ځکه دغو قوتو ته ځان رسول دوطن په اقتصادی وضعیت پورې او د ریس جمهور په خاصه توجه او ارمان پورې اړه لري ، ما غوښتل زموږ اوردو اقلا لس لوېې فابریکی ولري ، زموږ اوردو اقلا ډیر مدرن او عصری محاربوی تخنیک ولري – زموږ اوردو متخصص او تحصیل یافته افسران – خورد ظابطان او سربازان ولری زموږ اوردو د مهماتو او ځنو محاربوی تخنیک لحاظه خود کفا وي ، چې متاسفانه دغه ۳۸ کاله یوه حکومت او یوه وزیر دفاع نه دغه ابتکار او نه دغه خلاقیت درلودلو او نه پوهیدل ، زه د کومه پوهیدم او دکومه ځایه ځان تر دوی لایق او متخصص بو لم ؟؟؟؟؟
ما د تحصیل په جریان کې په هندوستان – په شوروی کې ډیر وخت د مختلفو محاربوی تخنیک اثار او تخنیکی معلومات جمع کړی او لوستی وو او ډیره تجربه می د لوړ رتبه جنرالانو څخه په مجالسو او مهمانیو او ملاقاتو کې زده کړي وو او د ۱۹۹۲ نه را په دیخوا په تجارت مصروف شوم او د چین ارومچی – شانګ های – ګوانژو –  جنوبی کوریا – هانکانګ – دوبی – ترکیی – هندوستان ، هیوادو ته می تجارتی صفرونه درلودل او دهغو هیوادو تجربې او دهغو خلکو سره لیدنی زما نظامی معلومات دری چنده زیات کړل ، اوزه ډیر متجسس افسر وم او همیشه می ډول ډول مجلې چې دنویو محاربوی تخنیک عکسونه پکې لیدل کیدل په انګریزي او روسي ژبه  لوستل ، بیا کله چې د ۲۰۰۰ رم کال راهیسې د کمپیوټر سره اشناشوم نو بیا زما زخیره د معاصرو وسلو او تخنیک او دهغو دجوړیدو ډیره شوه ،که زه وزیر دفاع شوۍ وۍ ما افغانستان ته لس مختلفی فابریکی(( د وسلو دتولید – دمهماتو دتولید – د لباس او بوټو – صابون – مواد غذایی – تکه بابو – اوسپنې ذووبولو – نجارۍ – تعمیراتی ساختمانو – او کمیاوي او بیالوژیکي موادو )) د ملی تجارو او دولتی سکتور په چوکات کې جوړول ، ما داسې سرحدی قطعات تشکیلول او تجهیزول چې نور په افغانستان کې د انتحاری او بم ګذاری پروسه ختمیده – ما داسې اوردو جوړولو چې یو بار شوۍ ( خر – بار شوې قاتره – بارشوۍ آس – بارشوۍ غږګو – بارشوۍ موټر یا لارۍ ) زمو کلیو او بانډو ته نه وۍ ننوتلې او فورا د جټ طیارو او هلیکوپترو په ذریعه له منځه تلل ، ما دغه په موتر سایکلو  او اسانو سپاره طالبان – داعشیان فورا دخاورو خمیر کول ، ما موقع نه ورکوله چې ددوی لمن په ولسوالیو او ولایتو کې پراخه شي ، – ما داسې کورسونه افسرانو ته په افغانستان کې دننه جوړل چې نسبت پاکستان – ایران عربانو او هندوستان ته ډیر مدرن او نوۍ او کاملا تر اوسه چا نه دی لیدلي ، ما د تانک ضد راکت اندازو جپه چې درۍ قطاره په دریو استقامتو توجه کیدل او هرې جپې ۲۰ راکت انداز ګلولې تر ۱۵۰۰ مترو وارولې — ما داسې بم انداز مایناندازونه جوړول چې په ماشین محاربوی بار او څلورو استقامتو ته ۴۰ مینونه ولیږدوی او تر ۵۰۰۰ متره واټن ووهي – ما داسې بي ایم ۲۱ جوړول چې هم زمان یو خط اتش ( سد ) چې ۱۰۰۰ متره عرض ولری د مرمیو په تخریب تر پوشش لاندې ونیسي ، او بل اخره ما داسېې جهادی پارتیزاني فرقۍ جوړولې چې  ( خوست – زابل – کندهار – هلمند – کنړ – جلال اباد – بدخشان ) ولایتونه ستر اخفا کړې او پشه د سلاح او مواد مخدر یا مهماتو سره زموکلیو ته را داخل نه شي، – ما داسې کورونه – بلاکونه او اپارتمانونه دوسله وال پوځ افسرانو او خورد ظابطانو ته جوړول چې ددوی کورنۍ همیشه د کور دمشکل سره هر ګز مواجه شوي نه وای ، – ما داسې اوردو جوړولو چې هلته زما افسرانو عالی زده کړی – تخنیکی زده کړی – کوماندویی او پراشوټي زده کړي او ګوریلایی او پارتیزانی جنګونه تمرین او عمل کړۍ وۍ ، -او بل اخره ما اتومی وسله تولیدوله او افغانستان ته می یو دایمی امنیتي چتر جوړولو ، – سوال دادی چې دغه کارون ما د چانه زده کړی دی او په کوم اقتصاد دا کار ممکن وو ؟؟؟؟
بلې ډیر ساده وو ، (( فقط ملی اراده ، خپلواکه اراده ، وطنې اراده ، اسلامی اراده ، جدیت او پاکي او ملی سرمایه ملی اعلانول )) او د مجاهدینو یو قول اوردو چې ۱۵۰۰۰ تنه ېې تشکیل وو  د ۴۴ مهمو قیمتی ډبرو – طلا – میسو – یورانیمو -اوسپنې – لیتیمو – او لویو برق بندو د امنیت   له پاره تشکیلولو او ددغو معادنو نه می ساتنه او استخراج ددوی په واسطه د وزارت معدن د انجینرانو په رهنماۍۍ ددغو ټولو مصارفو پوره کول ملی وظیفه بلله ، چې متاسفانه داشرف غني او ډبل عبدالله د عقده ېې او ایدیالوژیکی تعصباتو له کبله چې زما سره ېې لرل زما آر مان پوره نه شوو