شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

«
»

اتلانو زمونږ ویاړ یاست

2.jpg wordt weergegeven

د تاریخ په اوږدو کې افغانانو په چا تیری ندی کړی خو کله چې بیا څوک د افغانانو په خاوره تیری کوي نو افغان هغه قوم دی چې بیا د خپلې خاورې د دفاع په خاطر یې سرښندونکي قربانۍ ورکړي دي او تل یې دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی. د افغانستان هر بچی د خپل هیواد او هیوادوالو د خوندیتابه لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو دی. یو له دغو سرښندونکو له جملې څخه زمونږ افغان امنیتي ځواکونه دي. دوی د هیواد په هر ګوټ کې د خپل سر به بیه د خپلې خاورې او ولس دفاع کوي. خپل ځانونه یې د خاورې او ولس څخه د دفاع په خاطر د دښمن ګوزار ته سپر کړي دي. کله په نهاره او کله بې وسلې په هر راز شرایطو کې د خپل ولس خدمت کوي. زمونږ امنیتي ځواکونه دپیاوړې ارادې په درلودو سره د خپلې خاورې دفاع کوي او تل چمتو دي څو د هیوادوالو له ژوند څخه پوره ساتنه وکړي. دوی زمونږ دملي یووالی نښه ګڼل کیږی. مونږ په خپل امنیتي ځواکونو ویاړو ، ځکه چي د خپل هیواد او خلکو ساتنه په خپلواکه توګه ترسره کوي. ددې خاوري دښمنان او یا هغه کسان چي دبل په خبره او د بهرنیو هیوادونو داستخباراتو په لمسون سره خپل هیواد او ملي ځواکونوته زیان رسوي؛ د ټولو افغانانو دښمنان دي. افغان ملي امنیتي ځواکونو خلکو ته د سولې او امنیت راوستلو او د ژوند خوندي کولو لپاره په ډیره زړورتیا سره خپل ټټرونه سپر کړیدي. لکه څرنګه چې د یوې دوامدارې اقتصادي پراختیا پرمختګ لپاره مونږ امنیت او ټیکاو  ته اړتیا لرو او لکه څرنګه چې امنیتي ځواکونه مو د امنیت او ټیکاو ضامن دي نو د یو پرمختللي هیواد او غوره ژوندانه درلودو لپاره باید له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړو.
د ارقامو له مخې افغانستان دمګړۍ شاوخوا درې نیم سوه زره امنیتي ځواکونه لري چې له دې ډلې یې یو سلو پنځوس زره ملي پولیس او نږدې دیرش زره نور سیمه ییز پولیس تشکیلوي. اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه دخپل هیواد ټول امنیتي مسؤلیت او مشري پرغاړه لري او پرته له بهرنیو ځواکونو چاڼیز عملیات او له دښمن سره جګړه کوي. وړاندي تردې دعملیاتو پرمهال به په بیلابیلو سیمو او ولایتونو کي دافغان امنیتي ځواکونو سره یوه ځای بهرنیو ځواکونو هم په جګړه او عملیاتو کي برخه اخیسته ، خو د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړي سر کې د نړیوالو ځواکونو څخه افغان لوري ته دامنیتي چارو بشپړه لیږد وشو او واک افغان ځواکونوته وسپارل شو.

ددې تر څنګ یو بل ارګان چې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو یې کړنې د ستاینې وړ دي؛ هغه د ملي امنیت اداره ده. دغې ادارې د هیواد روان سیاسي او اقتصادي بحراني حالت ته په کتو د پام وړ کړنې ترسره کړي دي. ګڼ شمیر ترهګر، جنایت کاران او د هیواد دښمنان یې نیولي دي، د ګڼ شمیر ځان وژونکو او موټر بم چاودنو مخنیوی یې کړی دی، د هیواد او ولس د ډيری هغه دښمنانو هغه شوم پلانونه یې شنډ کړي دي چې غوښتل یې په بیلابیلو مراسمو کې ولس د غم په ټغر کېنوي، د ګڼ شمیر وسله والو غلو او انسان تښتوونکو بانډونه یې نیولي دي او ددې تر څنګ په لسګونو نور په اخلاقي فساد ککړ اشخاص یې پیژندلي او د قانون منګولو ته سپارلي دي.

په ټوله کې ټول افغان ملي امنیتي ځواکونو تاریخي مسؤولیتونه په غاړه اخیستي. دغه اتلان مو اوس مهال په ډيرو سختو شرایطو کې د ولس ساتنه او د هیواد دفاع کوي. په ډیری مواردو کې ورته اړین خوراکي توکي او روغتیايې درمل نه ورسیږي، معاشونه یې کم او ډيری وختونه پر وخت نه ورکول کیږي، ددښمن سره د فاع په وخت او د اړتیا په صورت کې ورته له مرکزه مرسته نه ورسیږي، سالم تجهیز نلري. او په لسګونو نورې ستونزې هم لري چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

هغه قرباني چې زمونږ ځواکونه یې کوي؛ د قدر وړ ده ولې کافي جګړه ایز تجهیزات نه لري، لکه څنګه چې مونږ د سیمي او نړۍ د هیوادونو په استخباراتي لوی جنګ کې ښکیل یو نو په کار ده چې ځواکونه مو کافي امکانات ولري. ددې تر څنګ باید د مجازاتو او مکافاتو اصل هم په نظر کې ونیول شي او دغه ځواکونه باید ښه امتیاز ولري. په همدې ډول هغه ستونزې چې دوی یې لري باید ختمې شي، د هوايي ځواک ښه ملاتړ او د نړیوالو قدرتونو سالمې او رښتونې مرستې باید ولرو. ځکه دا د استخباراتو او سیمې جنګ دی، زمونږ سیاسیون باید د نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي ځکه دښمن اوس ټولو ته معلوم دی، ولس او ټوله نړۍ پوهیږي چې د تروریزم ریښې چیرې دي او څوک هغه پالي، نو په کار ده چې نړیواله ټولنه فشار راوړي او له هغې پرته زه فکر نه کوم چې که مونږ هر څومره تجهیز او ځواکونه مو ډير شي دا جنګ ختم کړای شو.

په داسې حال کې چې له پخوا جنګ ډير شوی او د نړیوالو ځواکونو رول هم محدود دی نو سوال دا دی چې افغان ځواکونه څه او څه ته ډیره اړتیا لري؟ د پوځي شنونکو په باور د یو پياوړي او بریالی امنیتي ځواک د لرلو لپاره اړینه ده چې امنیتي ځواکونه مو په لاندې وسایلو پوره تجهیز کړل شي:

  • سپکې او درندې وسلې؛ توپونه ، هوان، زیګو یاک، ده شکه او …
  • جنګي الوتکې لکه بمغورځن جیټونه
  • جګړه‌ ایز او زرهي ټانګونه
  • اوږد واټن ویشتونکي توغندي
  • ټرانسپورټي وسایط؛ ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې  
  • او تر ټولو اړین د زړو وسلو د ترمیم فابریکې، په قطعاتو کې زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه، کافات او مجازات، او د اړتیا پر مهال له مرکزه دفاعي مرستندویه ځواکونو ورسول.

لیکنه : خوشحال آصفی