۳۲۰ قراردادنونه د ۹۵ لکه افغانیو په ارزښت د خپل هېواد خپل تولید په نندارتون کې لاسلیک شو
صیام بزنس ویاړي، چې د خپلو همکارانو سره یو د کندهار د صنایعو او کانونو خونه، د افغانستان اسلامي بانک، د کندهار ژوندون تلویزیون، اتحاد شرکت او نورو سره په ګډه د خپل هېواد خپل تولید نندارتون او کنفرانس تر عنوان لاندې د جدي په ۷مه د دولتي مقاماتو، خصوصي سکټور غړو، رسنیو او ځوانانو په حضور د دریو ورځو لپاره پرانېستل.
په دې نندارتون کې ۳۲۰ هوکړه لیکونه د پنځه نوي لکه افغانیو په ارزښت لاسلیک شو، همدارنګه د ۱۹ لکه افغانیو په ارزښت خرڅلاو ترسره شوه. یاد نندارتون څخه ۳۵-۴۰ زره کسانو لېدنه وکړه او د خلکو لخوا وستایل شو.
دا نندارتون د افغانستان په کچه ترسره شوه، چې۸۵ شرکتونه د مختلفو سکټورنو لکه زراعت، تکنالوجۍ، لاسې صنایع، پلاستیکي توکي، نوشابه باب، رسنی او نور د لغمان، ننګرهار، کنړ، هرات، زابل، غزني، کابل او کندهار ولایتونو څخه پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو.
دا نندارتون د هېواد په شپږ زونونو کې د کورنۍ توکو څخه د استفادې او پانګونې ستر کمپاین ده، چې د خپل هېواد خپل تولید نندارتون او کنفرانس تر عنوان لاندې د کورنۍ توکو د پرمختګ، د نوي محصلاتو پیژندنه، په مناسب قیمت د باکیفیته توکو لیلام او د پانګونې فرصتونو، جذب او هڅوونې په موخه ترسره شوه.
د نندارتون په اوږدو کې ګډونوالو ته د کندهار د صنعتي پارک څخه د لیدنې فرصت هم برابر شوی و، چې د پانګوالو له درند استقبال سره مخ شو.
په پای کې د نندارتون ګډونوالو ته د صیام بزنس او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له خوا ستاینلکیونه هم ورکړل شو.
تمه ده، چې ددې نندارتون دریمه برخه د هرات په ولایت کې ترسره شي