بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

«
»

څوک د نوي حکومت جوړېدا سبوتاژ کوي؟

د ټولټاکنو نږدې درې میاشتې پوره کیږي. خو په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ، بریالی لوري تر اوسه نه پریښودل کیږي چې داسې یوه کابینه جوړه او په کارپیل وکړی چې ټاکنیز کمپاین کې يي افغانانو سره ژمنه کړې وه!

د نوې کابینې په اړه ژمنه دا وه چې هغه به مسلکي وي، د کار اهل ته د کار سپارلو پر بنسټ به وي، ځوان پښت او د هېواد لوڼه به يي د ملا تیر جوړوي او تر ټولو مهمه  دا چې نوې کابینه به د افغانستان بریا او لویا غواړي او ملي ګټو ته به ملاتړلې او پابسته، ولاړه وي.

اوس پوښتنه دا ده، داسې کابینه د چا له ګټو سره ټکر کوي؟ د داسې کابیني په جوړښت سره به څوک خپلې تنظیمي، سمتي او شخصي ګټې له لاسه ورکړي؟

ایا ولسمشر اشرف غني او د هغه پلویان او لارویان داسې کابینه نه غواړي او که بل چا د اشرف غني د ملي او پرمختللو تګلارو او دریځونو په وړاندې کمین نیولی؟

 څوک غواړي ولسمشر د کاري او ملي کابینې له جوړېدو محروم کړي او پرځای يی داسې کابینې ته لار اواره کړي چې هغه د ولسمشر پښو او لاسو کې د زولنو او اتکړیو حیثیت ولري؟

ټوله هڅه دا ده چې ولسمشر اشرف غني څنګه ولس سره په کړیو ژمنو کې بریالي نه شي. څنګه د نوي افغانستان په جوړښت کې د غنې تګلارې او پلانونه شنډ شي. څنګه د اسیا په زړه کې افغانستان بیا خپل وړ او مناسب ځایګی ترلاسه نکړي او د افغانستان د بریا او لویا بیرغ په سیمه او نړۍ کې ځلانده او رپانده نه وي!

د نوي افغانستان ټولې لاسته راوړنې او بریاوې، تر هرڅه مخکې د یوې فعالې، کاري او ملي کابینې له جوړېدو راپیلیږي. تر نورو لومړی د افغانستان ملي ګټو ته، ژمنه کابینه کولای شي په ۲۱ مه پېړۍ او نړیوال ډګر کې، د لرغوني او تاریخي افغانستان پرتمین انځور وړاندې کړي.

له دې ځایه ده چې په کور دننه او هم له بهره؛ د بېلا بېلو لورو، ډلو او کړیو لخوا د کابیني څرنګوالي، جوړښت او وړتیا تر سترګو لاندې ساتل کیږي.

له ټاکنو روسته درې میاشتې د کابیني د جوړېدو ځڼډ، په ټاکنو کې د هغو پرګنو پر وړاندې چې ټاکنو کې يي د اشرف غني په مشرتابه ټیم بریالی کړ، سترګواښ ګڼل کیږي، خود ا ګواښ په هیڅ شان د اشرف غني له لوري نه دی.

د کابیني د ځنډ لاملونه باید د ټولټاکنو د بیځایه اوږدېدو او غځېدو سره یوځای تر کتنې لاندې ونیول شي. هغه کړیو او ډلو چې ټاکنې يي شپږ میاشتې وځنډولې او پرلپسې يي سبوتاژ کړي اوس باید د کابیني د درې میاشتو د ځنډ او سبوتاژ مسوولیت هم پرغاړه واخلي!

د خندا وړ ده چې د سبوتاژونو د ډلې سرخېل «عبدالله عبدالله د کابینې د ځنډېدو پړه پر ولسمشر غني واچوله، ویې ویل چې ولسمشر د مالیې او دفاع له وزیرانو پرته د نورو په باب نهايي پرېکړې ته نه دی رسېدلی. تاند»

که چیري ولسمشر اشرف غني، د عبدالله عبدالله په وړاندیز، د فضل احمد معنوي په څېر د کار نااهله  بې مسلکه او ملي ضد کس د کورنيو چارو د وزیر پتوګه نه وي منلی او په دې لامل په کابینه کې ځنډ پېښيږي، زر ځلې دې پېښ شي. که دا شان نور بې مسلکه، نااهله، د جهادي مافیا په کړیو پورې تړلې ناولې او ککړې څېرې بیا په کابینه کې د عبدالله او یا بل چا لخوا وړاندې کیږي، د ولسمشر اشرف غني دنده ده چې ويي نه مني.

افغان ملت د نااهله کابیني او د ناوړه چارواکو د کار په پاتې راتلو کې، پوښتنه لومړی له ولسمشره کوي، نو ځکه کابینه باید د ولسمشر له نظره، څېړنې او پوښتنې تېره شي.

بلخوا عبدالله په خپل ټاکنیز کمپاین کې، افغانانو سره ژمنه کړې وه چې دی او ټیم به يي د فساد په وړاندې مبارزه کوي او له دې کبله يی لکه اورپکی پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د خولې پرلپسې ډزې کولې چې کرزی ولې د فساد مخه نه نیسي. خو د ماليي وزارت په تازه رپوټ کې ویل کیږي« د لندن تر کنفرانس درې ورځې مخکې اجراییه ریس عبدالله عبدالله د ولسمشر غني په ځانګړي حکم له مالیې وزارت څخه ۵۵ میلیون افغانۍ د معاشونو او دفتري لګښتونو لپاره اېستلې دي. اوس مالیې وزارت وايي چې عبدالله عبدالله یوازې لس میلیون افغانۍ په معاشونو لګولې او د نورو لګښتونو وجه نشي روښانولی، نو ځکه د ۴۵ ملیونه افغانیو د نه مصرف له وجې باید دغه وزارت ته ۱۲ فیصده جریمه تحویل کړي خو اجرایه ریاست انکار کړی.»

دلته باید د هغه چا په اړه هم څرګندونه وشي چې د کابیني کاري وړتیا او اهلیت په پام کې نه نیسي او په معرفي کولو کې يي بېړه کوي. داسې کسان یا له پېښو بیخبره دي او یا په لویلاس غواړي ځانونه د کابیني د سبوتاژ ډلې سره ملګري کړي او له غلو سره د جوال خوله ونیسي.

یونږدې دوست لیکلي وو « دولت کابینه ندارد – بد است ٬ اما کابینهء بد بسیار بد است

بلخوا په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د بریالی ټیم او د عبدالله د ټیم درغلي باید په پام کې ولرو.

څوک چې په ټاکنوکې درغلي کولای شي او بیا منکرېدلای شي، په کابینه او دولتي چارو کې ترې هم د ریښتینولۍ تمه عبث ده!

دواړو ټیمونو ته د ملامتیا یو شان ګوته نیول، د درغلګر ټیم سره خواخوږي ښۍ!

موږ باید د وچو له غمه لانده ونه سیځو!

موږ باید د کارټیم او سبوتاژ ټیم سره ګډوله نکړو.

د کار ټیم رغول، جوړول او ابادول کوي؛

خو د سبوتاژ ټیم  ورانول، د ولسونوجنګول او د هېواد خرڅول کوي!

د ۲۰۱۴ کال د ډيسمبر ۳۰ مه

سرلوڅ مرادزی