بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

«
»

څوک؛ څوک دی او څوک نه دی؟

د ځمکې پر مخ هر انسان يو ځانګړی شخصيت لري. د اروا پوهنې له اړخه شخصيت بيلابيل تعريفونه لري. د هارورډ پوهنتون ښوونکی (Gordon Allport) هغه څوک دی چې په ارواپوهنه کې يې د Personality (شخصيت) اصطلاح شامله کړه. نوموړي په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې د (شخصيت) کلمه د ارواپوهنې د يوې مهمې موضوع په توګه مطرح کړه.

که څه هم ټول ارواپوهان د شخصيت د تعريف اړوند په يوه خوله نه دي خو ویلای شو چې شخصيت د فرد د ښکاره او پټو کړنو څخه عبارت دی. که مونږ او تاسې خپل چاپيريال ته نظر واچوو؛ د بيلابيلو ځانګړنو لرونکي افراد مو په نظر راځي. ځيني خلک په رښتيا ويلو، پرهيزګارۍ، ژمنتيا او راز ساتلو باندي مشهور وي. ځيني کسان په دروغو، بي وفايۍ، دوه مخي توب يا نورو عيبونو باندي مشهور وي. یعنې په خپل شاو خوا کې دوه ډوله صفت لرونکي اشخاص وينو چې ځينې يي مثبت صفت لرونکي دي او ځينې يي بيا منفي شخصيت لرونکي. خو په ټوله کې هر انسان بايد هڅه وکړي چې ثابت مثبت شخصيت ولري.

په لاندې ډول د ځينو شخصيتونو تعريف وړاندې کيږي.

  1. هغه څوک چې له دين څخه ناوړه ګټه اخلي؛ ديندار نه دی بلکه د ديندار په څېره کې د دين دښمن دی چې هم ځان او هم خلک تباه کوي.
  2. هغه څوک چې له جهاد څخه ناوړه ګټه اخلي؛ مجاهد نه دی، مجاهت دی چې د خپلو جهتونو (سمتونو) او يا ګوندي ګټو ته کار کوي
  3. هغه څوک چې له ډيموکراسۍ ناوړه ګټه اخلي؛ ډيموکرات نه دی، بلکه اتوکرات دی چې ټول ولس يي په انحصار کې نيولی دی او پرې خپل واک چلوي.
  4. هغه څوک چې له سياست څخه ناوړه ګټه اخلي؛ سياستمدار نه دی، بلکه سياسي سوداګر دی چې خپل وجدان پلوري.
  5. هغه څوک چې له «مردم» ولس له کلمې نه ناوړه ګټه اخلي؛ رهبر نه دی، بلکه فرصت طلبه دی چې خلک د وسيلې په توګه کاروي.
  6. هغه څوک چې له څوکۍ او مقامه ناوړه ګټه اخلي؛ چارواکی نه دی، بلکه زورواکی دی چې څوکۍ يي په زوره انحصار کړې وي.
  7. هغه څوک چې له منبره ناوړه ګټه اخلي؛ عالم نه دی، بلکه جاهل دی چې خپل اخروي مکافات په دنياوي هغو غوره بولي.
  8. هغه څوک چې له مبارزې ناوړه ګټه اخلي؛ مبارز نه دی، بلکه د مبارزې خلاف دی چې بايد په مقابل کې يي مبارزه وشي.
  9. هغه څوک چې له ګوند (حزب) ناوړه ګټه اخلي؛ حزبي نه دی، بلکه د ګوند او حزب په لمن تور داغ دی چې حزب د امتياز وسيله بولي.
  10. هغه څوک چې له عشقه ناوړه ګټه اخلي؛ عاشق نه دی، بلکه د خواهشاتو ښکارشوی شخص دی چې د شيطان اطاعت کوي.
  11. هغه څوک چې له ښکلا ناوړه ګټه اخلي؛ ښکلی نه دی، بلکه انساني شيطان دی چې نور ټول خلک له ځانه ټيټ بولي.
  12. هغه څوک چې له مايکروفون څخه ناوړه ګټه اخلي؛ ژورناليست نه دی، بلکه شهرت غوښتونکی دی چې د نفس پيروي کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي