ځما دمېندو سزا داده
به ارتباط شهادت خواهر ګرامي ا م فرخنده تقديم است
چې شها دت پر هر مېدان کې قبلوينه
که ګناه داوي ماته راشه
زه به کفن په اورمېږه درولېږمه
دلېارې پای دی پروا مکړه
زه دبزګر او کارګر نه اخلم ازارونه
تا چې زېا رت راته جارو کړ
ما قدم دلته مېخانه کې واخېستنه
مورجانه مري نه پاتې کېږي
زه به لونګ په لاس نيمګړۍ ګرځومه
که خدای دې داځل وجود خلق کړه
مړه شوې لور به بابا جان نارې وهينه
مور مې له ما نه رخصتېږي
پر ما روان دي دچمچار مکار رولونه
خورجان رحلت شوه پاتې نه شوه
له مانه ئې واخيستل دمينې رخصتونه
ادم خان سور اور کې لپه شو
د مېندو سرې وينې ئې تاريخ راجوړوينه
انجنېر ظهورالدين اندېش
ويانا
7.4.2015