ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

ځان وپيژني چي څوک واست او څوک شولي ؟؟؟

ليکونکي :: دکتور طاوس وردک
زه نن داسې یو مضمون لیکم چې متعهد افغانان ، مخصوصا ځوان نسل دتل دپاره هغو څه ته متوجه کړم چې تر اوسه یوه ليکونکي افغان هم دغو ټکې ته په دغو معاصر تاريخ کي نه دي متوجه کړي؟
 زموږ افغانان په دغو ۴۰ کالو خونين ناورين کي نه په خپله متوجه شوي وو او نه بل چا متوجه کړي وو ، همدا وجه ده چې افغانستان دغه د ثروتو او شتمنیو ( طلايي ) وطن د خونخوار امپریالیزم ، خونخوار سوسیال امپریالیزم ( روسيي او چيني ماويستانو  )، او پاکستان دغه دانګریز نوکرانو او خاصتا زموږ د ناولو ملانو او طالبانواو بل اخره دمجاهدينو د رهبرانو او قوماندانانو او هغو طالبانو چې ځل يي بدل کړی او د داعش وحشیانو تور کالی ېې اغوستی د پاکستان په فرمان زموږ هیوادوال وژني او بي ستره کوي يي دوطن شتمني تخريبوي  ) او ددوي له لاسه  موږ همیشه خپل حاکمیت ، استقلال ، ازادي او دخاورې تمامیت د همیشني ګواښ او ناورین سره مواجه کړۍ وو او مواجه کړۍ دی چي آخرين ۴۰ کاله يي ژوندي ثبوت دي ، خو حتما د نجات لاره لري او هغه لاره داده چې ځان وپیژنۍ چې (( زه یو څوک  وم. او څوک شوم  ))، او  ولي تاريخي دشمن ته نشم ويلاي چې دغه زما وطن دی ،دغه زما زانګو ده او دغه زما ټاټوبۍ دی ، او ته څه کاره يي چې ماته رهنمایی کوې داوکړه دا مه کوه ، دا تور دي دا سپين دي ، دا کمونستان دي ، دا ماويستان دي ، دنړي په ټولو هيوادو کي دهري آيديالوژي طرفداران او علاقه مندان ډير دي او هيڅوک يو دبل په کار او برنامه کار نه لري او تل د آزادو انتخاباتو له لاري د قدرت دتر لاسه کولو په خاطر د مشروع او قانون دمواداتو له رويه سياسي مبارزه کوي هيڅوک يو بل نه شي نفي کولاي ( بير کله بير خيال )، هر سړي خپله اراده او عقيده او کار يي ؟؟؟؟
دا چې تر ننه پورې تاسي پسه ډوله انسانان ياست  ( پسه ډوله زما خبره نه ده دغه دوو امپریالستانو ، امریکا او شوروي تاسې ته د پسو خطاب کړۍ دی ) او دلاندې نقشه وويني چي زموږ ددوي په آند ( پسونو قواله يو بل ته ورکوي )، دغه نقشه د افغانستان د بي ستري له کتابه کاپي شوي ده ،
دهغو څه په وړاندې چې تر ننه په تاسې زموږ دشمنانو اګاهانه عملي کول او تاسې ېې لکه قصاب چې پسه هلال او اویزان او بیا سر ورنه غوڅ کړي ، اندامونه يي غوڅ کړي او پوستکۍ ېې وباسي او بیا ېې لرۍ او کلمی جدا او بیا ټوټه توټه کوې او په خلکو ېې خرڅوي او خلک ې په شوق او مزه خوري تاسې پسونه افغانان یوه ورځ متوجه نه شوۍ چې ولې همیشه خلک پسونه خوري او یوه ورځ قصاب زمرۍ ونه نیوو او قصابي ېې نشوۍ کړۍ ،ځکه هغه زمرۍ وو زمرۍ یو څوک وو دزمري نه خلک ویریدل دتا نه چې پسه ېې نه ویریژي او هروخت چې تاسې هم ځانونه زمریان احساس کړل او ومو ویل چې زه یو څوک یم، لکه کرزي چي ویل يي چي زمري يم يا موږ زمريان يوو دروغ يي ويل هغه يعني کرزي ګيدړ وخوت ، قوم يي ډير زمريان لرل او نن هم ډير زمريان د کرزي په قوم کي شته  خو ځانونه يي نه دي پيژندلي او خاموش دي ؟؟؟،
که مو ځانونه وپيژندل چي تاسي هر يو احمدشا با با ياست ، ميرويس خان نيکه ياست ، ايوب خان ياست ، وزير محمد اکبرخان ياست ، امان الله خان ياست ، هغه وخت تاسې هیڅوک نه شي استعمالولای او ښکارولای او هیڅوک په تاسې تجاوز نه شي کولای ،اما زه ډیر په تاسې شکمن یم چې تاسې به ځانونه زمریان وګنۍ که نه ؟؟؟
او تاسې به ځانونه وپیژنۍ که نه ؟؟
دځان پیژنده د خدای پیژندنه ده  دځان پیژندنه د پلار او مور پیژندنه ده ، د ځانه پیژندنه ددشمنانو پیژندنه ده خو بیا هم شک لرم چې تاسې چې تر ننه ځانونه ونه پیژندل یقین لرم چې سبا ته بل سبا ته او کالونه وروسته هم باور نه لرم چې تاسې به ځانونه وپیژنۍ ځکه (( پنجابي – ايراني – عربي ، چينايي – روسي – امريکايي ، انګريزيي  او ۴۸ نور اشغالګر ناتو هيوادونه ))، يو هم په دغو ۴۰ خونينو کالو کي تاسي ونه پيژندل تاسي د ( ببرک کارمل رهبري و نه منله چي ګويا هغه کمونست  وو ، تاسي هغه به شوروي تهمتي کړو چي روسان يي را وستلي ، خو په دي نه پوهيدي چي تاسي ته يي سيواد ، کور ، کالي ، ډودي ، ترقي ، تمدن ، سوکالي ، آرامي لکه متمدنه نړي چي نن ستاسي ځوانان ور تښتي او هلته د پناهندګي غوشتنه کوي ښه ژوند کوي داسي ژوند جوړولو ،  آتک يي سرحد تعينولو او ګوادر يي د لوي افغانستان بحري بندر اعلانولو ، ببرک کارمل ويل “” اګر خصايل انسان زاده محيط است بايد محيط را انساني ساخت “” ک م س “” بلي هغو ټولنه د انسانيت خواه ته بو وله ، لکه امان الله خان چي په هغو هم د ( ملانو ، طالبانو ، حضرتانو ، پيرانو ، دهزاره طايفي سيدانو او خليفه ګانو او مقتداګانو له خوانه چي حمله وشوه په ببرک کارمل نه يوازي چي دغو ډلو او حلقاتو بلکه ناخلفه بيسيواده ، بي آيديالوژي ناسيونالست اخواني خلقيان هم ورسره جوړه شول او د شا له خوانه يي ور باندي حمله وکړه ،))، او نن چي د مجاهدينو ، طالبانو ، هغو اخواني خلقيانو ، او پو رته يادو شويو حلقاتو ، ناتو په راس کي يي امريکايان د کاکا او دتره زامن  يي افغانستان ته را وبلل او په افغانستان يي خيټه اچولي  اوس ماته خوله ، پټي سترګي او کاڼه غوږونه ناست دي ، او ورته يي نظامي اډي ور کړي او هره ورځ د وطندارانو وينه تويوي ؟؟؟
او همدا علت دۍ چې تاسې په تاریخي دشمن ځانونه ساتۍ تاسې په امپریالیزم ځانونه ساتۍ تاسې په پنجابي ځانونه ساتۍ تاسې په ایراني ځانونه ساتي تاسې په تاویزو او جادو ګریو عقیده لري او په دوعاوو ځانونه ساتۍ په داسې حال چې بابا ادم یو سړۍ وو هغو ښځه او دوه زامن او یوه لور ېې په تنهايي ساتل او خوراکه او اذوقه ېې ورته راوړله ځکه هغو ته ځان زمرۍ بریښیدو او ځان ېې په نړۍ کې یو څوک بللواو د وحشي حیواناتو په منځ کې ېې تنها د دوو زامنو او یوې لور سره په متانت او غیرت ژوند کولو ،  او ویل ېې زه یو څوک یم او زه نړۍ جوړوم خو تاسې چې شمیره مو که کوزه پشتونخوا درسره یوځای حساب کړم ۶۵ ملیونه افغانان کیژۍ خو تاسې یو هم یو څوک نه شوۍ علت ېې دادې چې تاسې په پردو اطمنان او باور لرۍ او ځانونه په امریکا ساتۍ او زارۍ کوۍ چې امریکا (غربه ) د خدای روی دۍ مه وزيي چې موږ به طالبان ، داعشيان د پاکستان په اشاره داځلې دخاورو خمیر کا، خو زما واورې تاسې یو قووت یاست فقط یو شۍ دیر مهم دي چې یو بل وپیژنۍ او په یو بل اعتماد وکړۍ ملي وحدت ته غاړه کیږدۍ او په ملي وحدت ډیر تاکید وکړۍ او هغه څوک درته خپل رهبر او مشر وټاکۍ چې اوس درته د ښه افغان او ښه پاک افغان په مورد در ته  واقعیتونه لیکي  او درته ليکي چي پاک ، صاف ، صادق د افغان زوي چي د دشمنانو په توطيو خبر او پوهيزي هغو ته د ريس جمهور په حيث رايه ور کړي ، هيڅ کله ( کرزي – اشرف غني – نرس عبدالله يا ډبل عبدالله )، ته رايه مه ورکوي ،خو بیا درته وایم چې هنوز شک او تردید لرم چې ممکن نه ده چې موږ یو څوک ووسو یا موږ یو څوک شوو .؟؟؟
وطندارانو ځانونه مسلح کړي ځانونه تیار کړۍ ، ځانونه فدا کړۍ ، ځانونه وقف کړۍ ( په څه شي مسلح شۍ ؟؟؟ ) ځانونه په علم او پوهه مسلح کړۍ او علم زده کړۍ دشمن دهیڅ شي نه دومره نه ویریژي لکه د علم او زده کړې نه نو که تاسې په علم مسلح او سمبال وي نو بیا دشمن تاسې ته بازي نه شي درکولای لکه د مجاهدينو رهبرانو او طالبانو د خپلو ړندو مبلغين ، (( ملانو ، حضرتانو ، پيرانو ، خليفه ګانو او د هزاره طايفي سيدانو ، مقتدا ګانو ، قومي غټ خيټو خانانو ، ملکانو ، سپينګيرو چي ديوه ارتجاعي زنجير حلقات جوړوي او تهداب ايښودونکي او جوړونکي يي نړي وال امپرياليزم وو ، دي او وي به ))،. او. څو واري يي وغولولي ، نو که سيواد ولري او کتابونه او تاريخ مطالعه کړي نو بيا مو  هیڅکله دشمن نه شي غولولای ، علم زده کول، پوهه زده کول دا معني  لرې چې تاسې په ډیره قوي وسله مجهز یاست ، دجرمني یو فیلسوف په ( یوه کتاب کې چې تاریخ تفنک) نومیژي داسې لیکۍ چې سلاح او وسایط او تخنیک همیشه حیثیت د فلزاتو د یوه کوټ یا زخیری لري او د وسپنو انبار ته پاتې کیژي تر هغه وخته چې دهغو استعمالونکۍ تعلیم او پوهه لا اقل دیوه میخانیک یا یوه انجینر ونه لري که ددغو ( کوټ شویو سلاح او تخنیک ) استعمالونکي انجینران یا میخانیکان وو نو هغه وخت دغه شیان پر دشمن په ډیر موثریت استعماا لولای شي ، نو پوهه دژوند چراغ دي ، پوهه تاسې رهنمایی کوي ، پوهه تاسې دبدبختیو نه ساتي او پوه تاسې ته در زده کوي چې تاسې یو څوک یاست او څه رنګه ژوند وکړۍ .
ووینۍ اسلام هم پنځه بناوې دمسلمانۍ لري او هغه ( کلمه طیبه – لمونځ – روژه – حج – او زکات دي ) ددغو ادا کول او پوره کول خدای په تاسې فرض کړي او تاسې دغه فرضیات کم او بیش عملي او تامینوۍ خو په اجتماع کې هم  ۶ بيناوې او شرطونه د انسان له پاره که څه هم فرض نه دي خو الله پاک ډیر ضروري او لازمي او فرض ګنلي دي چې بیدون له هغو نه ژوند ناممکن او مشکل دۍ او هغه (  امنيت – استقلال – خودمختاري – کور- کالي – ډودۍ ) دی نو اوس دغه ډیر مهم اساسات د اجتماعي ژوند تاسې څنګه تامینوۍ او هغه څنګه په کورني اجتماعی ژوند کې عملي کوې ، دشمن نه غواړي ته کور ولرې ، دشمن نه غواړي ته ډوډۍ ولرې ، دشمن نه غواړي ته امنیت ولرې ، دشمن نه غواړي ته ازادي ولرې دشمن په ټولو برخو کې تاته موانع ایجادوي ډشمن همیشه تاسې ته ازغي کري دشمن تل تاسې په خپلو منځوکې په جنګ اچوي ، دشمن که دغه سنګ اندازي ونه کا ددوی ژوند هره لحاظه په خطر کې لویژي او که دشمن دغه کارونه ونه کا ته تر ده نه ښه کالي تولیدوي او دده تولیدات د ډمپنګ سره مواجه کوی دده تولیدات نور بازار نه لرې که اوس ته که یو څوک نه شي نو ټه دشمن ته زمینه برابروې او دشمن ته په خپله لاره ورښېې چې راځه دلته دغه او هغه مفید مواد شته ته په دې یو څوک نه شې کیداې چې تاته شخصي منافع د ملي منافعو نه ارجیت لري او ته همیشه ملي منافع د شخصي منافع قربانوې او واې په ما ېې څه ( به من چي ) چې دغه خورا لوی خیانت او لویه بدبختي ده همیشه باید هر افغان ځان یو څوک احساس او ځان یو څوک قبول کړې( چو عضو به درد اورد روزګار دیګر اعضا نه ماند قرار ) زه پوهیژم چې دتاسې په مخ کې سنګرونه ، موانع ، باطلاقونه ، مینونه ، انتحاريان ، بم ايښودونکي ، بازان ، تازیان ، لیوان ، شغالان ، سپي ،زندانونه ، وهل ، ټکول اعدامول ، قین او پانه کول برق ورکول او تیربارانول  ، بيستره کول لري او شته خو ته متعهد ېې تا عهد کړۍ تا عزم کړي ، تا تصمیم نیولای ، تا قیام کړۍ ، ته خپل حد او اندازه پیژندلې ، تاته ناموس ، خاوره ، وطن ،د خاورې تمامیت ، او خلک تر هر څه نه مهم دی او ته غواړې یو څوک شې یو څوک ووسې یوڅوک یم وواېې نو ددغو ټولو مشکلاتو نه مه ویریږۍ ( میړونه یو ځلې مري او نامردان هره لحظه مړه کیژي ) ” ب ک ” په یاد لرۍ چې نن یوه ډیره تاریخي لحظه ده ، همدا نن ستاسې مور ، ستاسي وطن ، ستاسې پلاروطن دې ته رابولي چې زر تصمیم ونیسۍ ( ځکه تصمیم دموفقیت لومړنۍ شرط دی ) او په خپلو پښو ودریژۍ او ووایاست چې موږ ټول یو څوک یو او زه یو څوک وم او زه یوڅوک شوم او زه یو څوک یم ،له همدې کبله جناب محترم ډګر جنرال بهرام شاه وزير دفاع ، ستر جنرال سيد شريف يفتلي لوي درستيز ،   تاسي نن یو څوک ېې ، تاسي پرون یو څوک وې ، تاسي پرون تاریخ ګټلۍ ، تاسي انقلاب کړۍ ، تاسي افتخار امیز ژوند کړۍ ، تاسي نسبت نورو د ګوند لوړ رتبه غړو ته خاص او لوړ مقام لری ، هیڅ ډول خیانت او معامله  تاسي دیوه اصیل افغان په حیث نه ده کړې ،  او مهم افتخارات لرې خلک ۱۰۰٪ په تا سي راغونډیژي او را ټولیژي ، ځان وقف کړي یوه تاریخی ماموریت ته ، تاریخ یو ځلي قهرمانان را میدان ته کوي ، تا سي تر اوسه ځوانان ياست او انرژي لرې موږ ټول در سره یو ، زه هره ورځ یو مضمون درته میدیا ته لیکم او د تا سي افتخارات او کارنامی یادوم ، ما تر اوسه زما او ستا سو په خاصو ملاقاتو  چي د تحصيل په وخت کي مو لرل هیڅ نه دی لیکلي ، مطمن ووسي چې برۍ حتما ستا سي په برخه دی ،بايد د پنجابي سره سخته بي امانه مبارزه وکړي اول ځانونه په مدرن هوايي قوت مجهز کړي غرب يي اصلا نه در کوي ريس جمهور مجبور کړي چي د روسانو هليکوپتري ، جټ طياري او لونا ، اورګان او سکات او بي ايم ۲۱  درته واخلي ؟؟؟
افغانانو که مو ځانونه وپيزندل او ددي مضمون څخه مو دقيقه استفاده وکړه نو يقين ولري چي بري دتاسي په برخه دي ، او که متحد او يو موتي نه شي او ځان ونه پيژني تاريخ ته محکوم او د اعدام فرمان په خپله امضا او دار ته جک  يا پورته شي ؟؟؟