جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

په بورسونو کې فساد؛ د چارواکو غواګانې بيا لنګې شوې

هند له افغانستان سره د ښو اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د راتلونکې (۲۰۱۶) کال لپاره افغان محصلينو ته د ۱۰۰۰ بورسونه ورکوي. په دې بورسونو کې پر لېسانس او ماسترۍ سربېره د ډوکتورا دوره هم شامله ده. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې شل تنه به په هند کې د ټولنپوهنې، تاریخ، مالیې، اقتصاد، کرنې او نورو برخو کې د ډوکتورا لپاره معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وايي چې په هيواد کې فساد دومره ريښې ځغلولي چې آن په دولتي ادارو کې يي سيستم له منځه وړی او له يادې پديدې سره يي مبارزه له ستونزو ډکه کړې ده. د یاد بنسټ په باور په افغانستان کې اداري فساد بيلابيل عوامل لري، درغلي او د قانوني اسنادو سوځول، د حقيقت پټول، له خلکو سره غير انساني چلند او له دندې په دولتي بستونو کې د ګمارلو پر مهال بې مورده او غير قانوني توګه ګټه اخيستل.

هر کال یو شمیر هیوادونه د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره د سلګونو تحصیلي بورسونو مرسته کوي او په دې توګه ګڼ افغان  زده کوونکي د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا لپاره بهر ته ځي خو د افغانستان د فاسد نظام له امله تر ډيره دغه بورسونه حقدار ته نه سپارل کیږي او په دې لړۍ کې پراخ فساد شتون لري.  ویل کیږي چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمیر چارواکي په دې تحصیلي بوروسونه کې درغلي کوي او د زرګونو ډالرو په اخیستلو سره یې په تور بازار کې پلوري. دغه تحصیلي بورسونه په لوړو ډالري قيمتونو پلورل کیږي او په دې توګه هغه چاته بورس نه رسيږي چې په په رښتينې توګه د بورس مستحق وي.

دلته تحصيلي بورسونه هم په تجارتي شکل په تور بازار کې په لوړ قېمت پلورل کېږي او دا کار له کلونو کلونو روان دی. په دې برخه کې وزيران، د وزيرانو سلاکاران، د دولتي ارګانونو رييسان، مديران، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې وکيلان، واليان، ولسوالان او آن د وزارتونو ويندويان هم خپله خپله ونډه لري. دوی هر يو په بورسونو کې خپلې ټاکلې ونډې لري، ځينې يي خپل اولادونه، وريرونه، خپلوان بهر ته د بورسونو له لارې استوي او ځينې یي بيا خپله ونډه بورسونه په تور بازار کې له لوړو ډالري قيمتونو پلوري. آن داسې راپورونه هم شته چې د لوړو زده کړو وزارت هر بورس په دوه سوه زره افغانیو پلورلی دی.

که څه هم افغانستان په تير کې په اداراتو کې د فساد د شتون له امله لومړی او دويم مقامونه خپل کړي دي خو اوس دا دی د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې هم دغې پديدې ريښې کړي دي. د ځينو راپورونو پر اساس په ښونځيو او پوهنتونو کې د بډو ورکړه، په رسمي ځايونو کې د خپلوانو مقررۍ، په بورسونو کې وړتيا په پام کې نه نيول او په کانکور کې فساد هغه موارد دي چې د پوهنې او زده کړې بهير يي په فساد ککړ کړی دی. د وروستيو راپورونو له مخې ویل کیږي چې د لوړو زده کړو وزارت داسې کسانو ته بورسونه ورکړي چې فیصدي یې تر شپېتو ټیټه ده. حتا داسې ګنګوسې هم شته چې داسې کسانو ته بورسونه ورکول شوي، چې د دولسم د فراغت سند هم نه لري.

که څه هم ډیری وخت په لوړو زده کړو وزارت کې د فساد راپورونه ورکول شوي دي؛ خو نه يوازې دا چې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بورسونو په وېشنه کې فساد کړی دی؛ بلکه یو شمیر بهرني سفارتونه هم تحصیلي بورسونه د سیاسي اړیکو له لارې او د قومي وېش پر بنسټ ورکوي.

په افغانستان کې له بده مرغه ډیر شمیر تحصیلي بورسونه د دې پر ځای چې د شرایطو واجدینو ته ورسیږي، داسې کسانو ته ورکول کیږي چې یا خو له چارواکو سره خپلوي لري او یا هم زورواکان وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په دغه وزارت باندې د فساد تورونه پورې شوې وو او د تحصیلي بورسونو په برخه کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شوي وو.

حکومت باید په تحصیلي بورسونو ويش کې د اداري فساد او ستونزو مخنیوی وکړي؛ څو د هېواد راتلونکی نسل له وخت سره سم په عصري علم سمبال او خپل هېواد ته د خدمت جوګه وګرځي.

لیکنه : خوشحال آصفي