کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

په باګرام او دوبۍ کې د طالبانو او امریکایانو لېدنې

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د سپټمبر په ۲۳مه ځینو کورنیو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله راپور خپور کړ چې د سپټمبر پر  ۲۱مه، ۲۰۱۸ د طالبانو د رهبري شورا غړو په باګرام کې له امریکایانو سره لیدنې او کتنې کړي، راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو مشران د ډیورنډ پولې هغې غاړې د کوټې ښار څخه د امریکایې چورلکې پواسطه د امریکایې پوځیانو د باګرام نظامي اډې ته راوړل شوې او بیرته کوټې ته رسول شوې.

ډیر ځله همدغه ډول رسنۍ همداسي متحیر او تعجب کوونکي خبرونه خپروي، او د یادو رسنیو په ادارو کې دا هم له هیچا پټه نه ده چې ځینې یې د پاکستان له آی ایس آی سره د ۲۰۰۱ ز .کال وړاندي ؛ دوی څومره ژورې او عمیقي اړیکې درلودلي، تر دي چې کله د ډالري معاش حوس پري زور شو، کابل ته راغلل، پټ ګرځیدل، چې د آی ایس آی سره د اړیکو له امله په کابل کې ستونزې ورته جوړې نه شي.

همدغه د ډالري معاش اخیستونکې تر ټولو ډیر بد او د سولې لوی دښمنان دي، دوی بل کوم کمال نه لري، یوازي د پردیو د ګټو پر محور راپورونه او لیکنې کول یې معایشیت دی، له همدې لارې خپلې ورځنۍ چارې مخکې وړي، او کله ناکله خو ټول شوې ډالر بیا نړیوال لوبېدلي غله ورڅخه یوسي او دوی همداسي په میدان خالي جیبونه پريږدي.

راځئ د څو شيبو لپاره د رسنۍ دا راپور ومنو چې د طالبانو د دوی په اصطلاح د کوټې شورا غړي امریکایانو باګرام پوځي اډې ته راوړي، که دا  کار شوی وي:

۱ –  ولي به طالبان دومره ساده ګان کیږي چې د غلو په ډول د خپل ډیر بد دښمن امریکایانو په چورلکه کې باګرام پوځې اډې ته ځي، هلته به امریکایې جنرالان د خپلو وسلو او پوځیانو په شتون کې چې پر طالبانو د رعب اچولو هڅه به کوي، او بیا به له طالبانو سره خبرې کیږي.

۲ – د سولې خبرې امریکایې جنرالانو کار دی، که د امریکایې سیاستوالو کار دی؟ په سیاسي برخه کې امریکا تازه اعلان کړي چې د افغان سولې پروسې لپاره یې زلمی خلیلزاد ټاکلی،  او د بهرنیو چارو مرسیتیاله وزیره میرمن الیس ویلز له طالبانو سره مخامخ اړیکه کې ده، بیا خو په کار وه چې طالبانو په کابل کې د امریکا له سفارت سره لیدنه شوې وای.

۳ – که د امریکا سفیر جان باس او زلمی خلیلزاد باګرام ته ور وړل شوي وي، دا هم منطقي ځکه نه ده، چې خپله سفارت کې د چورلکو د کیناستلو معیاري ځای شته.

۴ – دا چې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یوناما له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري، طالبانو به ښه ګڼلي وای چې په کابل کې د یوناما دفتر کې له امریکایې چارواکو سره خبرې وکړي.

۵ – طالبانو په تکرار سره ویلي چې د سیاسي مذاکراتو لپاره یوازینی ادرس يې په قطر کې طالب استازي دي، او که د قطر دفتر څخه پرته کوم څوک د طالب په نوم له کوم هیواد، ادارې او  اشخاصو سره اړیکې ساتي، هغوی د طالبانو استازولي نه شي کولای.

۶ – داچې د سپټبمر پر ۱۹مه همدغه رسنیو راپور ورکړ چې طالبانو په دوبۍ کې له امریکایانو سره کتلي، شونې وه چې دا ځل یې هم دوبۍ کې ناسته کړي وي، پر ځای د دې چې د امریکا په نظامي آډه کې له لویو لنګوټو سره کښته پورته وګرځي.

۷ – د راپور بڼه داسي ده چې پاکستان په جریان کې اچول شوی او طالب مشران له کوټې ښار څخه په امریکایې چورلکه کې راوړل شوي،  چورلکې دوه ځله تګ راتګ کړي چې څلور دورې کیږي، بیا ولي امریکایې جنرالان او چاروکې په کوټه کې ورسره نه کيښناستل، او طالبانو ولي ونه غوښتل چې په کوټه کې ورسره کښینې.

۸ – د نیکولسن د فعالیتونو په ګرمو ورځو کې رسنیو د  اپریل پر ۱۶مه راپور ورکړ چې د کندهار په هوایې اډه کې نیکولسن د دوی په اصطلاح د طالبانو د کوټې شورا له غړو سره لیده کاته وکړه،  او موږ پوهیږو چې کندهار هوایې ډګر کوټې ته ډیر نږدې دی، که د طالبانو مشران رښتیا له کوټې ورسره اړیکې وای، نو بیا خو د موټر پو اسطه ډیر ژر او پټ د کندهار هوایې ډګر ته را رسیدلای شوای، اړتیا څه وه چې له کوټې  په امریکایې چورلکه کې باګرام ته په غلا راوړل شي.

۹ – کورنیو او بهرنیو رسنیو راپورونه خپاره کړل  چې امریکایان له طالبانو دوې نظامي اډې غواړي چې د باګرام او هلمند شورابک اډې دي، آیا طالبانو به د اډې اندازه اخیستله؟؟!

۱۰ – او بالاخره افغان حکومت ولي پټه خوله دی، امریکایان ولي څه نه وایې، که دا کار شوې وي، امریکایان یو ځل بیا د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لاندي راولي، او د افغان حکومت هغه ادعا چې د دوی په مالکیت او مشرې به د سولې خبرې کیږي، د حکومت او ولس تر منځ لا زیاته بې باورې را منځته کوي.

څو میاشتې مخکې داسي پټ راپورونه ورکول کېدل چې امریکایان نږدې شوې چې د طالبانو یوه لویه ډله له افغان حکومت سره د یو ځای کېدو اعلان وکړي، او دغه ډله ملامحمدرسول اخوند ته منسوبېدله، همدارنګه ویل کېدل چې بله ډله طالبان به د اسلامي دولت (داعش) سره د یو ځای کېدو اعلان کوي.

احتمال شته چې پاکستان د لوبې مهم لوبغاړی وي، او امریکا به غواړي پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره همداسي معاملې وکړي، دا شونې ده چې د طالبانو په نوم ځینې سوداګر/ پروژوي کسان  په امریکایې چورلکه کې راوړل شوې وي، او بیا د آی ایس آې له چینلونو همدې خبرې ته د اصلي طالبانو په نوم هواء ورکول شوې وي، دلته د رسنیو د کارکونکو مسؤلیت دی چې طالبان د پروژوي او تسلیم شوو طالبانو سره ګډ نه کړي.

په وروسته وختونو کې دا  راپورونه هم ورکول شول چې امریکا او افغان ملي امنیت ریاست له ځینو کابل میشتو طالبانو سر ټکولی چې د سولې پروسه کې یې سمه مرسته نه ده کړي، دا احتمال هم شونی دی، چې کابل کې ناستو ځینو پخوانیو طالبانو خپله سوداګري کړي وي، او د طالبانو د کوټې شورا په نوم یې کسان معرفي کړي وي، بیا هم د رسنیو استازو ته په کار ده چې خبر موثق او راپور چمتو کړي.

رسنۍ د افغان حکومت په څیر په تکرار د راپورونو په جوړولو کې تیروتنې کوي، یا خو همدومره ناخبره دي، او یا داچې ورته ویل کیږي چې د افغان ولس د مغشوش کولو لپاره دغه ډول راپورونه چمتو کړي، او دغه کار د ملي ګټو مخالف او له افغان ولس سره ستر خیانت ګڼل کیږي.

په دوبۍ کې د طالبانو او امریکایانو ناستې

د سپټبمر پر ۱۷مه، ۲۰۱۸ راپورونه ورکول شول چې طالب استازي دوبۍ روان شوې او هلته به د یوناما او سور صلیب له استازو سره لیدنې وکړي، همدا ډول راپورونه خپاره شول چې طالب استازو په دوبۍ کې له  امریکایې چارواکو سره لیدنې کړي، او بیا وروسته اوازه وه چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره پټه ناسته شوې.

پرته له شکه چې دوبۍ کې به د طالبانو د بندیانو کمیسون او د شرکتونو او نجوګانو د کمیسون غړو د یوناما په وساطت د سور صلیب له کسانو سره لېدنه کړي وي، ځکه د روان کال د اګسټ  پر ۱۴مه، طالبانو د سورصلیب فعالیتونه تر پوښتنې لاندي راوستل او د هغوی د فعالیت د بندیدو اړوند یې اعلامیه خپره کړه، د سور   صلیب استازو او یوناما له همهغه وخته هڅې کولي چې له طالب استازو سره پر مشکلاتو مخامخ خبرې وکړي، چې ممکن دوبۍ کې پر یادو او ورته اړوند ستونزو به طالب استازو د یوناما او سور صلیب استازو سره خبرې کړي وي.

همدا رنګه کیدای شې د بندیانو د بد وضعیت په اړه هم بحثونه شوې وي، ولي په هیڅ صورت په دوبۍ کې د طالبانو د سیاسي استازو خبرې له امریکایې چارواکو سره نه دي شوې.

۱ – طالبان په قطر کې په رسمي ډول شتون لري، او د سیاسي کمیسون غړي او مشران یې په دوحه کې میشت دي، که طالبان له امریکایانو سره خبرې کوي، نو ښه ځای دوحه ده.

۲ – داچې امارات او قطر خپلو منځو کې د دښمني تر کچې اقتصادي او سیمئیز رقابتونه لري،  قطر ته به درنه تمامه شي چې طالبان د دوحې پر ځای په دوبۍ کې له امریکایانو سره سیاسي مذاکرات پر مخ وړي.

۳ – د قطر او  اماراتو ترمنځ د رقابت یو ټکی همدا د طالبانو شتون په دوحه  کې دی، اماراتو غوښتل چې پر قطر فشار راوړي، او طالبانو ته وعدي ورکړي چې اماراتو کې خپل رسمی دفتر پرانیزي، کوم چې طالبانو یې دا وړاندیز ونه مانه.

غواړو چې پوه شو، په دوبۍ کې څوک دي چې د طالبانو په استازولۍ له امریکایانو سره د سولې پروژه مخکې وړي.

ډیر ځله موږ داسي راپورونه لیدلي او اوریدلي چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي د طالبانو  له مشرانو سره په اړیکه کي دي، او دا ډول راپورونه هم خپاره شول چې امریکایان له طالب مشرانو سره په اړیکه کي دي.

کلونه وړاندي د طالبانو د وژل شوې مشر ملا اخترمحمد منصور د استازي په نوم دوکاندار له دوبۍ څخه د بریټانیا لخوا په چارټر شوې الوتکه کې کابل راوړل شو، د هغه وخت ولسمشر کرزي سره یې لېدنه وشوه، پاکستان په جریان کې وو، وروسته معلومه شوه چې هغه په کوټه ښار کې دوکاندار دی.

د جنوري ۱۳مه، ۲۰۱۸ په ترکیه کې د طالبانو د استازو په نوم غونډه جوړه شوه، او بیا معلومه شوه چې د شاتو سوداګر د طالبانو په استازولي شرکت کړی، له مجهول ادرسه مجهول کسانو همدا کار کړی وو.

داچې طالبان د کلیوالو سېمو خلک دي، او له خپلو کلیوالو سره په اړیکو کې بې غوري او ساده توب کوي،  له همدې څخه ځینې ځیرک کسان ناسمه ګټه پورته کوي، او یا خو داچې مجهول کسان د ټلیفون په کرښه له ځینو افغان سیاستوالو سره اړیکه کې وي، او بیا له دوی څخه پیسې اخلي.

ما (لیکوال) ته ځینو مهمو افغان سیاستوالو پخوا ویلي وو چې دوی د ملااخترمحمد منصور سره په مستقیم ډول اړیکه کې دي، چې دا خبره ماته هغه وخت هم د منلو نه وه.

زه (لیکوال) د انجنیر احمدشاه احمدزي سره (۲۰۱۳ کال نیمایې) په مشعل پوهنتون کې ناست وم، یو ځوان راغی، انجنیر احمدشاه ورسره ګوښې ته ولاړی، هغه ځان بیرته ووت، انجنیر احمدشاه احمدزي زما څخه پوښتنه وکړه چې دا ځوان پيژنې، ومې ویل چې هو! انجنیر وویل چې ډیر تکړه ځوان دی،  هر وخت ماته د طالبانو د مشرانو پېغامونه راوړي، اوس روان دی، لومړی اسلام اباد ته ځي، له هغه ځایه په پېښور کې او بیا کوټه کې د طالبانو مشرانو سره ګوري.

انجنیر احمدشاه ته مې وویل، پیسې دي ورکړي؟ هغه ویل هو! ورته مې وویل چې دده ټوله موخه همدا ده، ځکه هغه ځوان ما پېژاندی او پوهیدم چې حکومت کې په پټو ادراو کې به کار کوي.

ځینې د منځنۍ کچې طالبان چې د افغان حکومت او یا امریکایانو لخوا نیول شوې، د پوښتنو ګرویژنو پر مهال هغوی ته ویل شوې چې ستاسي پېغامونه موږ ته د پلاني سړي لخوا را رسیدل، په داسي حال کې چې نیول شوې طالبانو امریکایانو او افغان چارواکو ته ویلي چې اصلاً له یاد سړي سره دوی کومه اړیکه نه درلودله، ولي هغه شخص د طالبانو په نوم د سولې پروژې اخیستي وي، او ډالر یې تر لاسه کړي وي.

همدا لړۍ تر نن ورځې پوري دوام لري، په دوبۍ کې د طالبانو د مرستیال مشر ملامحمد یعقوب اخوند په استازولۍ دوه کسان له امریکایانو سره لیدنې او کتنې کوي، او امریکایانو ته وایې چې له ملامحمد یعقوب اخوند سره په اړیکه کې دي.

د کرکټ بورډ نوی ګمارل شوی رئیس عزیزالله فضلي، چې دهمدې پروژې له برکته رئیس شو، او بل هم د ساپي په نوم کس په دوبۍ کې د ملامحمدیعقوب اخوند له نوم څخه ګټه پورته کوي، امریکایان یې له ډیرو هڅو او ناستو وروسته وهڅول چې د ملایعقوب اخوند په نوم له جعلي طالبانو سره یې کښینوي، او پرته له شکه چې دا د امریکایانو لویه تیروتنه ده، چې د غلطو ادرسونو له لارې د سولې پروسه ټکنۍ کوي.

که څه هم امریکایانو ته ځینو نا پېلو افغانانو دا پېغام رسولی وو چې ملا محمد یعقوب اخوند په کور کې کورکی نه جوړوي، او هغه اړتیا نه لري چې په پټه له امریکایانو سره اړیکې وساتي، بل داچې د قطر دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او غړي یې تر ټولو زیاتې ښې اړیکې له ملایعقوب اخوند سره لري، او د طالبانو رسمي دریځ هم دا دی چې د سولې هر ډول خبرې دي د قطر د سیاسي دفتر د لاري وشي، او دا ډول د طالبانو رسمي سرچینو په دوبۍ او باګرام کې د دوی له استازو سره د امریکایانو هر ډول لیده کاته رد کړي،  ولي بیا هم امریکایان خطا ایستل کيږي، او د ملایعقوب له ادرسه له مجهولو او غلط ادرسونو سره اړیکې ساتي، او یا د طالبانو په نوم له مجهولو کسانو سره لیدنې په نورو ځایونو کې کوي، دغه ډول اړیکې به پر امریکایانو د طالبانو بې باوري لا زیاته کړي.