محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

«
»

هیڅوک نه وايی چې زه ملامت یم

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک  لندن مارچ ۲۰۱۴
قدرمنو هیواد والو نن ورځ د انسانانو خوی – فطرت – مفکوره – عادت – خواهشات  او غوشتنې حرص او از دیوه سره فقط یوه شي ته متوجه دی او هغه (پیسې ) دي او دوی ته یوازې او یوازې (پیسې ) مهمې دی باید پیسې پیدا کا او سرمایه غونډه کا ولو که د انسانانو په وژلو – ترورولو – بندی کولو – تهدیدولو – تښتولو – ځورولو – – دناموس په خرڅولو -دوطن په خرڅولو – دوطندار په بې ابه کولو او داسې نور خرابو او خاینانه افعالو په عملي کولو سره هم وي باید ځانوه د پیسو په خاطر د یوه هیواد داشغالولو – یا یوه هیواد د نیولو – یا دیوه هیواد د ملي شتمنیو نه په زوراستفاده کولو ته یوه  – بهانه – یا یوې انګیزې ایجادول ولټوی په دغو یا هغو هیواد تجاوز وکا او خپلو هیوادو ته د بیوزلو – بیزوره هیوادو شتمنۍ یوسې زه دلته تاسې ته یو څو مثالونه راوړم او تاسې په خپله ښه فکر وکړۍ چې ملامت څوک دی او ولې ځان ته ګوته نه نیسي او ولې اعتراف نه کوي چې هوکې موږ ملامت وو یا هغوی ملامت دی :
  د ثور د اوومې انقلاب د حفیظ ا لله امین په امر او فرمان د اکثریت خلقیانو او یو تعداد پرچمیانو په ګډون بی له دې نه چې د ګوند عمومی منشی نورمحمد ترکۍ او د  ده معاون ببرک کارمل خبر وې د داود خان حکومت ړنګ کړو چې د افغانستان د خلکو د اکثریت ملاتړ ورسره وو ، بیا د امین په خود سرانه او دیکټاټ چې نورمحمد ترکۍ ېې قانع کړو او بازی ېې ورکړه پرچمیان ېې دیوه سره بندیان او رهبران ېې خارج ته دسفیرانو په حیث تبعید کړل ، امین ښه پوهیدو چې بیدون د دوستانو له ملاتړه – دمتحدینو له ملاتړه – د موافقینو له ملاتړه – د طرفدارانو له ملاتړه چې د انقلاب د بري له پاره یو تضمین  وو خو ده ( امین ) دستوري د انقلاب د ماتی او د رهبرانو د وژلو له پاره یوه توطیه لرله نو دغه انقلاب ېې په نطفه کې نا کام کړو او د اسلامی ۱۵ ګونه تنظیمی رهبرانوپه ګډون ېې د انقلاب په ضد اعلان وکړو او د پاکستان غوا دوه واري لنګه شوه او د افغان مجاهدینو له برکه د اتوم بم خاوندان شول او زموږ وطن ېې  په مجاهدینو ړنګ او هرڅه ېې تخریب او لوټ کړل ، دمجاهدینو د رهبرانو په کورو کې د موږک لکۍ په اوړو نه سپیریده او یو ګوډ خر ېې هم نه در لودلو خو د عادی – بیسیواده – ابن الوقته -غلو – چپاولګرو مجاهدینو له برکه نن ملیاردران شول او شهرکونه او قصرونه – بلند منزله او په خارج کې د قصرو خاوندان شول ، دوی چون د ترقی او دافغانستان د سمسورتیا له پاره جهاد نه وو کړۍ اوهیڅ هدف ېې نه درلودلو او دوطن پرستۍ او د خاورې دتمامیت یوه زره روحیه ددوی په ضمیر او وجدان کې نه وه نو دوی د ثور انقلاب په ضد  د امین سره یوځای شول او که هغه وخت د یوه واحد او لوی افغانستان په قصه کې شوي وۍ نن به زموږ سرحد د ( اټک سیند ) وو او ( ګوادر به زموږ بحری بندر وو او ( دیورند ) به نن وجود نه درلودلو او زموږ هیواد به نن د باکستان – ایران – غرب په راس کې ېې امریکا د مداخلو او ډیکتاټه خلاص وو ، نه یوازې چې نن دوی په خپلو جنایتو او خیانتو اعتراف نه کوي او ځانونه ملامت نه بولي  بلکه هنوز د مجاهدینو د طرفدارۍ ډنډوري وهی او ځانونه ملامت نه بولي او په خپلو اعمالو نه شر میژي او اعتراف نه کوي ، بیا ېې روسانو ته زمینه د راتګ افغانستان ته برابره کړه او که دغه وخت دوی بیا د ببرک کارمل سره لاس یو کړۍ وۍ نن به ( دیورند لغو ) وو – ګوادر به زموږ بحری بندر وو او اتومی بم او اتومی انرژی به مو لرله او یو بیکاره به په هیواد کی نه وو او معادن او فابریکات به جوړ او هر سړي به ابرومند او مترقی ژوند لرلو ، مګر بیرته د روسانو او دیموکراتیک جریان په ضد را پورته شول او د امریکا او لندن او جمعا غرب دهول ته وګډیدل او د عربو او امریکا په مادی او معنوی مرستو ېې خپل وطندارا مړه او وطن ېې ونړوو – او بیا کله چې دکتور نجیب ا لله په خپله خوښه دوی ته سیاسی قدرت ورکړو او دکتور نجیب ا لله ناری وهلي چې ای خلکو که مجاهدین دغه ګیرور کابل ته را ننوزي کابل او اطرف ېې دوینو په حمام بدلیژي چې همداسې هم وشوه او مجاهدینو دخپل منځي جنګو په خاطر چې هر یوه وطن چور او ړنګ کړو او هر څه ېې غلا کړل او کابل جان ېې ړنګ کړو نو پاکستان طالبان چې ریزرف ېې ساتلي وو ورپسې را سم کړل او د پاکستانی کوماندو ګانو په مرسته ېې افغانستان اشغال کړو او د شمال شیر ( مسعود ) ېې د کابل د ګیدړو په حیث د کابله وشړو او افغانستان د طالبانو په امارت تبدیل شو چې په نړۍ کې تر دوی بل مرتجع او عقب ګرا رژیم نه وو خو بیا مسعود او عبدا لله او قانونی او فهیم وغیره پنجشیریانو د فرانسې – لندن په مرسته امریکا تحریک کړه او د القاعدی د توطیو له امله ګویا چې ( توین ټاورونه ) ېې په نیویارک کې ونړول په افغانستان د تماګک او ترایدن توغندیو په ویشتلو مستقل او ناپیلۍ هیواد افغانستان بمبارد او بیا یی د شمال تلوالې په وساتت د طالبانو رژیم له بیخه او بنیاد ړنګ کړو او په ( ب ۵۲ )          ېې طالبان دخاورو خمیر او یو تعداد پاکستانې کوماندوګان  دشپې له خوانه په پاکستانی طیارو کې هره شپه ۱۱- پروازونه تنظیم کړل او نور ېې په کانتینرو کېې غلبیل کړل او ۲۰۰۰۰ ېې د حیرتانو په دشتو کې ژوندي په خارو ومنډل ، په سر ددی نن یو مجاهد – یو تنظیمی لیدر – یو تنظیمی قوماندان نه واي چې موږ سهوه او خیانت وکړو او ملامت او ډیر شرمنده یو او ځانونه ملامت نه بولي ، بیا امریکا هره ورځ ۱۰۰ نفره افغانان په بمباریو کې ووژل او یو تعداد سربازان او افسران هم د طالبانو سره په جنګ کې له منځه لاړل او په بم ګذاریو او انتحاریو کې هم په ۱۰۰ هاوو نور له منځه یوړل شول به سر ددې هم نن یو د مجاهدینو او تنظیمو مشر ځانونه ملامت نه بولي هنوز افتخار کوي چې دغه یا هغه انتحار موږ کړۍ دی  بیا همدا نن کرزي هغه تروریست طالبان یا غله او سړي وژونکي له بنده خوشي کړل چې لاسونه ېې  د افغانانو په وینو سره وو همدارنګه کرزي نن هغه پاکستانۍ شځینه زندانیانې ازادې کړې چې به انتحار کې لاسونه ککړ وو مګر افغاني زنداني ښځې چې اولادونه ورسره دي او ډیر کم وخت ېې پاتې دی له زندانه خوشې نه کړې ، او نن کرزي ځان ملامت نه بولي ،همدا رنګه نن وینو چې غرب په اوکرایین کې څومره خطرناکه او خاینانه توطیه وکړه او تروریستان ېې په قدرت ورسول او همدا رنګه نن بیا دروسې په ضد تحریکا تو ته لمن وهي لکه چې د انګلستان سفیر په اوکرایین کې وایی چې روسان ناحقه په کریمیا کې مداخله کوي او دغه دیر خراب کار دی ، خو ځان ته ګوته نه نیسي چې دوی په سوریه – په عراق – په لیبیا او په یوګوسلاویا کې څه وکړل او د فاکلند جزایر ېې د مستعمیرې په شکل د ارجانتاین نه اشغال کړل مقصد می دادی چې د پرچم رهبرانو عذر خواهی وکړه او ملامتیا ېې قبوله کړه ددوستم په شمول ، مګر یوه مجاهد – یوه قاتل مجاهد – یوه د تنظیم مشر ونه ویل چې زه ملامت یم نو وطندارانو د مجاهدینو یوه کاندید ته رایه ور نه کړۍ ، خکه دوی په ترور – قتل – جهاد افتخار کوي ، هغه هم د چور – لوټولو – غلاوو – تخریبولو – تهدیدولو – کډنپولو – رشوت او اداری فساد په جهاد چې ځانونه ېې  وپړسول او ملیاردران شول یوه ته رایه ورنه کړۍ ازموده را ازمودن خطا است فقط رایه مو دکتور اشرف غني احمد زي ته ورکړۍ .