هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

«
»

مدني حرکت که سياسي زور ازمايې؟

په داسې حال کې چې ولسمشر غني له ترکمنستانه افغانستان ته د ۵۰۰ کيلو ولټه برق د ليږد د جنجالي پروژې په اړه یو کمیسیون ټاکلی چې په لسو ورځو کې خپل نتیجه اعلان کړي؛ پرون ورځ بيا هم سياسي سر زورو د مدني حرکت په نوم خپل زور ازمايې وکړله. پرون ورځ يو شمير هزاره هيوادوالو په لاريون کې شعارونه ورکول چې د برېښنا مزی دې د بامیان له لارې کابل ته وغځول شي. دغې لاريون د کابل مرکزي او ډيپلوماټيکه برخه په بشپړه توګه فلج کړې وه چې له امله يې ځمکنی او هوايې ترانسپورت له سقوط سره مخ و، بازارونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي و او هټۍ والو، شرکتونو، عامو خلکو او سوداګرو ته په ميلونونو افغانۍ زيان اوښتی دی.

بل لور ته د دوی لاريون او مدني حرکت د شعارونو په خلاف د امنتیي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمینځ په اخ او ډب او د خبریالانو په وهلو ډبلو او د وسایلو په ماتولو تمام شو. لاریون کوونکو د ځينو رسنیو خبریالان  او تصویر اخیستونکي ووهل او وسایل یې ورته مات کړل. دغه لاريون په بشپړه توګه د يو مدني حرکت او د لاريون له اصولو او د حکومتي چارواکو اړوند د ولسمشر د وروستۍ پريکړې خلاف و. په لاريون کې د پوليسانو د وهلو هڅه وشوه، خبريالان په کې وډبول شول، د رسنيو کامرې او رسنيز توکي مات کړلی شول، په ټولنيزه ميډيا کې په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې ځينو لاريونوالو وسلې هم ګرځولې، د حکومت پرضد داسې شعارونه هم ورکړل شول چې قومي او مذهبي رنګ یې درلوده. د ډبرو او تيږو ګوزارونه په کې وشول او په لاريون کې د دولتي چارواکو اړوند د ولسمشر د وروستي پريکړې خلاف په کې دولتي چارواکو او د ملي شورا غړو هم ګډون کړی و.

څه موده وړاندې ولسمشر پريکړه کړې وه چې که هر دولتي چارواکي د حکومت پر ضد لاريون کې برخه واخيسته نو قانوني چلند به ورسره کيږي؛ خو پرون ورځ وليدل شول چې د سولې عالي شورا مرستيال کريم خليلي په ګډون په لاريون کې د ملي شورا ګڼو غړو او دولتي کارکوونکو برخه درلوده. دوی له يوه اړخه له دولته تغذيه کيږي خو له بل اړخه د دولت ريښې په تبر وهي. اصلاً د دولت ضد په لاريون کې د لوړپوړو برحاله دولتي چارواکو ګډون او بيا د دوی له خوا د ورته مظاهرو رهبري کول له حکومت سره د مخالفت په مانا دي چې بايد په دې تړاو ځواب ورکړي.

د کريم خليلي، سرور دانش او محمد محقق په مشرۍ هزاره هيوادوال په داسې حال کې د ټوټاپ د اصلي او قانوني مسير پر ځای د باميانو له لارې د دغه لين د تيرولو غوښتنه کوي چې د سالنګ مسیر څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال پرېکړه درې کاله وړاندې د افغانستان کابینې کړې وه. د محمد اسماعیل خان د وړاندیز او مرحوم مارشال د لاسلیک په اساس موظف شویو پلاویو د سالنګ مسیر ټاکلی دی. دغه پريکړه په ۲۰۱۳ م کال د کرزي په کابینه کې شوې وه چې کریم خیلي د ولسمشر مرستیال و. نو پوښتنه پيدا کيږي چې که ښاغلی خليلي په رښتيا هم د ولس له غمه مړ وای نو په تير حکومت کې چې دی يې مرستيال ولسمشر و؛ ولې غبرګون نه ښوده؟

ځواب روښانه دی چې د خليلي په شمول ټول هاغه څېرې چې په خلکو کې يې خپل سياسي نفوذ له لاسه ورکړی او يا په خطر کې ويني نو اوس د ټوټاپ پروژه وسيله کوي او حکومت ته ښايې چې اوس هم په خلکو کې ملاتړ لري. د دغو لاريونو هدف د خلکو خدمت نه بلکه سياسي زور ازمايې ده چې حکومت ته يې ښايي. د مدني حرکت د ځانګړنې له مخې په مدني حرکت کې خلک یوازې د یوې سیمې او یو نژاد لپاره نه بلکې د ټولې ټولنې د ښه چاپیریال، غوره خدمتونو، پرمختللي ژوند او نورو اسانتیاوو لپاره سره یوځای کیږي او خپل غږ پورته کوي. خو دوی په يوه غږ د هزاره د حق غوښتلو خبره زمزمه کوله. که د موضوع ژورو ته ښکته شو په ډاګه کيږي؛ ياد لاريونونه که څه هم په ښکاره د عدالت خواهۍ لپاره دي خو تر شاه يې د ايران په څېر د خودغزضه هيوادونو لاسونه دي چې نه غواړي افغانان د بريښنا او ښې ورځې خاوندان شي. ايران د دوه هدفونو لپاره د ټوټاپ پروژه ننګوي.

لومړي هدف: لکه څرنګه چې اوسنی حکومت د هيواد اقتصادي پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او په لويو ملي پروژو چې په تير حکومت کې لاسليک شوې او يا هم نيمګړې پاتې وې؛ غواړي کار وکړي. او دا ايران دا نه شي زغملی چې افغانستان دې په ځان بسيا شي نو ځکه د ټوټاپ په څېر ملي پروژې ننګوي. همداشان ايران پلان لري چې دغه پروژه د افغانستان پر ځای د ايران له لوري تيره شي نو ځکه يې د ننګولو لپاره قومي عقلیتونه هڅوي چې لاريونونه وکړي او د حکومت په مقابل کې راپاسيږي.

دويم هدف: لکه څرنګه چې د ملي يووالي حکومت ملاتړ هم امريکا او نړیواله ټولنه  کوي او همداشان د افغانستان لوی ملاتړ کوونکی هيواد هم امريکا ده؛ نو د پرمختګ او شاتګ مسوليت يې په نړيواله کچه په امريکا پورې تړل کيږي. اوس دلته ايران غواړي چې په افغانستان کې امريکا وننګوي. ايران غواړي افغانستان پرمختګ ونه کړي او په دې ترتيب په نړيواله کچه امريکا ته سياسي ګوازار ورکړي. نو د همدې لپاره ایران کوښښ کوي چې افغان حکومت ته ستونزې زیاتې کړي او له بېلابېلو لارو يې تر فشار لاندې راولي.

په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني فرمان صادر کړی و چې که هر چارواکي په لاريون کې برخه واخيستله نو قانوني چلند به ورسره کيږي او له دندې به ګوښه کيږي؛ بیا هم په لويه کچه د پروني لاريون رهبري د کريم خليلي په شمول دولتي چارواکو او د ملي شورا ځينو غړو کوله نو اوس به په ډاګه شي چې آيا ولسمشر غني به خپل صادر شوی فرمان څومره عملي کوي؟

لیکنه : خوشحال آصفي