آنجا که دیوار ها فریاد می زنند؛ روایت یک ویرانی…

نویسنده: مهرالدین مشید از خشت تا خیال؛ روایت خانه ایکه طالبان…

اُلیګارشي څه شی ده؟

نور محمد غفوری د اُلیګارشي په اړه په (قاموس کبیر افغانستان) کې داسې…

دو پرسش

۱-- آیا در افغانستان قوم یا ملیتی است که اجدادشان…

چالش های درونی میان طالبان و مخالفان آنان؛ آزمونی تعیین‌کننده…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و دور زدن گروها و سیاستگران نابکار…

من و هوش مصنوعی CHATGPT

دوستش‌ شوید… محمدعثمان نجیب بخش نخست از دیر زمانی می‌شنیدم که هوش‌مصنوعی ابداع…

دی‌دار آشنا، گزاره‌یی نکو از گزارنده‌گان نکو

لطفاً نامش را مگر تغییر بدهید. محمدعثمان نجیب برمقتضای نیاز، وظایف گونه‌‌گونی…

درک لنین از عدالت

ترجمه. رحیم کاکایی کازونوف الکساندر سرگیویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور دانشگاه دولتی…

افغانستان در یک ناگزیری

افغانستان که در یک ناگزیری ناشی از فشارهای آمریکا و…

کنګره څه شی ده؟

  نور محمد غفوری یادونه: له ټولو هغو ځوانانو څخه چې د فیسبوک او…

آدرنو؛- نابغه تئوری، ناتوان در عمل

Adorno, Theodor (1903-1969) آرام بختیاری نقش آدرنو، در مکتب فرانکفورت. تئودور-آدرنو(1969-1903.م)، فیلسوف،جامعه شناس،…

مرز بندی تخصصی: سیاست٬ ایمان و دولتداری...!

·      سیاست: اراده کردن همانا انسان موجودی در اراده یا حیوان سیاسی…

             پلان شهری یا مهندسی قدرت؟ واکاوی اهداف پنهان طالبان در…

نویسنده: مهرالدین مشید نگاهی به پروژه‌های عمرانی در شهر کابل با…

شوخ طبعی 

رسول پویان  خنده داروی طبع غمگین است  شـادخواری طبیب دیرین است  خنده روباش…

جنگی که بجای فروریزی دستگاه تروریست پرور، دندان های آن…

نویسنده: مهرالدین مشید جنگی که امید ها برای نابودی بزرگ ترین…

به یاد مادر

مادر به خوی عادت طفلانه ام هنوز از بهر تو سرخوش…

توهم پولی، دستمزد، تورم ـــ برشی از کتاب: «درس‌گفتارهای کاپیتال»

دانش و امید، شمارهٔ ۲۹، اردیبهشت ۱۴۰۴ ــ  اوایل سال ۱۴۰۳،…

     انزوای نمایشی، همکاری پنهانی: از انکار علنی تا توافق پشت…

نویسنده: مهرالدین مشید انزوای دیپلوماتیک تا معامله در سایه: روایت دوگانه…

یوغلط خبر د جنجال منبع

نور محمد غفوری په دې ورځو کې د مغرضو او دروغجنو…

و.ای. لنین- وحدت فلسفه و سیاست

ترجمه. رحیم کاکایی اوگورودنیکوف ولادیمیر پتروویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور، رئیس کرسی…

ناله یی میهن

رخت سفر ببستم و سوی وطن شدم در آرزوی دیدن مهد کهن…

«
»

لیکوال؛ نظرونه او لیدونه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

ټول انسانان ازاد او خپلواک دي، هر څوک بویه خپل نظر او فکر یې.  د اسلام مبارک دین او اخلاق د انسان د بشپړې ازادۍ له پاره  لارښوونه کوي، ولي د الله جل جلاله د سنتو مخالف ځينې کسان، ټولنې  او حتی حکومتونه د انسانانو د غلامولو په فکر کې دي. ستونزه له همدې ځایه راولاړېږي چې چاته د خپل نظر د څرګندولو حق ورنه کړل شي. ډېری وخت د نظر دغه ډول سانسور په ټولنه کې د انفجار لامل شي. وروستی عربي پسرلی هم د دغسې یوه فکري او نظري سانسور یو انفجار ګڼلی شو.

بېلابېل نظرونه او اندونه په ټولنو کې شتون لري، اوس زموږ د هیواد د شرایطو په نظر کې نیولو سره د نظرونو، اندونو او بیان ازادي  اړوند لاندي جوړښت وجود لري:

لومړی: هغه لیکوال، ژورنالسټ، شاعر  او د سیاسي چارو شنونکی چې خپله ازادي په هر ډول شرایطو کې ساتل غواړي، دغه ډله کسان ډیر لږ دي، دوی د هیڅ ډلې تر مادي، دولتي او یا هم تهدید تر تاثیر لاندي ځان نه راولي، بلکې د خپلو خلکو حقیقي تصویر وړاندي کول غواړي، داسي تصویر چې د خپل ولس ملي ګټې يې پکې خوندي وي.

ولي ممکن ده چې دغه ډله په عقیدوي لحاظ او ځینو نورو ټکو کې له بېلابېلو اړخونو سره مشترکات ولري، او هر هغه کار چې د ولس په ګټه وي، هغه که د هرې ډلې له خوا وي، هغه ته په مثبت نظر ګوري، د هرې ډلې ښه ته ښه او بد ته بد وایي، همدي ډلې خپل ځان ته د بیان ازادي او د ولس خدمت هدف ټاکلي وي، د هیڅ ډول مادي او نورو امتیازونو تر تاثیر لاندي نه راځي.

دغه ډلې ته سخته ده چې له نیوکو او غبرګونو سره دي مخ نه شي، حتی په یو وخت کې د بېلابېلو ډلو او بېلابېلو نظرونو لرونکو کسانو له نیوکو او غبرګونو سره مخ کیږي. همدا لامل دی چې همیش دغه د حق‌ ویونکي او په ازادي باور لرونکي د لیکوالو، ژورنالسټانو، شاعرانو او سیاسي شنونکو ډله کوچنۍ وي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ کيږي.

دوېم: هغه لیکوال، ژورنالسټ، شاعر او د سیاسي چارو شنونکی چې ځان کومې ځانګړې ډلې ته منسوبوي، دوی ځان ته حق ورکوي چې د خپلې ډلې په ګټه تبلیغات وکړي او هدف يې دا وي چې د خپلې ډلې اړوند د عام ولس ذهنیت مثبت لورته واړوي، دغه ډله لیکوالان، ژورنالسټان، شاعران او سیاسي شنونکي معلوم وي، د دوی خپل قناعت همدا وي چې د کومې ځانګړې ډلې له پاره کار وکړي او د خپلې ډلې د مشرانو مرسته او همکاري له ځان سره لري.

درېيم: هغه لیکوال، ژورنالسټ، شاعر او د سیاسي چارو شنونکی چې د معلوم معاش په مقابل کې کار کوي، هر څوک چې ورته معاش ورکوي د هغه له پاره خدمت کوي، خپل هدف نه لري، ځان په کومې ډلې پوري مربوط نه ګڼي او نه د کومې ځانګړې ډلې او نه هم د کوم ځانګړي هدف له پاره کار کوي .

تاسي د هیواد او انیس ورځپاڼې وګورئ، داسي ښاغلي شته چې د بېلابېلو حکومتونو په وخت کې په یادو ورځپاڼو کې يې کار کړی او د هر حکومت د تګلاري مطابق خپلې لیکنې، شعرونه او سیاسي تبصرې خلکو ته وړاندي کوي، همدا ډول د کابل راډیو او کابل ټلویزون يې بل ښه مثال کیدای شي. دلته قضاوت نه کوو چې څوک ښه دي څوک نه، یوازې د لیکوالو نظرخاوندانو کټګورۍ جلا کوو.

څلورم: داسي ډله ده چې نوم او نښان يې نشته، په مستعار او پردي نوم باندي د معاش په مقابل کې د پردیو د اهدافو له پاره کار کوي، دوی همدې ته ګمارل شوې وي چې د ادارې له خوا  کوم څه ورته ویل کيږي هغه په منظم ډول سره عملي کړي، که په خپل نوم دغه ډول کار کوي، بیا خو يې خلک پېژني، ډله او تګلاره يې خلکو ته معلومه وي، ځکه همدا ډله کسان په کومې ځانګړې ډلې پوري تړلي وي او یا خو به د حکومت له پاره چوپړ کوي، نو له دي امله ده چې په پردیو نومونو لیکنې، شعرونه، راپورونه او تبصرې په ټولنیزو رسنیو او ځینو ځانګړو او  پټو ادارو په ورځپاڼو او مجلو کې وړاندي کوي.

د دوی لویه موخه داوي چې له نابلده ادرس څخه ملي ګټو ته د ژمن انسان په ډول په ځینو ازادو کسانو نیوکې وکړي او د هغوی شخصیت تر سوال لاندي راولي، همدا ډول غواړي په پردیو نومونو خپل د مخالفي ډلې لیکوال، ژورنالسټ، شاعر او سیاسي شنونکې تخریب کړي. جالبه دا ده، چې دوی سره له دې چې د واکمنو په ګټه او ننګه هم لیکنه کوي او د هر هغه لیکوال او نظر خاوند پر ضد لیکنه کوي چې له حکومت سره متفاوت نظر لري؛ خو بیا هم پر خپل نوم دغه لیکل نه شي کولای.

دوی د دوېمي او درېمي ګټګورې مختلط ترکیب دی، ځان يې کومې ځانګړې ډلې ته منسوب کړي وي خو معاش هم ورته مهم وي، که معاش نه وي بیا کار نه کوي .

ځینې داسي کسان هم شته چې دا په ډله کې نه راځي، البته تر ډیره سیاستوال داکار کوي، د خپل ځان د شهرت له پاره داسي لیکنه کوي چې د نورو سیاستوالو او چارواکو توجه خپل ځان او شخصیت ته جلب کړي، داکار ځينې خپله کوي او ځینې بیا نورو ملګرو لیکوالو ته دنده سپاري، کله دهمدې تاکتیک له مخې همدغه کسان په لوړو دندو هم ګمارل کيږي.

همدغه کار ځينې ځوان او بې تجربې لیکوال، ژورنالسټ او سیاسي شنونکی هم کوی، په بل نوم لیکنه داسي ترتیب کوي چې د ځان په ګټه او د ځان مهم ښودلو له پاره پکې جملي کارول شوې وي، هدف يې داوي چې ځان خلکو ته په خپله خو په مسعار نوم ور وښيې، چې ډیر وخت د دغه ډول لیکنو تفکیک لیکوالان په اسانۍ سره کولای شي.

له دي ورها خوا ممکن ځينې داسي نورې کټه ګورئ هم ولري، مثلا ځينې کسان یواځي د مذهبي افراطیت له پاره کار کوي، ځينې کسان د اهل تسنن مذهب او ځینې يې د اهل تشیع مذهب، ځینې يې د سلفیت، ځينې يې د یهودیت، ځینې يې د عیسویت، ځينې يې د سیکولریزم، ځینې يې د بودایزم او هندویزم او ځنيې يې د نورو مذاهبو له پاره کار کوي.

اوس که ښه ځیر شو، نو لومړۍ ډله کسان هغه څوک دي چې په لاندي ټولو کټګوریو کې به په یو نه یو ډول رقیبان ولري.

د هیواد په اوسنیو شرایطو کې ځوانو لیکوالو، ژورنالسټانو، شاعرانو او د سیاسي چارو شنونکو ته اړینه ده چې د یو بل د نظر، نیوکې، سپارښتنې  زغم ولري، مسایل په علمي ډول سره بحث کړي، مناقشه يې علمي وي، سالمو او رغنده انتقادونو او سپارښتنو ته غاړه کيږدي.

په دي هیله چې د جنګ، تاوتریخوالي او د ښمني پر ځای زموږ ځوان کهول د سولې، امن، یووالي او هیواد د پرمختګ له پاره خپل استعدادونه وکاروي.