لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد
نور محمد غفوری
لنډیز
لیبراله سرمایهداري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم) د معاصرې نړۍ یو له اغېزمنو اقتصادي او سیاسي نظامونو څخه دی چې پر ازاد بازار، خصوصي ملکیت او فردي ازادیو ولاړ دی. دا نظام د اروپا د فېوډالي جوړښت د زوال، د روڼ اندۍ د فکري غورځنګ او صنعتي انقلاب له پایلو څخه راټوکېدلی دی. په دې مقاله کې هڅه شوې چې په په لنډ دول لیبرال سرمایهداري د یوه علمي او څېړنیز لیدلوري څخه وڅېړل شي، تاریخي رېښې یې را ښکاره شي، اساسي اصول یې تشریح شي او مهمې نیوکې او پایلې یې وارزول شي.
سریزه
اقتصادي نظامونه د ټولنو د سیاسي، ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو له بدلونونو سره سم رامنځته کېږي. لیبرال کپيټالیزم (لبرال سرمایهداري) د هغو شرایطو محصول دی چې پکې فرد، بازار او پانګه د اقتصاد اساسي محورونه ګرځېدلي دي. د دې نظام پېژندنه نه یوازې د اقتصادي تیورۍ لپاره مهمه ده، بلکې د معاصرو سیاسي شخړو، ټولنیزو نابرابریو او نړیوالو اړیکو د درک لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
۱. د لیبرال کپيټالیزم تاریخي شالید
۱.۱ د فېوډالي نظام زوال
په منځنیو پېړیو کې په اروپا کې فېوډالیزم حاکم و. ځمکه د اشرافو ملکیت وه او بزګران له سیاسي او اقتصادي ازادیو بېبرخې وو. له ۱۵مې پېړۍ وروسته، د ښارونو پراختیا، د سوداګرۍ پراخېدل او د پیسو اقتصاد (پولي اقتصاد) پیاوړتیا د فېوډالي نظام بنسټونه کمزوري کړل او نوې سوداګره طبقه (بورژوازي طبقه) رامنځته شوه.
۱.۲ د روڼ اندۍ فکري غورځنګ
په ۱۷ او ۱۸ میلادي پېړیو کې د روڼ اندۍ (Enlightenment) یا په جرمني ژبه د (Aufklärung) غورځنګ د عقل، فردي ازادۍ او طبیعي حقونو مفکورې مطرح کړې. فیلسوفانو لکه جان لاک د شخصي ملکیت او فردي حقونو دفاع وکړه او توماس هابز او ژان ژاک روسو د دولت او ټولنې د اړیکو نوې تیورۍ وړاندې کړې.
۱.۳ صنعتي انقلاب
صنعتي انقلاب (۱۸–۱۹ پېړۍ) د ماشینونو، فابریکو او ډلهییز تولید له لارې اقتصادي جوړښت بدل کړ. پانګه، کار او تولید جلا شول او سرمایهداري په عملي ډول د اقتصاد غالب نظام شو پانګه (پیسې، ماشینونه، فابریکې) د پانګهوالو ملکیت شوه؛ کار د کارګرانو د مزدورۍ په بڼه وپلورل شو او تولید هم د کورنۍ یا بزګر له واکه ووت او د فابریکو او بازار تر کنټرول لاندې راغی. په همدې پړاو کې د کارګرانو او پانګهوالو ټولنیزې طبقې را څرګندې شوې.
۲. د لیبرال کپيټالیزم فکري بنسټونه
۲.۱ کلاسیک لیبرالیزم
کلاسیک لیبرالیزم د فرد ازادي، محدود دولت او د قانون حاکمیت اساسي ارزښتونه بولي. دولت باید یوازې د امنیت، عدالت او ملکیت ساتنه وکړي.
۲.۲ د ادم سمیت اقتصادي نظریه
ادم سمیت په خپل اثر د ملتونو د شتمنۍ سرچینې The Wealth of Nations کې استدلال کوي چې ازاد بازار د “نامرئي لاس” له لارې توازن مومي. د شخصي ګټې تعقیب په غیرمستقیم ډول د ټولنې د سوکالۍ سبب ګرځي.
۳. اساسي اصول او ځانګړنې
لیبرال کپيټالیسم په لاندې اصولو ولاړه دی:
- خصوصي ملکیت: افراد د شتمنۍ د لرلو حق لري.
- ازاد بازار: عرضه او تقاضا نرخونه تنظیموي.
- رقابت: اقتصادي موثریت او نوښت ته لاره هواروي.
- محدود دولت: لږ دولتي مداخله په اقتصاد کې.
- فردمحوري: فرد د اقتصادي پرېکړو اساسي واحد دی.
۴. ټولنیزې او اقتصادي پایلې
۴.۱ مثبتې پایلې
- اقتصادي وده او صنعتي پرمختګ
- نوښت او ټکنالوژیک بدلون
- د تولید زیاتوالی او نړیوال تجارت
۴.۲ منفي پایلې او نیوکې
سره له دې چې لیبرال سرمایهداري شتمني زیاته کړه، خو جدي نیوکې پرې شته:
- د شتمنۍ نابرابر وېش
- د کارګر استثمار
- ټولنیز طبقاتي واټن
کارل مارکس دا نظام د پانګهوالو د ګټو پر بنسټ ولاړ وباله او استدلال یې وکړ چې پانګه د کارګر د کار اضافی ارزښت (Surplus Value) غصبوي او پانګوالان کارګران استثماروي.
۵. معاصر بدلونونه او اصلاحات
د شلمې پېړۍ له اقتصادي بحرانونو وروسته، خالص لیبرال کپيټاليز د هوساینې دولت (Welfare State) یا رفاهي دولت Sozialstaat پر لور بدل شو. دولتونه د مالیاتو، ټولنیزو خدماتو او مقرراتو له لارې د بازار منفي پایلې تر یوه بریده کنټرولوي.
پایله
لیبرال سرمایهداري د تاریخ، فکر او اقتصاد د اوږدو تحولاتو پایله ده. دا نظام که څه هم د اقتصادي ودې او نوښت مهم لامل شوی، خو د ټولنیزعدالت مسئله یې پر ځای پرېښې ده. له همدې امله، د معاصرې نړۍ ډېر هېوادونه د بازار ازادي د دولت له تنظیموونکي رول سره یوځای کوي، څو د موثریت او عدالت ترمنځ توازن رامنځته کړي.
نور محمد غفوری
30.01.2026











