!  (   K   ) چگونگی اتخاذ سیاست جنایی…

چکیده : استفاده از مواد مخدر تحت نام تابلیت (k )…

محمد اقبال محمدی

استاد "محمد اقبال محمدی" شاعر، ترانه‌سرا، هایکویست، دبیر بازنشسته و…

افغانستان؛ چهارراه قدرت و معادلات پنهان منطقه‌ای

از جغرافیای راهبردی تا کنترل حرکت، کریدورها و شبکه‌های نفوذ Wahidullah…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌ های ازدست‌ رفته و توطئه‌های پی‌درپی

 نویسنده: مهرالدین مشید از کودتای داوود تا بازگشت طالبان؛ افغانستان در…

سیاسي سیستم– سیاسي فعالان او ډلې

نور محمد غفوری (دریمه برخه) ۳.۳ . سیاسي فعالان او ډلې سیاسي فعالان…

سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه

نور محمد غفوری د لومړي څپرکی: سیاسي سیستم(دوهمه برخه) ۳.  د سیاسي…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (3)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی ...انسان تنها موجودی نیست که…

هرات؛ جغرافیایی که تاریخ را به راهبرد پیوند می‌دهد

وحیدالله نورزی بنیان‌گذار NIDA | افسر ارشد سابق ANP/ANCOP | استراتژیست…

سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه

نور محمد غفوری ځانګړتیاوې، داخلي جوړښت او د فعالیت څرنګوالی سریزه انسانان په…

مهاجرت سیاسی ایرانیان به افغانستان؛ روایت ورود، اسکان، زندگی و…

https://www.youtube.com/watch?v=4VlvDEplC-8 گفت‌وگوی سیزدهم رسانه ما با اسدالله کشمند، از رهبران حزب…

پا شیده گی وحدت!

امین الله مفکر امینی                      2026-04-11 ســالها رنج کشیــدیم ز پاشیده گی…

محمد بشیر دودیال

د ښاغلي پروفیسور استاد محمد بشیر دودیال د یو خوندور…

کتابی در خدمت ایمان یا ابزاری برای تحکیم قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید  از ادعای حقیقت دینی تا بهره‌برداری سیاسی و…

ادبیات مدرن، شعار " هنر برای هنر " نیست

Modernism . آرام بختیاری ادبیات مدرن؛ پیش از انقلاب و قبل از…

 اندیشهٔ روشن، قلم آگاه و رسالت روشنگری

داکتر سید احمد جهش؛ داکتر سید احمد جهش از نویسندگان و…

غوث الدین بهروز؛ شاعر خوش‌قریحه 

سخنی به قاضی غوث الدین بهروز ! صدای بیداری در…

عنایت پژوهان گردانی

 سمنگان گنجینه‌ای از انسان‌های فرهیخته دارد. عنایت پژوهان گردانی شاعر برخاسته…

د سیستمونو ډولونه (دوهمه برخه): اصلي او فرعي سیستمونه او…

نور محمد غفوری سریزه سیستمونه د جوړښت، فعالیت، موخې او له چاپېریال…

هرات؛ جغرافیایی که تاریخ را به راهبرد پیوند می‌دهد

Wahidullah Noorzai از میراث تمدنی خراسان تا ساختار اجتماعی، قدرت منطقه‌ای…

 ابتکار ملی؛ یگانه راه گذار به صلح پایدار و حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید رهایی افغانستان در کرو ساز و کار ملی،…

«
»

له نایجیریا تر اندونیزیا: بریکس سازمان څنګه خپله نړۍ پراخوي؟


شننه: محمد سليم سليمان

بريکس سازمان(BRICS)  چې د برازیل، روسیې، هند، چین، او سویلي افریقا په ګډون یو ځواکمن اقتصادي اتحاد دی، د نړیوال سیاست په ډګر کې مخ په زیاتیدونکي اهمیت موندلی دی. د دې سازمان د فعالیتونو پراختیا، په ځانګړې توګه د نوو غړو په جلبولو او په نړیوال اقتصاد کې د خپلې ونډې زیاتولو له لارې، د نړۍ د پخوانیو زبرځواکونو لپاره سرخوږی رامنځته کړی.

د امریکا متحده ایالات، چې د نړیوال اقتصاد یو مهم لوبغاړی دی، د بریکس له ودې سره به په پراخه توګه اغېزمن شي. په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې، د بریکس فعالیتونه د هغه د “امریکا لومړی” تګلارې لپاره یو مهم چیلنج ګڼل کېږي. ټرمپ، چې د متحده ایالاتو اقتصاد ته د اولویت ورکولو لپاره مشهور دی، په نړیوالو تجارتي اړیکو کې له سختو دریځونو څخه کار اخلي. د بریکس لخوا د نوي اقتصادي میکانیزمونو او ارزښتونو جوړولو هڅې د هغه د حکومت پر نړیوال سیاست باندې مستقیمې اغېزې درلودلی شي.

د بریکس لخوا د بدیل نړیوالو مالي سیسټمونو جوړولو هڅې، لکه د ډالر پر ځای د خپلواکو اسعارو کارونه، د ټرمپ لپاره ځانګړې اندېښنې زېږولې. د ډالر نړیوال تسلط، چې د امریکا لپاره اقتصادي او سیاسي ځواک حسابېږي، د بریکس د غړو لخوا د زیانمنېدو په حال کې دی. په ځانګړې توګه د چین او روسیې هڅې د ډالر نفوذ کمولو لپاره به د ټرمپ د حکومت له مخالفت سره مخ وي.

همداراز، د بریکس په اډانه کې د نوو هېوادونو ګډون، د دې سازمان نفوذ نور هم زیات کړی. د ټرمپ لپاره دا پرمختګ په دې معنا دی  چې د امریکا سیاسي او اقتصادي سیالان په نړیوال ډګر کې لا ډېر ځواک ترلاسه کوي. د بریکس د نفوذ پراختیا د نړیوالو ائتلافونو د بېلابېلوالي لامل شوې، چې د ټرمپ د یوازینۍ اجنډا پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده.

د ۲۰۲۵ کال له پیل سره، د دې سازمان د غړو شمېر او اهمیت لا زیات شوی دی. یوازې ددې کال په روانه جنوري مياشت  کې اندونیزیا د بریکس دایمي غړی شو، او تایلینډ او نایجیریا د شریکو هیوادونو حیثیت ترلاسه کړ.

دا اضافه نه یوازې د دې ټولنې د اقتصادي او جغرافیایي اغېزو لپاره حیاتي ده، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د نفوذ پراخېدو ته هم اشاره کوي. د بېلګې په توګه، نایجیریا د نړۍ شپږم لوی نفوس لري او د افریقا په وچه کې تر ټولو ستر اقتصاد دی. دا هیواد کولی شي په بریکس کې د انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې مهمه ونډه ولري.

په ورته ډول، اندونیزیا د جنوب ختیځې آسیا په اقتصادي وده کې کلیدي رول لوبوي. د دې هېواد جغرافیايي موقعیت او د اقتصاد ځواک کولی شي بریکس د آسیا-پسیفیک سیمې د مهم اقتصادي شریک په توګه مطرح کړي. تایلینډ بیا د نړیوال ګرځندوی مرکز دی او چمتو دی چې د بریکس او نورو نړیوالو او سیمه‌ایزو ډلو ترمنځ د پل حیثیت ولري.

بریکس: نړیواله ستراتېژي او اغېزمنه همکاري

بریکس نه یوازې خپله جغرافیه پراخوي، بلکې په کلتوري، علمي، سپورتي، او مالي برخو کې د همکارۍ پولې هم زیاتوي. د دې ټولنې هېوادونه اوس مهال د نړۍ د نفوس نیمايي برخه جوړوي، په داسې حال کې چې د دوی ګډ ناخالص کورني تولید (GDP) د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر دی.

د دې سربېره، بریکس د خپلې مالي خپلواکۍ لپاره مهم ګامونه اخیستي دي. د مثال په توګه، د سازمان دننه ۹۰ سلنه مالي تصفیې په ملي اسعارو ترسره کېږي. دا یو بې ساری ګام دی چې د غړو هېوادونو د اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ګڼل کېږي او د نړیوال ډالر-محور مالي سیسټم اغېز محدودوي.

د بریکس پراختیا: د نوو غړو لیوالتیا

په دې وروستیو کې د بریکس د پراخېدو عمل د نړیوالو ډېرو هېوادونو پام ځان ته اړولی دی. د تېر اګست په میاشت کې د جوهانسبرګ په سرمشریزه کې، ۲۳ هېوادونو د دې سازمان د شریکو هېوادونو حیثیت لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل. تر اوسه پورې، ۱۳ هېوادونو دغه حیثیت ترلاسه کړی دی، چې پکې بیلاروس، بولیویا، قزاقستان، کیوبا، مالیزیا، یوګانډا، او ازبکستان شامل دي.

دا لیوالتیا ښيي چې د بریکس په چوکاټ کې همکاري د نړیوالو لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي. د دې ټولنې د همکارۍ بنسټ د مساوات، انصاف، او ګډو ګټو پر اصولو ولاړ دی.

بریکس او د نړیوال اقتصاد راتلونکی

په اوسني وخت کې، بریکس د نړیوال اقتصاد په بڼه کې د یو ستر بدلون د راوستلو لپاره کار کوي. د دې ټولنې د غړو هېوادونو د اقتصادونو وده، د ملي اسعارو کارول، او د خپلواکو مالي بنسټونو جوړښت دا ټول د نړۍ په کچه د یو نوي اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په لور حرکت ښيي.

د نړیوال جنوب د پرمختیا په برخه کې د بریکس ونډه د دې ټولنې د اهمیت څرګندونه کوي. راتلونکي کې، د بریکس نوښتونه لکه د شنو انرژۍ پراختیا، ټکنالوژۍ شریکول، او د سیمو ترمنځ د نوو سوداګریزو لارو موندل به په نړیوال سیاست او اقتصاد کې د دې ټولنې حیثیت لا پیاوړی کړي.

د بریکس سازمان د ټرمپ لپاره یوازې یو اقتصادي چیلنج نه ؛ بلکې دا د امریکا د نړیوال نفوذ لپاره هم یو لوی ګواښ دی. د بریکس ځواکمنېدونکي غړي د نړیوال سیاست په ډګر کې د امریکایي سیاست پر وړاندې په زیاتېدونکي توګه خپلواکي ښکاره کوي، چې د ټرمپ لپاره د نړیوالو اړیکو په تنظیمولو کې یو لوی خنډ جوړ شوی.