به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

له اوربند وروسته غوښتنې؛ اوربند وغځوئ

وروسته له هغې چې تېره پنجشنبې ولسمشر غني د روژې له ۲۷ څخه د کمکي اختر تر پنځمې پورې طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ او ورپسې طالبانو هم یوازې د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ؛ اوس پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعيف وايې چې د اوربند موده دې وځول شي. دغه پخوانی طالب چارواکی چې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري، له افغانانو غواړي چې د اوربند پر مهال وسله والو طالبانو او حکومت ته ورشي او ترې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړي. مُلا ضعیف ټینګار کوي چې د اوربند د مودې د غځولو لپاره امکان لري جګړې کې شاملې خواوې د ولس غوښتنې پرځاي کړي.

که څه هم د اوربند موده ډېره کمه ده خو بيا هم خلک بېلابېل نظرونه لري. يو شمېر خلک هيله من دي او وايې اوربند که يوه ورځ هم وي؛ د سولې لپاره زمينه برابرولی شي. خو ځينې نور بيا ناهيلي دي او وايې چې وسله وال طالبان په خپل واک کې نه دي، جګړه استخباراتي ده او طالبان به تر هغو جنګ ته دوام ورکوي څو چې د پرديو ګټې په جګړه کې خوندي وي. خو د دوی له منځه د ولس لويه برخه دغې موقت اوربند ته هم سترګې په لار دي او دا د دايمي سولې لپاره يوه کيلي يادوي ځکه دا په تيرو دوه لسيزو کې لومړی ځل دی چې د دولت وسله وال مخالفان د اوربند غوښتنه مني.

اندېښنې

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ موقت اوربند که څه د ولس او سياسيونو له پراخ هرکلي سره مخ شو خو بيا هم په کور دننه ځينې سياسيون اندېښنې لري چې ګويا په طالبانو باور نشي کيدلی او ممکن اعلان شوي اوربند ته پایبند پاتې نشي. د دغو خلکو اندېښنې په دې دي چې وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د هلمند د سولې پرلت کوونکو د اوربند غوښتنه هم رد کړې وه. طالبانو د پرلت کوونکو په ځواب کې ويلي و چې سوله له امريکا وغواړئ. مونږ جنګ ته تر هغې دوام ورکوو څو پورې چې خارجي قواوې دلته موجودې وي.

همدا ډول ځينې خلک بيا د طالبانو د ډلې اختلافاتو او پر بېلابېلو ډلو ويشلو ته اشاره کوي. دوی وايې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له مړينې وروسته طالبان په څو ډلو وېشل شوي دي. همدا اوس هم د ملا منان ډله چې د ملا هيبت د ډلې مخالفه ده؛ په هيواد کې فعاليت لري. دغه خلک وايې چې ممکن د طالبانو ځينې متخاصمې ډلې چې نه غواړي سوله وشي او په جنګ کې يې ګټې دي؛ ممکن د دې لپاره چې حکومت په طالبانو او يا طالبانو په حکومت بې باوره کړي؛ د اوربند په ورځو کې هم ځينې تخريبي اعمال ترسره کړي چې په دې سره به مقابل لوری هم په ورته عمل لاس پورې او اوربند به مات کړي.

بل لور ته د حکومت په اډانه کې هم ويل کيږي چې داسې ډلې شتون لري چې د سولې مخالف او د جنګ پلوې دي. دوی هغه څوک دي چې تغذيه يې د افغانستان له جنګ څخه ده او که سوله وشي نو د دوی ګټې له خطر سره مخ کيږي. ځینې خلک په دې هم اندېښمن دي چې ممکن د حکومت په اډانه کې داخل دغه شرخوښې ډلې به په وسله والو طالبانو بريدونه وکړي او په دې ترتيب به حکومت بدنام کړي چې ګويا اوربند يې مات کړی دی. د خلکو دا اندېښنه هم بايد بابيزه ونه ګڼل شي او حکومت بايد د اوربند په ورځو کې هر ګام په ډېر احتياط سره پورته کړي.

په اوربند کې د ولس رول

لکه څنګه چې وليدل شول چې د افغانستان جنګ ځپلي ولس د وسله والو طالبانو لخوا درې وځني اوربند ته هم له حده زياته خوشالي څرګنده کړه او په لويه کچه يې له افغان ولسمشر غني او د طالبانو له مشر ملا هيبت څخه مننه وکړه؛ طالبانو به اوس درک کړې وي چې که سوله وکړي نو د ولس په زړونو کې به ځای پيدا کړي. اوس به طالبانو درک کړي چې دوی د جنګ له لارې نه بلکې د سولې له لارې د خلکو زړونه ګټلی شي.

اوس حکومت او طالبانو خپل نسبي مسوليت ادا کړی دی، له دې نه وروسته تر ټولو دروند او لوی مسوليت د ولس پر غاړه پريوځي. د ولس مسوليت پر حکومت فشار راوړل او طالبانو ته ځولۍ غوړول دي چې درې ورځنی اوربند په درې مياشتيني اوربند بدل کړي. ولس بايد خپله مېړانه وښايې او په کليو او بانډو او غرو رغو کې دې له طالب سره کينې او د دايمي سولې د راوستلو لپاره دې ترې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړي. همداشان په حکومت دې هم فشار راوړي څو له اختر وروسته هم اوربند وغځوي څو له طالبانو سره د خبرو زمينه برابره شي. لوی باور دا دی طالبانو د درې ورځني اوربند په مقابل کې د ولس هرکلی او خوښي ليدلي وي او له دې وروسته د جنګ پر ځای سياسي مبارزې ته مخه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي