میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

«
»

لنډه کتنه د وحشت ملي اتلافي حکومت په اخره ور ځ د ۲۰۱۸ کال ؟؟؟

وطندارانو ( مرا ياد و شما را فراموش )، نن سبا ۵ کاله د ” ع او غ ” د کميدي او ډير تراژيد خونين حکومت نه پاتي ۴ څلور مياشتي په داسي حال کي تيريژي چي يو داسي کار نه وو يا نشته چي سترګي ور واړوي او ووايي چي په يقين دغو دواړو ” ډاکو منګل سنګانو ” هغه يا دغه شه کار د خلکو يا وطن په خاطر کړي وي ،. تاسي قلم يا ماشين حساب پسي را واخلي او حساب يي کړي چي ما درست ليکلي که مي مغالته کړي ده ((( ددوي د اولي ورځي نه زموږ خلک په څو ټو ټو تقسيم شول يا وويشل شول ، بيا ددوي په خپلو منځوکي هم يو نسبت بل ته په کينه او نفرت کتل ، دوي ديو او بل سره نه ليدل ، يو دبل نه يي شکايت کولو ، په يو بل پسي يي پروپاګند کولو او يو بل يي تخريبولو ، د قوم او ژبي او سمت له لحاظه هم دواړو يو په بل پسي ډيري بابولالي بللي ، د پښتنو په ضد لويه جبحه را جوړه شوه چي بل آخره سوړه يي د الکتروني تذکيرو په ويش کي را څرګنده شوه ، په وزارتو او معينيتو او ولايتو ، په سفارتو او امنيه قوماندانيو او قاضيانو او ولسوالانو هم د ښپږو ريسانو او معاونينو تر منځ جنګ او جدل تر ننه روان دي ، د وسله وال پوځ وزيران څو واري تغير او تبديل شول ، د قول اوردو او فرقو او لوا قوماندانان او د پوليسو امريتونه هم د چکه چورانو او لويو داړه مارانو تنظيمي جنرالانو په لاس کي وو چي هره ورځ او شپه د خلکو په نجونو او ميرمنو چاپي اچول کيدي او دلارو په اوږ دو کي ورسره اجباري سکس کيدو او ګانه يي چور کيده ، دداسي دوه سره ښامارانو ” ريس جمهور او عبدالله ” تر منځ خلک په شرمو وشرميدل ، يوه نجلي يا شاګرده د کوره تر پوهنتونه يا بيرته د تحصيلي مراکزو نه تر کوره آرامه او په اطمنان نشواي تللي ، کدنپ کول يو عام بزنس وو ، غصبول د خلکو د شخصي کورو او اپارتمانو زما د اپارتمان په شمول يوه عادي خبره وه ، قاضي معراجالدين تخاري – معصوم پنجشيري – دوست محمد لوګري – کاموي – ګلبدين او صفيه هغه قاضيان هغه غله او رزيل رشوت خواره دي چي زمانه يي رشوت اخيستلو ، دغه غله مولوي مصطفي فراهي او هاشم خان داستناف مدير اداري ته ښه معلوم دي ، په معارف کي د مکاتبو د جوړولو په خاطر ساختماني شرکتو د وزارت معارف انجينرانو او وزيرانو ته ۲۰-۴۰ زره ډالره د اتمر او فاروق وردک په وخت کي رشوت ورکولو چي اقلا پروزه برنده شي د داوطلبي په ورځ ، د تعين او مقرريو په ورځو د پارلمان وکيلان د خپلو غلو او مقربو رشوت خورو له پاره د وزيرانو نه امرونه اخيستل او وزيرانو د ډاره  امر ورکولو چي استحضي نه شي، دا ما د علومي په دفتر کي په سل هاوو د پارلمان وکيلان ليدلي ، د جنګ په ميدان کي د قوماندانانو له خوا د ” اعاشي ، البسي ، مهماتو ، تيلو ، وسلو پلورل په اشرارو او د پوستو خر څول او اشرارو ته مواضع د وسلو او محاربوي تخنيک او نقليه وسايط په شمول يوه طبعي خاينانه ننګينه معامله وه او تر ننه دوام لري ، که داسي نه ده نو څنګه ۲۰ يا ۱۰۰ تنه د يوه ولايت يا يوي ولسوالي په۲۰۰۰ سربازانو بريالي کيژي ؟؟؟؟
د مرګ او مير په وخت کي د سربازانو په قصه کي هيڅوک نه دي ، سربازان د فاميل د بخور او نمير او د کور دکرايي په خاطر ۱۲۰۰۰ افغانيو ته د سپي او سړي احتياج او اوامر قبلوي او سرباز ته هم چي د خرڅلاو او غلا او قاچاق زمينه مساعده شي دريغ نه کوي ، دليل يي دا دي چي د سرباز آمرين هم په دغو امراضو آلوده دي ، حساب دهي او پوښتنه اصلا نشته ده زموږ په وخت کي پوچک بيرته بايد مکمل قوماندان بلوک ته تسليم شوي وي ، بيځايه به هوايي ډزو بايد سرباز جزا وويني ، شليک په منفرد هدف هغه وخت امر دي چي دشمن ستا د وژني تکل لري ، د اکثريت سربازانو مړي کورو او فاميليو ته نه وړل کيژي ، او سر به خود په نورو ځايو کي خشيژي چي ډير غلط کار دي ، د زخميانو او مريضانو انتقال په موقع شفاخانو ته نه انتقاليژي او زخميان د ويني د ضا يع کيدو له امله مړه کيژي ، د وژل شويو سربازانو ورسو يا زنانه وو سره ډير خاينانه او وحشيانه برخورد کيژي حتي بعضا اجباري سکس ته مجبوريژي ؟؟؟
 د اقتصاد او د بيکاريو د مخنيوي په خاطر ،  د وحشت ملي حکومت يوه لويه زير بنايي پروژه جوړه نه کړه ما شخصا تر دري واري زيات دواړو ( ع او غ )، ليکلي چي د ټولو ناخوالو او بيکاريو او خلکو ته د کار موندلو اساسي کار د دريو لويو برق بندو جوړول د موکچي – کڼړ – پنجشير دسيندو دپا سه دي چي شايد جمعا ۲۵۰۰ ميګاواټه برښتا ور کړي او زموږ د ولسونو ټول کارونه ور باندي کيژي ، حکومت ونه شواي کولاي د افغانستان (( ميوي – ترکاري – لبنيات – پوستکي – پنبه – ګاز ))، روسانو ته ور کړي چي د افغانستان بزګران ديوي ګولي هلالي  ډوډي خاوندان شي ؟؟؟؟
داسي ورځ په دغو ۱۸ کالو کي نه وه چي د ناتو ، امريکا او انګريز غولپيکره بار وړنکي طياري له کابله ، قندهاره ، مزاره بيرته اورپا ته نه راځي خو زمو دوه سري ښاماران نه پوهيدل چي د غربي نظاميانو سره زمو د هيواده (( انګور ، مڼي ، انار ، مالټي ، خربوزي ، هندواني ، زردالو ، شفتالو ، انجير ، جنغوزي ، توت ، سنځلي ، چهارمغز ، بادام ، مميز سره او شنه ، شلغمي ، ګلپي ، باميه ، پياز ، نوش پياز ، بادنجان رومي ، تور بادنجان ، اوږه ، بادرنګ ، ترايي ، کدو ، )) وغيره اورپا او انګريز ته په دغو نظامي خالي باروړونکو طيارو کي راوړي او باور وکړي يو کيلو باميه په بازار کي کيلو په ۴،۵ پونده ده ؟؟؟؟؟
اشرف غني هوايي کوريدرونه افتتاح کړي او سبسايدي يي امريکا کوي خو دا کار دوامداره او د بازار له پاره مساعد نه وو او نه دي ، دولت زموږ خلکو ته د زراعتي ، توليدي او مصرفيت کارو زمينه مساعده نه کړه او زموږ خلک يي د ميژيانو غونته مصروف نه کړل چي نن بايد افغانستان د (( غنمو – جوارو – وريجو – لوبيا – مييو – باقليو – د الوتونکو د غوښو – د لبنياتو – ماهيانو ، شاتو ، تازه او وجو ميوو له پلوه خود کفا نه کړو ))، چي زموږ د خلکو يوازني بدبختي هم د يوه پوه او رسالتمند منيجر ريس جمهور نه شتون دي ؟؟
د خارجي او داخلي سياست په برخو کي ،، دوي دواړو ونه کولاي شول يو ډيره مطمننه ستراتيژيکه سياسي داخلي پاليسي او دير اړين مهم نظامي دکتورين پلي کړي وي چي دا يي نه زده وو او نه يي د تطبيق په اصولو او نورمو پوهيدل او د خارجي سياسي پاليسي ټول شيان دوي ته ددوي اشغالګرو مشاورينو ديکټه کول او همدا علت وو چي افغاني طالب يي د محاصري سه کنجي ته بو نه تلو او نن له د دوي سره خبرو ته نه کيني او دديورند لاين په سر يي خندق او سيم خاردار فرش کړو چي دا کار د دواړو (( ع او غ ))، له خوانه خيانت ملي او وطن فروشي بولم دغه دواړه بايد افغانان د افغانيت له صفوفو نه وباسي او بيا د ټولو جرايمو په کولو سره دوي ته رايه ور نه کړي ، ځکه داکتر اشرف غني او داکتر عبدالله دواړه وطن فروشان او معامله ګران وو او دي ؟؟؟؟؟؟