مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

«
»

طالبان اوربند او سولې ته چمتو کیږي

افغان ګل 

د طالبانو ځینو ویندویانو او پخوانیو چارواکو چې د طالب مشرانو لوړې کچې کړیو ته لاس رسی لري او له حالاتو خبر دي، له رسنیو سره څرګنده کړې چې په قطر او عربي اماراتو کې د طالبانو، افغان دولت او امریکايي چارواکو خبرې ډېرې بریالۍ وې او اوس طالبان تر بل هر وخته پر سولې او د خبرو پر نتیجه باوري شوي دي.

ویل کېږي چې په دې پړاو خبرو کې طالبانو خپلې غوښتنې  مقابل لورو ته وړاندې کړي او له مقابل لورو یې هم مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

په دې ناسته کې د نورو ناستو پرخلاف د طالبانو دریځ ډېر نرم او عملي ښکارېده.

د باخبرو سرچینو په حواله، په دې ناسته کې طالبانو منلې چې نورې خبرې به په کابل کې ترسره کوي، د سولې یوه ګډه کمېته به جوړوي، دغه کمېټه به د سولې لپاره یو میخانیکیت رامنځته ګوي، ځانونه به پر حکومت نه تحمیلوي او د انتخاباتو له لارې به خپل استازي پارلمان او حکومت ته استوي، له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره به یو مهال وېش جوړېږي، د سولې وروستۍ پرېکړه به د امریکا، ناټو او ملګرو ملتونو د استازو او سیمه ییزو قدرتونو او هېوادونو لکه روسیه، چین، ایران، پاکستان، ترکیه او نورو له خوا لاسلیکيږي او دغه اړخونه به ژمن کېږي چې تر سولې وروسته به له افغان دولت سره مرسته کوي، مداخله به نه کوي او د پرېکړه لیک د ضمانت په توګه به کردار ادا کوي.

   د سولې خبرو د مخته وړلو لپاره طالبانو درې بهیره لرل، د قطر، اسلام اباد او چین بهیرونه. د قطر بهیر تر نورو یو قدم مخکې دی، د چین او اسلام اباد بهبر له تر لوی اختر وروسته په کابل کې د قطر له بهیر سره یوځای شي او تر دې وروسته به ټولې خواوې خبرې د سولې د ګډې کمېټې له خوا پرمخ وړي.

تېره پنجشنبه د چین سفیر د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په همدې موخه وکتل. د چین سفیر یوه ورځ مخکې په ډاګه کړې وه چې له طالبانو سره یې په خبرو کې پرمختګ کړی، څه خبرې یې ورسره د مېز سرته رااېستلي او څه نورې لاهم د مېز لاندې دي.

په دې خبرو کې د چین سفیر وویل چې چین به د سولې په برخه کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو یو څلور نفري استازی د افغانستان په پاسپورتونو ازبکستان ته سفر درلود. په دې سفر کې پر سولې او په افغانستان کې د ازبکستان پر پروژو خبرې وشوې.

چین او روسیه هغه هېوادونه دي چې په افغانستان کې ژر تر ژره د جګړې پای ته رسول غواړي.

امریکا هم ژمنه ده چې تر راتلونکي کال په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات بنسټ کېږدي او په دې اړه د خپلو سیمه ییزو سیالانو همکاري او ضمانت هم له ځان سره ولری.

د قطر په خبرو کې پرېکړه شوې چې په لوی اختر کې به د جګړې د ټولو ښکېلو غاړو له خوا اوربند وشي، تر اختر وروسته به د اړوندو غاړو له خوا په کابل کې خبرې پیل شي او اوربند به ورسره دوام پیدا کړي. په پام کې ده دغه خبرې د اختر په څلورمه ترسره شي. تر دې خبرو وروسته به د طالبانو یو هیات کابل ته راځي، دفتر به ورته پرانستل کېږي، د سولې خبرې او میخانیکیت به وروستی کوي او د سولې د ګډې شورا پر جوړېدو به خبرې کوي.

د سولې ګډه شورا به دنده لري چې د سولې پرېکړې عملي کړي او د سولې له ټولې پروسې به څار کوي.

سره له دې چې نور په هېواد کې د سولې او جوړجاړي لپاره تر بل هر وخت لېوالتیا زیاته شوې او شرایط برابر شوي دی، خو بیا هم یوشمېر بهرني اغراض او پر ځینو طالب مشرانو یې اغېزې سبب کېدای شي د سولې بهیر وننګوي، خو د دې بهیر مخه نیول کېدای نه شي. په کار دا ده چې طالب مشران د سولې د خبرو پر وخت خپلې ډله ییزې ګټې شاته کړي او ملي مصالح په پام کې ونیسي.

افغان دولت هم باید د سولې د خبرو پر وخت نوې ننګونې او ګواښونه له نږدې وڅاري او پروخت یې ځواب ووايي.

انشالله سوله راتلونکې ده، خو د افغان ولس ټینګې ارادې ته اړتیا لري.