فرخنده باد  شصت ویکمین سالروز تاسیس حزب دیموکراتیک خلق افغانستان

رفقای عزیز! امروز بخاطر تجلیل  شایسته ازشصت ویکمین سالروز حزب دیموکراتیک…

از اختناق در سطح طالبان تا اختناق در دموکراسی های…

نویسنده: مهرالدین مشید اختناق داخلی طالبان و مصلحت‌گرایی جهانیان اختناق در افغانستان…

فــــــــــــــراخــــــــــوان

نشست مشترک شورای اروپایی حزب آبادی افغانستان و تشکل نوین…

به پیشواز بزرگداشت از سالگرد ح د خ ا

هویت واقعی هر حزب یا سازمان سیاسی، پیش از هر…

تجلیل از شصت‌ویکمین سالگرد تأسیس ح د خ ا

به مناسبت شصت‌ویکمین سالگرد بنیان‌گذاری حزب دموکراتیک خلق افغانستان، نشست…

قتل نظم و قانون 

رسول پویان  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار حرص تجاوزگران چه افزون است  حدیث هیتلـر و چنگیز…

عشق فطرت اش!

امین الله مفکر امینی                             2026-04-01! زعشق گفتن نباید خواست صرف ارضای خواهشهای…

ګالیلیو ګالیله

دی یو ایتالیوي فیلسوف، ستوری پېژندونکی، فزیک‌پوه، ریاضي پوه…

آلبر کامو،‌ محصول یا قربانی استعمار فرانسه؟

درودها دوستان گرامی ما! محمدعثمان نجیب  نماینده‌ی مکتب  دینی فلسفی  من بیش از…

کتاب "زندگی عیسی" نقد مسیحیت بود 

Strauß, David (1808-1874) آرام بختیاری داوید اشتراوس؛- مبارز ضد مسیحی، مبلغ علم…

عدل الهی و عدالت اجتماعی و سرنوشت عدالت در جهان

نویسنده: مهرالدین مشید  خوانشی فلسفی–دینی از نسبت خدا، انسان و مسئولیت…

لذت چیست؟

لذت به معنای حقیقی٬ بدون وابستگی به خوردن و مراقبت جنسی٬ بصورت…

اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي

نور محمد غفوری په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو…

شاعر کرد زبان معاصر

آقای هوزان اسماعیل (به کردی: هۆزان ئیسماعیل) شاعر کرد زبان…

چند شعر کوتاه از لیلا طیبی

(۱) انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

«
»

سیاسي ګوند او دموکراسي

نور محمد غفوری   ۸/۸/۱۳۹۵

په رښتینې دموکراسۍ کې د ټولنې په ټولو اړخونو او سکټورونو کې دموکراتیک اصول چلیږي. د دموکراتیکو اصولو غوره مضمون او ماهیت دادی چې په آزاده او دموکراتیکه فضا کې له کښته نه تر پورته د ټولو ګډون کوونکو په رضا د اکثریت په اراده او د منل شوو پرنسیپونو په چوکاټ کې پریکړې وشی او په عین حال کې د اقلیتونو حقوق تر پښو لاندې نه شي. د پریکړو تر مخ او د هغو د نیولو په وخت کې باید ټولو ته مساوی حقوق، برابر شرایط او یو ډول چانسونه ورکړل شی.

سیاسی ګوندونه چې د خلکو او ملت د سیاسی ارادې په تشکُل او جوړونه کې غوره رول لوبوی، تر ټولو نورو غیر دولتی جوړښتونو زیات باید د دموکراسۍ اصولو ته وفاداره او هغه په عمل کې د خپل فعالیت په ټولو اړخونو کې عملي کړی. زموږ په هیواد کې د سیاسی ګوندونو جوړول آزاد دي، خو د اساسی قانون او د سیاسی ګوندونو د قانون سره سم باید د ګوندونو داخلي جوړښت هم د دموکراسۍ پر بنسټ ولاړ او په  پریکړو او عمل کې دموکراتیک ارزښتونه کلک په پام کې ونیسي.

ګوند د خلکو هغه ټولګه ده چې په دوامداره توګه د اوږدې مودې له پاره د هیواد په کچه د سیاسی ارادې په جوړولو او ټولنیز شعور په لوړولو کې ونډه ولري. ګوندونه په ولسوالی شوراګانو، ولایتی شوراګانو او ملی شورا کې د خلکو په استازیتوب د عامو ملي ګټو په چوکاټ او تحفظ کې د معینو طبقو او قشرونو له ګټو هم دفاع کوی او د ولس د استازو په حیث حضور مومي. رښتینی ګوندونه د خپلو ایدیاوو د تولید او وړاندې کولو، د منل شوو ارزښتونو د تعریفولو، د تشکیلاتی او سازمانی جوړښت د پایدارۍ، دغړو د شمیر او ظرفیتونو د اندازي او دعامه فعالیتونو د روشونو له لارې په خلکو کې اعتبار او حیثیت لاس ته راوړي. یوازې د ګوندي غړو ترمنځ دایروی فعالیت په ملت کې د ګوند د باور له پاره کفایت نه کوي.

د ګوند د فعالیت اغیزې باید د هیواد پراخه ډګر او د خلکو پراخه کتلې په بر کې ونیسي. ګوند باید تل او په منظم ډول په ملی سیاسی ستیج کې خپل حضور څرګند کړي، نه دا چې په یوه او یا بله کوچني ساحه کې ځان مصروف وساتی. هغه ګوندونه چې په لسو یا پنځلسو کالونو کې خپل استازي پارلمان ته ونه شی لیږلای، په ولایتي شوراګانو کې څرګند فعالیت ونه لري، په ولسوالیو کې د خلکو سره ارتباطي کړۍ جوړې نکړي، په حقیقت کې یې پر ځان د ګوند د نوم ایښودلو دعوا ناحق ده. په ګوندي فعالیت کې د فعالیت ډګر او پایداري دوه مهم فکټورونه دي. د سیاسی ګوند له پاره په ملي کچه عام فعالیتونه خورا ضرور دی، نه دا چې ګوندي فعالیت یوازې د خپلو غړو او مینه والو ترمنځ په راشه درشه محدود وي.

مشهوره خبره ده چې په دموکراتیکو ټولنو کې د سیاسی ګوند له پاره لاندې څیزونه خورا اړین دی:

  • لیکلی مرام
  • لیکلې اساسنامه
  • انتخابی رهبری
  • او دموکراتیک داخلی سازمانی تشکیلات

که سیاسی حزب یو له دې فکټورونو څخه ونه لري، کار یې نیمګړی دی. هغه سیاسی ګوندونه چې پخپلو داخلی تشکیلاتو او ګوندي اړیکو کې دموکراتیک پرنسیپونه تر پښو لاندې کوي، په ټولنه کې هم د دموکراسۍ اصولو ته وفاداري یې تر جدي پوښتنې لاندې راځي. په ګوند کې رهبر او رهبري ارګان باید د ټولو غړو له پاره د سلا او مشورې پرته د هغوي تر شا او له خپلو غړو نه پټ تصمیمونه ونه نیسي. په ملي کچه او د ټول ګوند له برخلیک سره د تړلو مسئلو د حل له پاره باید د ګوند د ټولو غړو د اکثریت اراده د کنګرې لخوا او د کنګرې په دموکراتیکه فضا کې ښکاره او په رڼا کې یې پریکړې وشي. همدا شان باید ګوند ته د نورو مسئلو د اهمیت او ساحوی اغیزو له په نظر کې نیولو سره ولایتی کنفرانسونه، د مرکزی شورا غونډه او یا لږ تر لږه د اجرائیه بیورو غونډې په رښتینی دموکراتیکه او آزاده فضا کې جوړې شی، په (پټه) رایې واخیستل شی، سمې وشمیرل شي او د غونډې بهیر پروتوکول او د غونډې د چلوونکي هیئت لخوا لاسلیک شی. د غونډې هر ګډون کونکی باید هر وخت ددې امکان ولری چې پرتوکول ووینی او د هغو په رښتینتیا خپل باور راولي.

هغه سیاسی ګوند چې رښتیني مبارز او د مستقل فکر او آزادې فردي ارادې څښتن غړي ولري، کولای شی چې د رهبرۍ د پخپل سر او یا غیر اصولی پریکړو په وخت کې ترې واک واخلي او خپله سازماني آزادی او اراده وساتی. ګوندی دستورونه او د رهبرانو فرمانونه د هیچا، هیڅ ګوندي واحد او هیڅ ګوندي غړی فردی آزادی نه شي محدودولای او ګوندي رهبر د نورو د فردی آزادۍ د حق د تر پښولاندې کولو اجازه نه لري. ګوندي غړیتوب پخپله رضا دی او فعالیت یې د منل شوو اصولو او مخکې قبول شویو تفاهمونو په چوکاټ کې پخپله خوښه کیږی. هغه ګوندي غړی او ګوندي سازمانونه چې د رهبر او یا د رهبرۍ د کوم ارګان لخوا غیر اصولی دستورونه او د منل شوو اصولو او تفاهماتو پر خلاف قومانده تر لاسه کوی، حق لري چې خپل شکایت د کنترول کمیسیون، اجرائیه بیورو، مرکزي شورا او ان تر کنګرې پورې ورسوی.

ګوندی نننۍ (داخلي) دموکراسي د ګوندي ژوند له پاره په دموکراتیکو ټولنو کې د حزبي ژوند تر ټولو مُهم رکن دي او باید تل او هر ځای مراعات شي. په پټو سترګو د ګوندی الیګارشۍ د دستورونو منل او اطاعت کول د رښتینی ګوندی سازمان او ګوندي مبارز غړي له شان سره سمون نه لري.